کورپاڼه / افسانه / د غېږې ورکولو له ګټو خبر یاست؟

د غېږې ورکولو له ګټو خبر یاست؟

په ګډ ژوند کې ډېر کسان له خپلې مېرمنې سره مینه لري. خو په دې نه پوهېږي، چې څنګه خپله مینه باندې خپله مېرمن پوه کړي. په ګډ ژوند کې چې مېرمن په دې باوري وي. چې خاوند یې ورسره مینه لري، د دې سبب کېږي. چې خاوند هم د خپلې ښځې لخوا ډېره مینه وویني. په دې سره به د ګډ ژوند اړیکه لا پیاوړې، د جوړو تر منځ به بې‌باروي ختمه او د باور په فضا کې به د خوښۍ ژوند ولري.

د ګډ ژوند اړیکې پیاوړې کولو لپاره په غېږ کې نیول د خبرو په پرتله ډېر غوره دي. هان که تاسو خپلې مېرمنې ته د (مینه درسره لرم) په سلګونه پیغامونه ولېږئ. هغه به دومر اغیزناکه نه وي، لکه څومره چې یو ځل هغه په غېږ کې نیول اغېزناک دي. د مېرمنې په غېږ کې نیول هغه په دې باوري کوي، چې خاوند یې ورسره مینه لري او ښځه هم ورته عمل کوي.

په غېږ کې نیولو تر څنګ د مېرمنې ښکلول بل اغېزناک کار دی، چې د ښځې د زړه ګټولو کې مهم رول لري. کله چې خاوند خپله مېرمن په غېږ کې نیسي او بیا یې ښکلوي. ښځه د پوره ډاډ او بارو احساس کوي، د مېړه په مینه پوره باوري کېږي او په دې سره د ښځې او خاوند تر منځ بې‌مثاله اړیکه پایېږي.

ډېری څېړونکي دا دعوه کوي، چې ۷۰ سلنه هغه ښځه او خاوند، چې په پرلپسې ډول یې غېږ کې نیول او ښکلول هېرېږي او ترې پاتې کېږي. نو جن سي اړیکې او کوروالي کې یې د خوند او ارام هېڅ څکه نه وي. دوی یوازې یوه فزیکي دنده ترسره کوي او د خوند او روان ارمتیا ته یې هېڅ هم نه وي کړي.

تر اوسه علومو هم دا معلومه نه شوه کړی. چې ولې موږ د غېږ ورکولو پر وخت ښه احساس کوو. کله چې تاسو خپله مېرمن غېږ کې نیسئ. نو فکر کوئ چې د نړۍ تر ټولو خوښ انسانان تاسو یئ. همدارنګه په غېږ کې نیول د بدن او روان هر ډول ستړیا له منځه وړي. او له دې سره مرسته کوي، چې ذهن، زړه او بدن د ارام احساس وکړي. همدارنګه غېږ کې نیول په انسان کې مثبته انرژي پیداکوي. چې د نورو خلکو په پرتله یې ذهني ټیکاو او ورځنۍ چارې څو چنده غوره وي.

دا هم ولولئ

په کومو ناوړو عادتونو د خاوند زړه له ښځې تورېږي؟

په ټول ژوند کې انسانان د نورو خلکو ځینې عادتونه دې ته مجبوروي، چې له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *