کورپاڼه / روغتيا / پالک د کولمو او سږو پړسوب ختموي
پالک

پالک د کولمو او سږو پړسوب ختموي

پالک په عمومي ډول خورا ډېرې ګټې لري،پالک د ویټامن A B, B 6، , K E او C په ګډون د مګنیزیم، فولیت، بیتاین آیرون، کلسیم، پوتاسیم، فولیک اسید، کاپر، پروتین، فاسفورس، زِنک، سولونیم، اومیګا۳، په درلودلو سره د ډیرو ګټورو خوړو له ډلې شمیرل کیږي.

هغه کسان چې د ویني له کمښت سره مخ دي کولی شي په تازه پالکو لږه مالګه واچوي او د تازه ترکارۍ په څیر یې وخوري، دغه چاره د میندوارو میرمنو لپاره هم ډېره ګټوره دهپالک ډېر زیات B3 ویټامینونه لري، چې له امله یې د پلاګرا ناروغۍ مخه نیول کېږي. پلاګرا هغه ناروغي ده، چې په بدن کې د B3 ویټامینونو د کمبود له امله راپیدا کېږي، چې نښې یې د بدن کمزوري، ذهني اختلال او بې هوښه کېدل دي.

پالک د وچې ټوخلې د له منځه وړلو، د سترګو د نظر د زیاتوالي او د اعصابو د قوت لپاره هم مفید درمل دي، د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي، د وينې فشار کموي، پوستکی روښانه ساتي، د بدن دفاعي سیستم پياوړى کوي.د یادونې وړ ده، چې پالک باید په سمه توګه پاخه شي او ښه ډېر تاوده شي، تر څو ویټامینونه یې په اوبو کې حل شي.

نورې ګټې یې په لاندې ډول دي:

-د پروټينو غني منبع ده، انتي اوکسیدنتAnti oxidant، او فایبر fiber هم په خپل ترکيب کې لري.

۲- د التهاب ضد دي.

۳- د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي.

۴- د سترګو لید ځواکمنوي.

۵- د وينې فشار کموي.

۶- پوستکی روښانه ساتي.

۷- هډوکو ته تقویت او پياوړتيا ورکوي.

۸-د بدن دفاعي سیستم پياوړى کوي.

۹- د ناروغيو په دفاع کې مرسته کوي.

۱۰- ماغزه پياوړي کوي.

۱۱ـ د پالکو اوبه د مفصلونو درد کموي او د کولمو قبضیت ختموي.

۱۲ـ د کولمو او سږو پړسوب ختموي

۱۳ـ وزن ورسره کمېږي او انسان ډنګروي

دا هم ولولئ

د مخ د ښکلا او تازه والي لپاره دا ماسکونه وکاروئ.!

دا د ټولو انسانانو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او صاف وي. …