کورپاڼه / ژوند / د حافظې ښه کولو لپاره څه په کار دي؟
حافظه

د حافظې ښه کولو لپاره څه په کار دي؟

ډېری کسان کله چې اړینې چارې یا شیان هېر کړي نو له خپلې حافظې شکایت کوي خو دا ډول هېرونه کمزورې حافظه نده. زمونږ مغز هر هغه څه په یاد کې لري چې مونږ یې تجربه کوو. ستونزه په دې کې ده چې مونږ رایادولی نشو او نه را په یادېدل خپل لاملونه لري.
له بل څه سره یو څه ته تړاو ورکوونه یوازې پنځه حسونه نه دي بلکې له پېښو سره هم که څه تړاو ولري په اسانۍ یې را یادولی شو لکه کمعقله کړنو سره د یو څه تړاو که چېرې داسې حالت بیا ووینو مونږ ته یې پخوانۍ بېلګې او ورسره مل نورې کړنې او خبرې رایادیږي.

بله طریقه یو څه ته د بل څه نوم کارول یا د یوې ځانګړې کلیمې کارونه لکه یوې شمېرې ته ۵۶۲ بېلګه ۵ = چمن ۶ = مېږې ۲ = شپونکی دا طریقه هم په حافظه کې د پرتو خبرو په رایادونه کې مرسته کوي. د رایادولو بله طریقه تکرار دی. څومره چې یو څه زیات تکرار کړئ همدومره یې ژر را په یادولای شئ.

۱ – کله چې یو څه هېر کړو لامل یې کمزورې حافظه نده بلکې مونږ د را په یادولو وړتیا نه لرو.

۲ – د را په یادولو لپاره زیاتې طریقې موجودې دي، ټولې طریقې د مغز د ښۍ برخې د انځور کوونې حصه کاروي.

۳ – که چېرې له خپلو پنځو حسونو سره یو څه ته تړاو ورکړئ نو په اسانۍ یې را په یادولای شو.

۴ – له لنډ مهالې حافظې څخه اوږد مهاله حافظې ته د انتقال لپاره تکرار اړین دى.

که چېرې مونږ چارې او یا نور څه ته له یوه ځانګړي بوي، غږ، لید او یا خوند سره تړا ورکړو نو په اسانۍ سره یې را په یادولای شو. په دې اړه څېړنې هم شوي.

د یوه ښونځي هغو زده کوونکو ته چې د ازموینې لپاره یې چمتوالی نیوه د زده کړو پر وخت معطره شوی چاکلیټ ورکړل شوی وو او د ازموینې په ورځ زده کوونکي په دوه ډلو ووېشل شول یوې ډلې ته بیا هماغه معطره یا بوی لرونکی چاکلیټ ورکړل شو او دوېمې ډلې ته یې ورنکړل. کومې ډلې چې په دواړو ورځو چاکلیټ خوړلی وو تر نورو یې زیاتې پوښتنې ځواب کړې وې.

دا هم ولولئ

ژوند

ژوند مو ښکلی کړئ!

ژوندونه مختلف نه دي، له ژونده د خلکو غوښتنې بیلابیلې دي، ځينی له ښار د …