کورپاڼه / افسانه / د امیدوارۍ مناسب وخت کوم دی؟

د امیدوارۍ مناسب وخت کوم دی؟

په وروستیو وختونو کې ډېری جوړې له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان وي، چې ډېر وخت یې ښځه نه امیدواره کېږي. ممکن د دې لاملونه ډېر وي. خو یو لوی لامل یې دا دی، چې جوړې نه پوهېږي. د امیدوارۍ لپاره مناسب وخت کوم دی؟ د ښځې له میاشتنۍ ناروغۍ وروسته څه وخت چې کوروالی وشي، نو د امیدوارۍ امکان زیات دی؟

همدارنګه بله لویه پوښتنه دا ده، چې که کوروالی وشي، د نارینه سپرم ته څه وخته ژوندی پاتې کېدلی شي؟ همدارنګه کله چې ښځې بدن کې تخمه واچول شي، تر څه وخته دا تخمه ژوندۍ وي، چې سپرم ورسره یوځای شي او ښځه امیدواره شي؟ په دغه لیکنه کې دې مهمو او اړینو پوښتنو ته ځواب وایو، لیکنه تر پایله ولولئ.

کله چې کوروالی وشي او د نارینه سپرم د ښځې جن سي غړي ته لاړ شي. له دوو څخه تر درېیو ورځو پورې ژوندی پاتې کېدای شي. که چېرته په دغه وخت کې ښځه تخمه واچوي، د امیدوارۍ امکان شته دی. خو تخمه یوازې ۱۲ تر ۲۴ ساعتونو پورې ژوندۍ پاتې کېدی شي. کله چې ښځه تخمه ازاده کړي. تر دغه ټاکلي وخته که د نارینه سپرم ورسره یوځای شو. نو ښځه امیدواره کېدلی شي، خو که تر ټاکلي وخته د نارینه سپرم ورونه رسېږي، تخمه مړه کېږي او په دغه میاشت کې د میدوارۍ چانس له لاسه وځي.

د امیدوارۍ د امکان زیاتولو لپاره د تخمې اچونې د وخت په اوږدو کې له یو ځل څخه ډېر کوروالی وکړئ. هرومرو یو سپرم برابرېدلی شي، چې امیدوارۍ وشي. همدارنګه له تخمې اچونې څخه یوه یا دوه ورځې مخکې او بیا د تخمې اچونې په ورځ هم کوروالی کول مناسب دی. په دې توګه به ډېر شمېر روغ سپرمونه په فالوپ لولې کې د تخمکې ازادېدو ته چمتو ولاړ وي.

البته په ښځو کې د تخمې د خوشې کېدو سم وخت نه دی معلوم. دا د هغوی میاشتینۍ دورې اوږودوالي پورې اړه لري. په ښځو کې په عامه توګه د تخمه اچونه د میاشتنئ ناروغۍ له پیلېدو څخه ۱۴ ورځې مخکې کېږي.

تاسو پام وکړئ، چې دا وخت د عام باور پر خلاف د ښځو د میاشتینۍ دورې په منځ کې نه دی. که د ښځو میاشتنۍ دوره ۲۸ ورځې وي (چې په ښځو کې د میاشتینۍ ناروغۍ منځنی وخت همدومره دی)، نو هغه وخت ویلی شو، چې تخمه اچونه کابو د دورې په منځ کې کېږي. خو که د بېلګې په توګه ستاسو دوره ۳۵ ورځې وي، نو د تخمې اچونې د دورې په منځ کې یعني په ۱۷ ورځ نه، بلکې په ۲۱ ورځې کې کېږي. که په دغه وخت کې کوروالی وشي، نو د امیدوارۍ امکان ډېر زیات دی.

دا هم ولولئ

په کومو ناوړو عادتونو د خاوند زړه له ښځې تورېږي؟

په ټول ژوند کې انسانان د نورو خلکو ځینې عادتونه دې ته مجبوروي، چې له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *