کورپاڼه / ورځنۍ چارې / د واده شویو ښځو د بې‌لارۍ لامل څه شی دی؟

د واده شویو ښځو د بې‌لارۍ لامل څه شی دی؟

د کورنیو ستونزو له ډلې یوه ډېره پراخېدونکې ستونزه د واده شوې ښځې بې‌لاري ده، چې خاوند سره یې ژوند متنفر او له کرکې ډک وي، هڅه کوي، چې خاوند سره خیانت وکړي، نورو نامحرمو سړیو سره اړیکې جوړې کړي او حتی له پریو سړیو سره ناوړه اړیکې ونیسي.

دا چې د ناوړه او پراخېدونکې ستونزې اصلي لامل څوک دی؟ ایا ستونزه په ښځه کې ده، هغه داسې ناوړه کارونو ته لاس اچوي؟ او که نور لاملونه شته چې ښځه داسې بې‌لاریو او بداخلاقیو ته مجبورېږي؟ په دغه لیکنه د دغو اړینو پوښتنو ځواب موندلی شئ.

د ډېریو واده شویو ښځو د بد اخلاقۍ او بې‌لارۍ یو جدي لامل د مینې نه‌شتون دی. که هغوی ته د مینې اظهار ونه شي، نو د هغوی د بد اخلاقۍ لامل کېږي، هغوی فکر کوي، چې خاوند یې ورسره مینه نه لري، خاوند یې ورته اړتیا نه لري، خاوند یې اړتیاوو ته ځواب نه وایي او خاوند ورته د ښځې په سترګه نه ګوي. نو همدا فکرونه او خیالونه د دې سبب کېږي، چې د ښځې پام له خاوند واوړي، نورو نامحرمو ته مخه کړي او له ناوړه لارو د خپلو جن سي اړتیاوو د پوره کولو په فکر کې شي.

له بده مرغه ډېری نارینه خپلو خبرو ته پام نه کوي او دا خپل شان خلاف ګڼي. هغوی دا شرم ګڼي او یا یې د ځان کموالی ګڼي، چې ښځې ته د مینې خبرې وکړي، په خبرو سره د هغې زړه ترلاسه کړي او په دې یې ډاډه کړي چې ارزښټ ورکوي او مینه درسره لري.

خپلې مېرمنې ته مو ووایئ چې مینه درسره لرم. تل د مینې خبرې ورته کوئ، هغوی ځانته مه پرېږدئ، هېڅکله ترې بې‌پروا کېږئ مه.

دا هم ولولئ

د نکاح نوی ډول چې موقتي نکاح ته ورته دی!

په عربستان کې له تړون پرته ودونه یا مسیار څه‌ ناڅه د لنډمهالي واده په …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *