کورپاڼه / ژوند / حبيب الله رفيع ۷۵ کلن شو
رفیع

حبيب الله رفيع ۷۵ کلن شو

ښاغلی رفيع د نصرالله نقشبند زوی، په ۱۳۲۴ لمريزكال د وردگو ولايت دسيدآبادپه والسوالۍ کې د آبدرې نومي يوه كلي كې زيږېدلی دی. حبيب الله رفيع دافغانستان يو پيژندل شوی ادبي، فرهنگي او ټولنيز شخصيت دى. د افغانستان په لیکني رسنيو او خپرونو كې يو گړندی لیکوال دی او هر ډول تاريخي، ژبنيز، گروهيرز او فلسفي لیکنې ېې کړې دي. د هېواد د هرې ورځپاڼې او مجلې پاڼې چې واړوې نو د ښاغلي حبيب الله رفیع ليكنې به د سرلیک په توگه پکې وموندل شي. همدا رنگه كه د راډيو غوږ تاو كړﺉ نو په يوه نه په يوه څپه كې به ېې غږ اورېدونکي واوري.

نوموړی په اوسني پير کې تر ډېره بريده په ورځنيو سياسې، ادبې او فرهنگي مسايلو خپلې څېړنيزې ویناوې وړاندې کوي او په تدريسي بحثونو کې په علمي کره کتنو رڼا اچوي. ليکوال حبيب الله رفيع ته دوې ادبي جايزې، دوه د سرو زرو مډالونه او يو د لويې جرگې مډال هم وركړل شوی دی.

ښاغلی حبيب الله رفيع په افغانستان کې د اوسمهال د ادب د ډگر د نويو ځوانانو د روزنې په برخه كې ډير بوخت دی. دی له هغو ځوانانو سره، چې د رسنيو نړۍ ته نوي ورغلي، په ادبي سمونو کې ډېر زيار باسي او د هغوی په فرهنگي روزنه کې ېې ونډه لرلې ده، استاد له پېنځه كلنۍ څخه له خپلې اروښادې خور څخه د پښتو ژبې شعرونه او ادبې متنونه اورېدل او بيا به يې په خپله لوستل. په يوولس كلنۍ كې يي په خپله د پښتو شعرونو ليکل پيل كړل.

استاد حبيب الله رفيع پر گڼ شمېر چاپ شويو اثارو، چې لاندې وړاندې شوي، د ۸۰۰ په شاوخوا كې مقالې ليكلې دي. هغه د سلو په شاوخوا كې په علمي، ملي او نړيوالو سيمينارونو كې برخه اخیستې ده؛ دغو سيمينارونو ته يې رسالې وړاندې كړې او دفاع يې ترې كړې ده.
تر پېنځو سوو زياتو سمينارونو کی گډون:

د ۱۰۰ شااوخوا كې علمي، ادبي، ملي او نړيوالو سمينارونو كې گډون، مقالې اورول او دفاع كول.

ځیني چاپ شوي ااثار یې:

۱ـ سكروټې (شعري مجموعه) د ۱۳۴۵ كال چاپ.

۲ـ برېښ (شعري مجموعه) د ۱۳۴۶ كال چاپ، افغان ملت.

۳ـ د خلكو سندرې، د ۱۳۴۹ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.

۴ـ د هوتكو نارې، د ۱۳۴۹ كال چاپ، پښتون كتابفروشي.

۵ـ  د پښتو پخوانۍ تذكرې، د ۱۳۵۰ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.

۶ـ د تاريخ ټولنې كتابونه، د ۱۳۵۱ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.

۷ـ د جمهوريت وږمې، د ۱۳۵۲ كال چاپ، پښتو ټولنه.

۸ـ پښتو پانگه لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه.

۹ـ  ادبي ستوري لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه.

۱۰ـ تېر يادونه (شعري مجموعه) د ۱۳۵۴ كال چاپ، تاريخ ټولنه.

۱۱ـ د روښان ياد (شعري مجموعه)، د ۱۳۵۵ كال چاپ، تاريخ ټولنه.

۱۲ـ خواجه عبدالله انصاري او د ده مناجاتونه، ۱۳۵۵، د پښتو د انكشاف رياست.

۱۳ـ پښتو پانگه (دويم ټوك) د ۱۳۵۶ كال چاپ، پښتو ټولنه.

۱۴ـ پښتو خپرونې، ۱۳۵۶ كال، د پښتو د انكشاف رياست.

۱۵ـ پښتو كتابښود، ۱۳۵۶ كال، د بيهقي كتاب خپرولو مؤسسه.

۱۶ـ د پښتونخوا د شعر هاروبهار (ژباړه او ترتيب) ۱۳۵۶، ننگرهار مجله.

۱۷ـ معرفة الافغانى (سريزه او ترتيب) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه.

۱۸ـ د رحمان بابا دېوان (سريزه) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه.

۱۹ـ په افغانستان كې د ژورناليزم تاريخچه ۱۳۵۶، د تاريخ او ادب ټولنه.

۲۰ـ د سره غره گلونه، ۱۳۵۷، د امان كتاب خپرولو مؤسسه.

دا هم ولولئ

ژوند

ژوند مو ښکلی کړئ!

ژوندونه مختلف نه دي، له ژونده د خلکو غوښتنې بیلابیلې دي، ځينی له ښار د …