کورپاڼه / افسانه / په ژوند کې د څار او شک خطرناک زیانونه!

په ژوند کې د څار او شک خطرناک زیانونه!

ډېری مېرمنې په دې اندېښنه کې وي، چې خاوند یې له بل چا سره اړیکه ونه لري. تل په همدې هڅه کې وي، چې د هغه تلیفون وڅاري. له هغه نه عجیبې پوښتنې کوي او عجیبې خبرې کوي، په کور او بهر کې د هغه په څار بوخته وي.

همدارنګه ځینې سړي هم پخپلو ښځو بې‌باوره وي. وېره لري چې ښځې یې له ده سره خیانت ونه کړي او بل چا سره اړیکه ونه لري. په همدې موخه د ښځې په کړنو شک کوي. هغه څاري، په هغې باندې بندیزونه لګوي او هغه په دې پوهوي چې شک درباندې لرم. او له بېلابېلو لارود هغې څارنه کوي.

دا چې دغه څار او شک د ګډ ژوند اړیکو باندې څه ډول اغېز پرېباسي او د ښځې او خاوند تر منځ راتلونکی ژوند به له کومو پړاوونو سره مخ کړي، په دغه لیکنه کې لنډ وضاحت پرې وړاندې کوو.

یو بل باندې څار او شک مه کوئ، ځکه څار او شک سکون او ارام له منځه وړي. کله چې د ګډ ژوند اړیکه کې څار او شک رامنځته شو. که حالت څومره هم عادي او بې‌ستونزې وي. خو په دغه اړیکه کې سکون او ډاډ نه شي ترلاسه کېدلی. که کله هم ښځه په خاوند باندې شک ولري او څار پسې کوي. که ښځې ته په څار کې هېڅ ثبوت او هېڅ شی هم په لاس ور نه‌شي. خو دا به له خپل خاوند نه د ډاډ احساس ونه کړي او تل به همدې شک ناارمه کړې وي، چې خاوند یې له دې سره سم نه دی. همدارنګه که خاوند په ښځې پسې څار کوي او شک پرې لري، که حالت څومره هم عادي او بې‌خطره وي، خاوند به د ډاډ احساس ونه کړي او تل به یې همدا اندېښنه کړوي.

څار او شک په ګډ ژوند کې صمیمیت او باور له منځه وړي. که څه هم حالت هېڅ د اندېښنې نه وي. خو څار انسان پخپله جوړه باندې بې‌باوره کوي، د هغه/هغې پر وړاندې د ده صمیمانه رویه ختموي، هر وخت به زشته او غوسه‌ناکه رویه ورسره کوي او په ګډ ژوند کې د صمیمیت ریشې له بېخه باسي.

څار او کنټرول یو خبره منونکی ماشوم په ضدي ماشوم. یوه وفاداره مېرمن په خیانت کاره مېرمن او یو مسوولیت منونکی همکار په دوه مخي انسان بدلوي. دا ځکه چې یوه مېرمن یا خاوند په ګډ ژوند کې څومره هم صادقه وي. خو مقابل اړخ د ده په شخصیت شک او څار کوي، هغه له خپلو کړو پښېمانه کېږي او خپلو ښو کړنو ته په بدو بدلون ورکوي.

هېڅ څه هم په زور او شک باندې نه ښه کېږي. یو بل ته باید اجازه ورکړو، چې په ازاده او ریښتوني ډول یو بل سره واوسو. تل باید پخپله وفا او خپلې پاکۍ سره نورو ته وروښایو چې باید هغوی هم درسره پاک او وفادار وي. که ګډ ژوند ته مو څار او شک ورغی، د ژوند ټول خوندونه به مو ونړېږي او یو تریخ ګډ ژوند سره به مخ شئ.

دا هم ولولئ

په کومو ناوړو عادتونو د خاوند زړه له ښځې تورېږي؟

په ټول ژوند کې انسانان د نورو خلکو ځینې عادتونه دې ته مجبوروي، چې له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *