کورپاڼه / سينما / د اکشي کمار ٥٣مه کليزه؛ د هندي سينما دا مخکښ لوبغاړى وپېژنئ
اکشى کمار

د اکشي کمار ٥٣مه کليزه؛ د هندي سينما دا مخکښ لوبغاړى وپېژنئ

په هندي سينما کې اکشى کمار يو له هغه هنرمندانو څخه دى، چې تر نورو ټولو ډېر کار کوي، د هغه هر کال تر نورو ډېر فلمونه راځي او همدا راز تر نورو ډېرې پېسې هم ګټي، چې سږکال د نړۍ په ١٠ هغه هنرمندانو کې يې هم نوم راغلى و، چې تر ټولو زياتې پېسې يې ګټلې وې.

اکشى کمار چې په ١٩٦٧ کال کې د سپتمبر په ٩مه نېټه د هند په امرتسر کې زېږېدلى و، د زېږېدو پر مهال پرې مور و پلار راجيو هري اوم بهاټيا نوم ايښى و.

د هغه پلار يو پوځي افسر و.

اکشى کمار له ماشومتوبه له ورزش سره مينه درلوده، له زده کړې سره يې ډېره مينه نه وه او په هلکوانۍ کې يې د کراټو زده کړو ته مخه کړه. وروسته بيا هغه د مارشل ارټس زده کولو لپاره د تايلېنډ بېنګکاک ته هم ولاړ او هلته يې رسمي زده کړې ترلاسه کړې.

هغه په تايکواندو کې بلېک بيلټ هم ترلاسه کړى دى، خو کله چې ترې پلار غوښتنه وکړه، چې هغه څه غواړي چې په ژوند کې يې وکړي، نو نوموړي ورته وويل، چې غواړي په فلمونو کې کار وکړي.

اکشى کمار په خپله ځوانۍ کې په هند، تايلېنډ او بنګله دېش کې بېلا بېلې دندې ترسره کړې، هغه همدا راز په هوټلونو کې هم کار وکړ او نورو بېلا بېلو برخو کې يې کارونه وکړل، چې وروسته يې بيا په هند کې د مارشل ارټس د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه.

اکشى کمار ١

د هغه په شاګردانو کې د يو هلک ورور د ماډلنګ په يوه اېجنسۍ کې کار کاوه، چې اکشى کمار هم د هغه په مرسته ماډلنګ ته راغى او په دوه ورځو کې يې دومره پېسې وګټلې، چې دومره يې د ټولې مياشتې معاش هم نه و.

وروسته هغه د ماډلنګ تر څنګ په فلمونو کې د مرکزي هنرمندانو تر شا ډېر وخت نڅا هم وکړه او هغه ورځ د هغه لپاره مهمه وه، کله چې د يو فلم ثبت ته روان و، خو له الوتکې پاتې شو، وروسته هغه فلم سټوډيو ته لاړ او هلته په لومړي ځل هغه ته په (ديدار) فلم کې د مرکزي اداکار کردار ورکړل شو.

خو په ١٩٩١ کال کې د اکشى کمار لومړنى فلم د (سوګند) په نوم و چې نندارې ته وړاندې شو، په همدغه کال کې هغه په (ډانسر) کې هم کار وکړ، خو خلکو خوښ نه کړ، ورپسې د عباس مستان په فلم (کهلاړي) کې د هغه کار کول و، چې هغه يې په خلکو وپېژنده.

اکشى کمار او کرينه کپور

اکشى کمار په هندي سينما کې په پيل کې د (کهلاړي) په نوم وپېژندل شو، چې په ياد نوم د هغه ډېر فلمونه راغلل او ټول فلمونه يې خلکو ډېر خوښ کړل.

نوموړي له پيل راهيسې په ډېرو فلمونو کې کار کاوه او هر کال به يې څو فلمونه نندارې ته وړاندې کېدل، چې اوس يې هم همدې کار ته دوام ورکړى دى.

له ٢٠٠٠م کال څخه راوروسته اکشى کمار د اېکشن فلمونو ترڅنګ کومېډي فلمونو ته هم مخه کړه او په کومېډي فلمونو کې يې هم ځانګړى نوم پېدا کړ.

همدا راز هغه د ټولنيزو ستونزو په تړاو هم په ډېرو فلمونو کې کار وکړ، چې نه يوازې خلکو ډېر خوښ کړل، بلکې د هغه ستاينې هم ډېرې وشوې او همدا راز سترې جايزې يې هم ترلاسه کړې.

اکشى کمار په ٢٠٠١ کال کې د هندي سينما مشهورې هنرمندې ټوينکل کهنه سره واده وکړ، چې د راجيش کهنه او ډمپل کپاډيا لور وه. دوه اوس دوه ماشومان هم لري.

اکشى کمار او ټوينکل کهنه
اکشى کمار او مېرمن يې ټوينکل کهنه

اکشى کمار ته په ٢٠٠٩ کال کې د هند ستره جايزه (پدما شري) ورکړل شوه. همدا راز د کاناډا هېواد نوموړي ته افتخاري تابعيت هم ورکړ.

اکشى کمار له اداکارۍ پرته د فلمونو جوړولو ته هم مخه کړه او يو شمېر فلمونو باندې يې مصارف وکړ، همدا راز په ټلويزيون کې يې هم ډېرې خپرونې وکړې او بريالۍ خپرونې يې ترسره کړې.

اکشى کمار د هندي سينما يو له هغه هنرمندانو څخه دى چې په ٥٣ کلنۍ هم کې هم ډېر چابک او چوست دى، هغه سهار ٤ بجې له خوبه پاڅېږي او څو ساعته ورزش کوي، هغه اوس هم له ډېرو ځوانانو څخه تکړه دى او په خپلو ډېرو مرکو کې هم هغه دا خبره ياده کړې ده، چې که غواړئ چې په ژوند کې بريالي اوسئ، نو سهار وختي راپاڅېږئ.

اکشى کمار او سارا علي خان

د اکشى کمار په مشهورو فلمونو کې د کلهاړي سيريز تر څنګ، مهره، لهو کى دو رنګ، انصاف، دعوه، ترازو، جانور، هيرا پيري، اجنبي، مج سى شادي کروګي، دړکن، اعتراض، نمستى لندن، هى بېبي، خاکي، ګرم مصاله، ويلکم، بهول بهليا، سينګ از کينګ، راوډي راټور، هاوس فل، اير ليفټ، روستم، او ماى ګاډ، سپېشل ٢٦، هاليډى او نور ډېر فلمونه شامل دي.

اکشى کمار ٢

د اکشى کمار په راروانو فلمونو کې لکشمي بامب، سورياونشي، پريتوي راج، اترنګي رى او بيل باټم شامل دي، چې لومړي دوه فلمونه يې نندارې ته په تمه دي او وروستي درې فلمونو ثبت يې روان دى.

دا هم ولولئ

اکشې

  هغه فلمي ستوری ده چې هر فلم کې یې یو لوی پیغام وي دلته یې په اړه پوی شئ

اکشې کمار د هند هېواد د پنجاب ايالت د امرستر په یوه پنجابي کورنۍ کې …