کورپاڼه / افسانه / په کومو ناوړو عادتونو د خاوند زړه له ښځې تورېږي؟

په کومو ناوړو عادتونو د خاوند زړه له ښځې تورېږي؟

په ټول ژوند کې انسانان د نورو خلکو ځینې عادتونه دې ته مجبوروي، چې له هغوی لرې شي، نفرت ترې وکړي او بد یې وګڼي. ممکن دغه عادتونه د وینا او ژبې په واسطه وي. ځینې خلک ښه او مناسبه ژبه نه لري، د همدې ناوړه وینا پر سر ډېر خلک او حتی نږدې دوستان او ملګري ترې خفه او متنفر وي. یا ممکن دغه عادتونه د خلکو کړنې وي. چې دوی د خلکو د خوښې خلاف یا د هغوی د عزت او ګټو پر خلاف داسې کړنې کوي، چې د نورو د خفګان او نفرت سبب ګرځي.

په ګډ ژوند کې د ښځې او خاوند تر منځ اړیکه هم د ټولنې یو مثال دی. په دغه اړیکه کې هم د جوړو تر منځ باید هر یو خپلو کړنو او خبرو ته پوره متوجه وي، چې داسې ونه شي، چې د یوه په خبرو یا کړنو سره بل ترې خفه او متنفر شي.

په دغه لیکنه کې د ښځو څو عادتونو ته اشاره کوو. چې ډېری ښځې د دې په کولو سره خپله خاوند له ځان لرې کوي او د هغه په زړه کې خپل ځای کم‌رنګه کوي.

لومړی: هغه ښځې چې د خپل ځان ساتنې وړتیا نه لري. ډېری ښځې داسې وي، چې خپل ظاهري روغتیا او پاکۍ ته پام نه کوي. په ورځو ورځو جامې نه بدلوي او جامې یې خیرنې وي. یا حمام نه کوي، چې په دې سره هم د بدن ناپاکي رامنځته کېږي. یا هم د خوب خونې، د ناستې خونې او ټول کور پاکۍ او ساتنې خیال نه لري. دا د دې سبب کېږي، چې خاوند پرې خپلې ښځې نه خفه شي. د خاوند په زړه کې د ښځې ځای کم شي، حتی ممکن د خاوند لخوا ښځه تر فزیکي فشار لاندې ونیول شي. چې په دې سره د ګډ ژوند اړیکه خرابېږي او بې‌خوند کېږي.

دویم: هغې ښځې چې ډېرې مادي پرسته وي. تل یې په دې کې فکر وي، چې یو بل جوړ جامې یې کړې وی. نور او نوی ماډل بوټان یې اخیستي وی. خو دې ته یې پام نه وي، چې خاوند یې د دې مادي فرمایشونو د پوره‌کولو وس نه لري. کاروبار یې دومره نه وي چې د کور اړتیاوې پوره کړي. خو ښځه ترې نورې غوښتنې لري. دا د دې سبب کېږي چې خاوند ښځې نه خفه او زړه یې ترې بد شي. او خاوند د وخت په تېرېدو له ښځې متنفر کېږي او د ښځې حیثیت کمېږي. ښځې باید پوه شي، چې ګډ ژوند له مادیاتو بې‌انتها لوړ دی او هېڅکله په دې نه ارزي چې د مادیاتو لپاره خوږ ګډ ژوند تریخ او بې‌خونده شي.

درېیم: سړي د ښځو بې‌ځایه کینه نه خوښوي. کینه ممکن ځینې وخت د ناز په بڼه وي، چې ښځه پرځای له خاوند ځان خفه کوي. چې خاوند خپلې غلطۍ ته متوجه کړي. خو ځینې وخت کینه بې‌ځایه او په داسې مسایلو وي، چې هېڅکله په دې انه ارزي. په دې صورت کې خاوند د ښځې پر وړاندې بې‌حوصلې کېږي. په زړه کې یې د ښځې ځای کمېږي او د وخت په تېرېدو د خاوند د لرې‌کېدو لامل کېږي.

دا هم ولولئ

Writing an Essay – Suggestions That Will Help You With the Process

Writing an essay is a challenge, but after you’ve gotten over this first difficulty it …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *