کورپاڼه / سينما / عامر خان ته د ټلويزيوني خپرونې د يو Episode لپاره ٣٠٠ ميليونه روپۍ وړانديز شوى
عامر خان

عامر خان ته د ټلويزيوني خپرونې د يو Episode لپاره ٣٠٠ ميليونه روپۍ وړانديز شوى

د هندي سينما مخکښ هنرمند عامر خان چې په مسټر پرفيکشنسټ هم پېژندلى کېږي، هغه بې له شکه چې د هندي فلمونو يو له مخکښو هنرمندانو څخه دى، چې که څه هم په يو کال يا دوه کاله کې يو فلم نندارې ته وړاندې کوي، خو هر يو فلم يې بيا نوي ريکارډونه جوړوي.

عامر خان نه يوازې دا چې د خپلو فلمونو له لارې ولس او خلکو ته ډېر ښه پېغامونه وړاندې کړې دي، بلکې هغه د ټلويزيوني خپرونې (ستى مى وجيتى) له لارې هم د داسې ټولنيزو ستونزو پر وړاندې غږ پورته کړ، چې خلکو ډېر وستايه.

د (ستى مى وجيتى) خپرونه يوازينۍ هغه ټلويزيوني خپرونه ده چې عامر پکې ګډون کړى او د دې خپرونې کوربه توب يې کړى دى.

خو د هندي رسنيو د تازه راپورونو په وېنا، عامر خان ته يو ځل بيا د يادې خپرونې د کوربه توب وړانديز شوى دى او دا ځل ورته د يو Episode يا د يوې ورځې د قسط لپاره د ٣٠٠ ميليونه هندي روپيو وړانديز شوى دى.

عامر خان د (ستى مى وجيتى) د پخوانيو پړاوونو کوربه توب هم ترسره کاوه او دا د هغه خپله ځانګړې مينه او کار و، چې دغه خپرونه يې په هند کې له ځانګړو خپرونو څخه کړه.

د يادې خپرونې د هرې برخې لپاره ځانګړې څېړنه ترسره کېده او د ټولنيزو ستونزو په تړاو به پکې غږ پورته کېده، چې عامر خان له دې لارې د ډېرو خلکو سره مرسته وکړه.

د عامر خان مينه وال له هغه سره له دې امله هم ډېره مينه لري، چې نوموړى د ولس ټولنيزو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کوي او ياده خپرونه يې هم ځانګړې په همدې برخه کې وه.

د يادولو وړ ده چې عامر خان اوسمهال د خپل راتلونکي فلم (لال سينګ چډا) لپاره په ثبت بوخت دى، څه ورځې مخکې هغه د دې فلم د ثبت لپاره ترکيې ته هم تللى و، چې غوښتل يې هلته هند ته ورته ځايونه پېدا کړي او د فلم پاتې برخې ثبت کړي.

دا هم ولولئ

اکشې

  هغه فلمي ستوری ده چې هر فلم کې یې یو لوی پیغام وي دلته یې په اړه پوی شئ

اکشې کمار د هند هېواد د پنجاب ايالت د امرستر په یوه پنجابي کورنۍ کې …