کورپاڼه / افسانه / نیوکه څنګه وکړم چې لانجه هم جوړه نه شي؟

نیوکه څنګه وکړم چې لانجه هم جوړه نه شي؟

د ګډ ژوند په لړ کې هرومرو داسې مسایل راځي، چې د یوه اړخ په طبیعت برابر نه وي، ممکن دا کړنې او یا خبرې وي. هر وخت چې په چارو او خبرو کې د طبیعتونو ټکر راځي، امکان شته چې خبره لانجې او خفګان ته لاړه شي.

هغه ښځې چې د خاوند له کړنو یا خبرو ناراضه وي، یا یې په طبیعت برابرې نه وي. څه ورته پکار دي، چې هم دغه ستونزه حل شي او هم د جوړو تر منځ د خفګان سبب نه شي؟ په دغه لیکنه کې په یادو مسایلو لنډ بحث لرو.

که تاسو په خپل خاوند باندې د نیوکې پر ځای هغه ته وړاندیز وکړئ، نو دا به ډېر اغیزناک وي. لکه: د دې پر ځای چې هغه ته ووایئ: ولې ما چکر ته نه وړې!؟ هغه ته ووایئ، چې: که ما چکر ته بوځې، زه خوشحالېږم.
یا د دې پر ځای چې تاسو هغه ته ووایئ: ولې ناوخته کور ته راغلې، تر اوسه چېرته وې؟
داسې ویلی شو، چې: ډېره ووېرېدم، ډېره درته اندېښمنه وم، کومه پېښه راپېښه شوې وه، چې ناوخته راغلې؟

د انسان طبیعت داسې دی، چې که قانع هم وي، چې غلطي کوي او په غلطه دی، خو ډېری خلک د هغوی غلطیو باندې نیوکه نه شي زغملی، غوسه کېږي. خو د مېرمنو لپاره د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره یوه ګټوره لاره دا ده، چې خاوند باندې د نیوکې پر ځای هغه ته وړاندیز وکړل شي. په دې سره به هم ستونزه حل شوې وي او هم به د خفګان مخه نیول شوې وي. په دې توګه به تاسو خپل معلومات هم ترلاسه کړئ او خپل خاوند ته به واک هم ورکړئ.

دا هم ولولئ

په کومو ناوړو عادتونو د خاوند زړه له ښځې تورېږي؟

په ټول ژوند کې انسانان د نورو خلکو ځینې عادتونه دې ته مجبوروي، چې له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *