کورپاڼه / روغتيا / ککړه هوا د دماغو یوه مهمه برخه «فرنټل کارټیکس» اغیزمنوي
هوا

ککړه هوا د دماغو یوه مهمه برخه «فرنټل کارټیکس» اغیزمنوي

د چاپیریال ککړتیا له کبله هر کال له ۴۰ زرو زیات کسان ژوند له لاسه ورکوي چې زیاتره برخه یې کوچنیان دي، ځینو نورو څیړنو دغه شمېره له دې هم لوړه ښودلې ده.

یو شمېر څیړنو پخوا ثابته کړې چې ککړه هوا یا د چاپیریال ککړتیا انسان په تنفسي ناروغۍ اخته کوي او د بدن نورو غړو ته خطرناکه ثابتیږي خو اوس پوهانو خبرداری ورکړی چې ککړه هوا کم عمره ماشومان په رواني ناروغیو اخته کوي.

د هارورډ پوهنتون په رپوټ کې ویل شوي چې په عمومي توګه په ګڼ میشتو او په هغو سیمو او هغو ښارونو کې چې هوا یې ککړه ده، د کورونا وېروس مړینې له همدې وضعیت سره ربط لري.

د رواني ناروغیو پوهان وایي چې ککړه هوا د دماغو یوه مهمه برخه «فرنټل کارټیکس» اغیزمنوي، دغه ماده د بوی کولو په حس کې مهم رول لري، او همدغه څيز انسان وهمي کوي او په رواني ناروغۍ یې اخته کوي.

د برتانیې په لندن کالج کې د ککړې هوا او دماغي توازن خرابتیا په اړه یوه څیړنه ترسره شوې، چې په کې تر ۲۰۰۰ زیات کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کالو کم وو شامل شوي.

له دې څخه ۳۰سلنه کوچنیان پر داسې رواني ناروغۍ اخته وو چې وهمي احساس یا یې دماغو ته بیځایه اوازونه اوریدل کیدل، دغه کسان د برتانیې هېواد په داسې سیمه کې اوسیدل چې د نورو سیمو په پرتله یې هوا په لوړه کچه ککړه وه.

په کومو سیمو کې چې د ډیزل استعمالونکو موټر په دوامداره توګه نایتروج اکسایډ خارجوي ددغې سیمې له شلو څخه ۱۲ کسانو پر ذهني یا رواني ناروغۍ اخته کیدل منلي دي، خو په نورو سیمو کې له شلو څخه یوازې ۷ کسانو دغه شکایت کړی دی.

که څه هم پوهان اوسمهال د رواني ناروغۍ او ککړې فضا ترمنځ د ژورې اړیکې درلودلو په ویلو کې زړه نا زړه دي او د لا دقیقې څیړنې خبر ورکوي، خو وایي چې دا هم د رواني ناروغۍ یو ستر لامل کیږي.

له مخې کابل د نړۍ لومړی ښار دی چې ککړه هوا لري، دغه ښار ۳۵۳ درجې ککړه هوا لري چې په نړۍ کې ساری نه لري، د پاکستان لاهور ښار، د هند دهلي ښار، د بنګلدیش ډهاکه ښار او د هند ځینې نور ښارونه په ککړه هوا او یا د چاپیریال ککړتیا په پراخه کچه لري.

د یادولو ده چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي په نړۍ کې هر کال د ککړې هوا له امله شاوخوا ۷ ملیونه کسان مړه کیږي.

دا هم ولولئ

د مخ د ښکلا او تازه والي لپاره دا ماسکونه وکاروئ.!

دا د ټولو انسانانو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او صاف وي. …