کورپاڼه / سينما / اکشى کمار: زه خو هر سهار د غوا متيازې څښم
اکشى کمار

اکشى کمار: زه خو هر سهار د غوا متيازې څښم

د هندي فلمونو مشهور هنرمند اکشى کمار تازه په خپله يوه مرکه کې دا خبره کړې ده، چې هغه هر سهار د غوا متيازې، د درملو په موخه هر سهار څښي.

اکشى کمار اوسمهال د خپل يو راتلونکي فلم د ثبت لپاره سکاټلېنډ ته تللى دى.

تر دې مخکې، اکشى کمار په مشهوره خپرونه (دي وايلډ ويد بير ګرلز) کې ګډون کړى و، چې دا خپرونه په ځنګل کې ثبتېږي، چې هلته يې د فيل له خوشايو پوخ شوى چاى هم څښلى و چې په ټولنيزو رسنيو کې يې په اړه ډېرې تبصرې کېدې.

په وروستۍ مرکه کې کله چې کوربنې له اکشى کمار نه پوښتنه وکړه، چې د فيل له خوشايو پوخ شوى چاى يې څنګه وڅښه؟ نو اکشى کمار ورته وويل، چې هغه د دې چاى د څښلو پر مهال له هېڅ مشکل شره مخ نه شو، ځکه چې هغه هر سهار د غوا متيازې څښي، نو دا د هغه لپاره کومه لويه خبره نه وه.

اکشى کمار ٢

اکشى کمار په تېرو وختونو کې هم په خپلو ځينو مرکو کې دا يادونه کړې ده، چې هغه هېڅ کله هم انګرېزي درمل نه خوري او د هغه د ښې روغتيا لامل دا دى چې هغه کورني درمل يا هوميوپيتک درمل کاروي.

اکشى کمار وايي، چې هغه د ماښام ډوډۍ پنځه بجې خوري او له هغه وروسته بيا هېڅ نه خوري. خو په وروستۍ مرکه کې هر سهار د متيازو څښلو په تړاو د هغه په خبرو په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر بحثونه شوي دي.

اکشى کمار چې د (کهلاړي)، (مين کهلاړي تو اناړي)، (سب سى بړا کهلاړي) او (کهلاړيون کا کهلاړي) په څېر فلمونو کې يې کار کړى دى نو هغه ته (مسټر کهلاړي) هم ويل کېږي.

په ټولنيزو رسنيو کې د هغه په دې کار ډېرو خلکو نيوکې هم کړې دي، يو کس ليکلي دي چې د اکشى کمار راتلونکى فلم به (متيازې څنګه وڅښو؟) په نوم وي.

همدا راز ځينو کسانو ليکلي دي، چې هغه ښځينه هنرمندانې چې اکشى کمار په فلمونو کې ښکلوي، د اکشى کمار له دې خبرې وروسته به هغوى دا څه ډول ښکل کړاى شي؟

بل لوري ته ځينو کسانو ليکلي دي، چې اکشى کمار ښايي دا خبره له دې امله کړي وي، چې په هند کې د بي جى پي حکومت دى او دا ډله سختدريځه هندوان دي، نو ښايي اکشى کمار د دوى لپاره دا خبره کړې وي تر څو ځان يو ښه هندو ثابت کړي.

اکشى کمار او هما قرېشي

د يادولو وړ ده چې اکشى کمار نن سبا د خپل راتلونکي فلم (بيل باټم) د ثبت لپاره په سکاټلېنډ کې دى. په دې فلم کې له هغه سره هما قرېشي او لارا دته هم کار کوي، چې دا فلم به په راتلونکي کال کې نندارې ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ

اکشې

  هغه فلمي ستوری ده چې هر فلم کې یې یو لوی پیغام وي دلته یې په اړه پوی شئ

اکشې کمار د هند هېواد د پنجاب ايالت د امرستر په یوه پنجابي کورنۍ کې …