کورپاڼه / افسانه / د پلار ارزښت په لنډو ټکو کې!
پلار

د پلار ارزښت په لنډو ټکو کې!

د ژوند سایه د اولاد او کورنۍ یواځنی سرپرست چې د خپل اولادونو او کورنۍ لپاره هر ډول ستونزې زحمتونه ګالي. هغه بل څوک نه، پلار دی.پلار هغه څوک دی چې ګوندې هېڅ کله درته ونه وایي چې راباندې ګران یې، خو تل به دا خبره په خپلې فداکارۍ ثبوت کړي. کله چې وایو پلار مې د ژوند سایه ده، هو بالکل چې همداسې ده،

پلار جان ته د اولاد هغه د ابا یا بابا غږ سکون ورکوي، په زړه یې خوږ لږیږي . پلار یوه لویه هستي ده خو ددې هستۍ په ارزښت هغه څوک پوهیږي چې پلار جان یې له لاسه ورکړی وي. کولی شئ له هغو چې خپل پلار یې له لاسه ورکړی د پلار ارزښت پوښتنه وکړئ. خو ډاډه اوسئ،  که د پلار په ارزښت پوی شوې نو بیا به تل ورته درناوی کوې.

د پلار ارزښت دلته په ځینو کرښو کې ذکر شوی:

ـ پلار کله چې پر اولاد پانګونه کوي پوه شه چې خپل ځان یې په بشپړه توګه بی برخې کړی.

ـ پلار کله چې خندي پوه شه چې خوښ کړی دې ده .

ـ پلار دې  کله دې خواشینی ولیده پوه شه چې نصیحت ته یې نه یې غوږ شوی.

ـ که کله پلار دې یې د اطاق ور ځان پسې وتړه پوه شه خفه دی او ژاړي.

ـ کله دې چې خپل اواز ورباندې لوړ کړه پوه شه لکه وژلی دې وي.

ـ که پلار دې په تا غوسه کېږي مینه درسره لري.

ـ  کله که په تا فشار راوړي ستا خیر غواړي.

ـ  که کله یې چوپتیا غوره کړې وه ستا راتلونکي ته فکر کوي.

ـ که کله پلار دې ځان لاله هاند او ستومان احساس کړ پوه شه درڅخه ناراضه دی.

ـ کله دې چې ولیده مړ شو او نور و نه توانیده درسره خبرې وکړي پوه شه چې لوی ملاتړ دې له لاسه ورکړ, او په ژوند کې دې داسې یوه تشه پیدا شوه چې هیڅکله به د پلار په یادونو ډکه نه شي.…

دا هم ولولئ

Cleopatra On the internet Slot

On the internet Actions gambling features received big overall appeal and then acclaim a lot …