کورپاڼه / افسانه / د ګډ ژوند اړیکه څنګه پیاوړې او عاطفي کړو؟

د ګډ ژوند اړیکه څنګه پیاوړې او عاطفي کړو؟

د ګډ ژوند اړیکې پیاوړتیا او عاطفي والی د ژوند اصلي موخه ده. که چېرته د کورنۍ د غړو تر منځ اړیکه بې‌عاطفې او بې‌خونده وي. نه یوازې چې خلک یې یو بل څخه زړه‌توري وي، بلکې هر یو له خپل ځان او خپل ژوند څخه تنګ وي. چې دا یو ډېر ناوړه حالت دی او د کورنۍ د وېشل کېدلو او سختو جنجالونو له خطر سره مخ کولی شي.

د ښځې او خاوند اړیکه تر ټولو نږدې اړیکه ده. که چېرته په کورنۍ کې دا اړیکه بې‌خونده شي. نو پرته له شکه چې د ټولې کورنۍ حالت خرابېږي. دا چې څنګه او د کومو کارونو په کولو سره د ښځې او خاوند تر منځ اړیکه پیاوړې کېدلی شي. له عاطفې ډکېدلی شي او د ژوند رښتینی خوند پکې پیداکېدلی شي؟ په دغه لنډه کې اړین معلومات پرې وړاندې کوو.

له ویده کېدو مخکې هرومرو یو بل ښکل کړئ، ښکلول داسې یو بیان دی، چې هېڅ ژبه او هېڅ قلم هغه ته نه شي رسېدلی. ښکلول یو بل ته دا پیغام رسوي، چې د زړه له تله مینه درسره لرم، د زړه له راباندې ګرانه یې او د ژوند خوښي مې ته یې.

خپله مینه په بېلابېلو لارو او جملو کې بیان کړئ. هڅه وکړئ د ځینو کارونو په کولو سره او یا د بېلابېلو جملو په ویلو سره خپله مینه اظهار کړئ.

هڅه وکړئ کله کله د یو بل مسوولیت تاسو وکړئ. خاوند کله ناکله کتغ پخولو ته تیار کړئ، پخلي کې مرسته وکړئ او یا د ښځو نور مسوولیتونه ورسره وکړئ، یا دې ښځې د خاوند ځینې مسوولیتونه ادا کړي.

د یو بل روغتیا ته پام وکړئ، که هغه معمولي هم درته ناروغ ښکارېده، په ډېر ټینګار د هغه د ناروغۍ پوښتنه وکړئ. د درملنې لپاره یې لاس په کار شئ، نږدې ورسره پاتې شئ.

کله مو که غلطي کړې وي، پخپله غلطۍ باندې اعتراف وکړئ. هېڅکله د خپلې جوړې پر وړاندې د خپلې غلطۍ منلو که زړه نازړه مه کېږئ، بلکې غلطي ومنئ اعتراف وکړئ.

د نورو تر مخ د خپلې جوړې صفت وکړئ، د کورنۍ د غړو او نورو خلکو تر مخ هېڅکله له هغه/هغې شکایت ونه کړئ. بلکې تل د هغه/هغې ستاینه کوئ.

دا چې ولې مو خوښېږي، هغه ورته بیان کړئ.

د هغوی لپاره یو ښه اورېدونکی اوسئ، تل یې خبرې په ډېر غور اورئ، پام ورته کوئ، که څه هم خبره هر ډول وه.

داسې کلمې او خبرې جوړې کړئ، چې یوازې ستاسو تر منځ شفر وي، د دواړو د خندا سبب ګرځي او د ګپ په ډول هر وخت پخپل منځ کې وایئ.

تل په ګډه خوراک کوئ، که څه هم تاسو وږي وئ او یا یو تن نه وئ، صبر وکړئ او دې ته لومړیتوب ورکړئ چې دواړه په ګډه خوراک وکړئ.

له کوروالي پرته هم هر وخت بدني او فزیکي اړیکه ولرئ، د ناستې پر وخت په یو بل تکیه ووهئ، د ملاستې پر وخت د یو بل مټ باندې سر کېدئ، کله کله چې یو تن پخپل کار لګیا وي، بل ورشئ او غېږه ترې تاو کړئ.

دا څو کارونه او چارې تاسو سره ډېره زیاته مرسته کولی شي چې د ګډ ژوند اړیکه مو ډېره پیاوړې کړئ، ډېره یې عاطفي کړئ، ژوند مو له خوند او باور ډک وي او تل یو بل سره ډېر خوشاله یاستئ.

دا هم ولولئ

Writing an Essay – Suggestions That Will Help You With the Process

Writing an essay is a challenge, but after you’ve gotten over this first difficulty it …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *