کورپاڼه / افسانه / د لومړي کوروالي درد څومره د اندېښنې وړ دی او څنګه یې مخه نیولی شئ؟

د لومړي کوروالي درد څومره د اندېښنې وړ دی او څنګه یې مخه نیولی شئ؟

ډېرې نجونې چې کله د واده او ګډ ژوند په اړه فکر کوي او یا ملګرو سره په دې اړه خبرې راځي، نو دستي د دوی ذهن ته دا اندېښنه ورلوېږي، چې د بکارت پدرې د له منځه تللو په وخت به څه کوي؟ دوی وېره لري چې لومړی کوروالی او د بکارت پردې شکېدل به څومره له درد او زور ډک وي؟ حتی فکر کوي چې د ژوند سخته شېبه او درد به پرې راځي.

خو ایا رښتیا هم لومړی کوروالی او د بکارت پردې شکېدل همدومره د اندېښنې خبره ده؟ همدومره درد به لري؟ لومړی کوروالی همدومره سخت او زوروونکی دی؟ په دغه لیکنه د دې ټولو پوښتنو ځوابونه موندلی شئ.

ډېرې نجونې وایي چې واده مې نږدې دی، خو وېرېږم، چې د بکارت د پردې د لېرو کېدو پر وخت به سخته وینه بهېدنه او درد ولرم. خو دوی دې هسې خوشې نه وېرېږي. د بکارت د پردې د شکېدلو له امله چې کومه وینه راځي، هغه به یوازې یو څو څاڅکي وي، ځینې وخت خو هان په سختئ ښکاري.

خو دا سمه ده، چې د ستاسو د جن سي د تنګوالي او لومړي کوروالي له امله ممکن لږ درد وي. د دې لپاره چې تاسو درد و نه لرئ، ستاسو خاوند باید په مناسب ډول عمل وکړي. که د نږدې کېدلو لپاره له روحي اړخه سم چمتو ونه اوسئ او سم تحریک شوي نه یاستئ. نو دا درد به وي. ستاسو خاوند باید مخکې تر کوروالي تاسو د ډېر وخت لپاره او سم تحریک کړي. دا چې لومړۍ اړیکه ده، نو په اسانۍ تحریکېدلی شئ. کله چې پوره تحریک شوئ او ارضا ته نږدې شوئ. په دغه وخت کې کوروالی پیل کړئ، خو بیا مو هم پام وي، چې لومړی کوروالی دی او باید په ارامۍ وي.

زه بل څه وایم، زه سپارښتنه کوم، چې د واده په لومړۍ شپه کې یو ځایوالی ونه شي. صبر وکړئ او په بشپړه ارامۍ او بشپړ چمتووالي اقدام وکړئ. د نورو د خبرو په کیسو کې هم مه اوسئ. له نږدېوالي څخه مخکې دا اړینه ده. چې ستاسو بدن دخول لپاره دومره تحریک شوی وي، چې اړیکې ټینګولو ته لېواله شي.

باید په دې اړیکه کې له بل هر څه ارام ته ډېره پاملرنه وکړه او د بکارت موضوع او شکېدلو ته یې هېڅ فکر مه کوئ. دا ستونزه په بشپړه توګه روحي اړخ لري. زه سپارښتنه کوم، چې تاسو مېرمنې دې له ډاکټر سره هرومرو سلا وکړي. ترڅو په دې برخه کې تاسو سره مرسته وکړي. که تاسو سم عمل وکړئ، نو په دې برخه کې به ډېر اړین او اغیزناکه رول ولوبوي.

دا هم ولولئ

Writing an Essay – Suggestions That Will Help You With the Process

Writing an essay is a challenge, but after you’ve gotten over this first difficulty it …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *