کورپاڼه / افسانه / ګډ ژوند کې د بې‌حده غوسې لامل څه دی او څه پایلې لري؟
Cropped shot of a young couple having an argument at home

ګډ ژوند کې د بې‌حده غوسې لامل څه دی او څه پایلې لري؟

غوسه د انسان د روان او فکر یوه پایله ده، چې په ځینو وختونو کې انسان کې راڅرګندېږي. ځینې خلک شته چې حتی په ډېر څه غوسه نه ورځي، حوصله کوي او له غوسې ډک غبرګون نه ښایي. خو ځینې خلک شته چې په معمولي خبره له حده ډېره غوسه کوي او ډېر توند غبرګون ښایي.

دا چې په هر څه، معمولي خبرو او هر وخت غوسه کوي او غوسه یې بې‌کچې وي. پرته له شکه دا یوه خطرناکه ستونزه ده، چې پایلې یې د ډېرو لپاره حتی د همدسې کس لپاره خطرناکې دي. دا چې د بې‌حده غوسې لامل څه دی او څه پایلې لري؟ په دغه لیکنه کې پرې بحث کوو.

غوسه کول یوه ډول شخصیتي ګډوډي او یو ډول رواني ناروغي ده. چې انسان د هغې له لارې ستونزو سره له مخامخ کېدو څخه تښتي او مقابل لوری رټي. په انسانانو کې دا یو لوی عادت دی، چې خپله غلطي نه شي منلی، تل هڅه کوي چې نور خلک ملامت شي. حتی که ښه روښانه وي او ښه پوهېږي چې ستونزه د ده خپله ده.

کوم خلک چې ډېر غوسه کېږي، هغه داسې خلک دي، چې فکر کوي یوه انسان باندې د واکمنېدو تر ټولو ښه لار دا ده. چې هغه خپل کنټرول لاندې راوړي. هغه قانع شي چې ملامتي د ده نه ده. د هغه خپله ده او د دې جرئت ونه کړي چې د ځان سپیناوی وکړي او ملامتي په ده واچوي.

البته دا ډول چلند ځان غوښتونکی ښکاري، ځکه په دې توګه له مقابل لوري څخه د خبرو کولو حق اخلي. غوسه کول د یو نابالغه شخصیت له ګډوډیو څخه یوه ده، چې کېدیشي د هغه ماشومتوب سره کومه اړیکه ولري.

دا ډول خلک د ستونزو د حل لپاره د سمو تګلارو پر ځای ناسمې او لنډ مهالې حل لارې غوره ګڼي؛ لکه: غوسه کول. کله چې د ستونزې اصلي ریښه څرګنده او له منځه لاړه نه شي، طبیعي ده چې ستونزه نه حلېږي. نو غوسه‌ناک خلک د ځان سپیناوي لپاره د ستونزې اصلي ریښه په غوسه پټوي او په دې ډول ستونزې ته دوام ورکوي.

غوسه د هغو خلکو د دنننۍ کېنې لاسته راوړنه ده. چې متعصبه، بې جراته، بې کاره، جنګ او جدال جوړونکي، د شرم احساس لرونکي او ډېره تمه لرونکي خلک وي. دا ډول خلک د نابالغه شخصیت له امله خپل احساسات نه شي بیانولی.

غوسه د نیوکې د بیان لپاره یو چلند دی او هغه خلک یې کوي، چې چلندي ناروغي ولري.

هغه خلک چې تل غوسه کوي، هغوی سره د مخامخېدو تر ټولو اړین ټکی دا دی، چې هغوی ته د غوسې چانس ور نه کړو او په یو ډول د هغې د غوسې بهانه ختمه کړو.

دا هم ولولئ

Writing an Essay – Suggestions That Will Help You With the Process

Writing an essay is a challenge, but after you’ve gotten over this first difficulty it …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *