کورپاڼه / افسانه / د خفګان پر وخت د ژوند ملګري یوازې پرېښودل څه خطر لري؟

د خفګان پر وخت د ژوند ملګري یوازې پرېښودل څه خطر لري؟

په ورځنیو چارو او ژوند کې هرومرو داسې شېبې راځي، چې انسان پکې خفه وي. د خفګان پر وخت که یو څوک یوازې پاتې شي. ستونزه او خفګان یې ونه پوښتل شي، په خبرو بوخت نه کړل شي او د خفګان او یوازېتوب له جال نه راونه وېستل شي. د دوی خفګان به څو چنده شي. د کورنۍ له غړو او حتی د ژوند له ملګري/ملګرې به یې زړه موړ شي او فکر به کوي چې د ژوند شریک یې په خفګان یې خوښ دی/ده.

کله چې ګومان کوئ خاوند/ مېرمنه مو خفه ده، نو دې ته په تمه مه پاتې کېږئ، چې هغه خبرې پیل کړي. بلکې هڅه وکړئ چې تاسو خبرې پیل کړئ او د هغوی چوپتیا ماته او ځان سره یې بوخت کړئ. کله چې تاسو خبرې پیلوئ، د هغې نیمه اندېښنه او ستونزې کموئ. هغوی ته چې ستونزو کوم خفګان وراچولی، بلخوا یوازېتون د کمی احساس ورکړی. خو دا چې تاسو هغوی سره پیل کړئ، لومړی راحت په دوی دا راشي. چې د دوی د یوازېتوب احساس له منځه ځي او فکر کوي، د ستونزو پر وخت ملاتړي لري.

دویم ښه احساس دا ورپیداکېږي. چې ډاډ ترلاسه کوي، چې د خبرو په پایله کې به د دوی د ستونزو لامل څرګند شي او حتی ستونزې به یې حل شي. په دې احساس سره د هغوی هیلې ډېرې ژوندۍ کېږي او خپل خفګان په حل کېدو ویني.

هر کله چې داسې احساس کوئ، چې د هغې خبرې قطع کول یا سمول غواړئ، سمدستي له دې کار څخه ډډه وکړئ. هېڅکله په خفګان کې راګېر کس ته دا مه ورښکاروئ، چې هغوی په غلطه دي. ځکه هغوی خو له مخکې په خفګان کې ګېر دي، که ستاسو د دوی غلطي هم وراضافه کړئ. ممکن د دوی خفګان دوه چنده شي. نو د دې پر ځای د هغوی خبرې واورئ، د هغوی ستونزې واورئ، د ستونزو په حل کې د مرستې ډاډ ورکړئ او مرسته ورسره وکړئ.

که هغه نه غواړي، چې خبرې وکړي. نو له هغه/هغې ډېرې پوښتنې وکړئ او خبرو کولو ته یې وهڅوئ. که کومې خبرې باندې پوه نه‌شوئ، بیا پوښتنه وکړئ. په هر ډول چې وي، په خبرو یې راولئ. د خفګان علت یې معلوم کړئ او د ستونزو په حل یې ډاډه کړئ. دا کار ستاسو جوړې ته دا ښایي، چې تاسو ورته غوږ یاستئ او تاسو یې تر څنګ یاستئ.

دا هم ولولئ

په کومو ناوړو عادتونو د خاوند زړه له ښځې تورېږي؟

په ټول ژوند کې انسانان د نورو خلکو ځینې عادتونه دې ته مجبوروي، چې له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *