کورپاڼه / ژوند / ایا پوهېدئ چې ښځې د غوږونو او سړي د سترګو له لارې مئینیږي؟

ایا پوهېدئ چې ښځې د غوږونو او سړي د سترګو له لارې مئینیږي؟

د هر چا لپاره ځانګړی د پام وړ ټکی وي، څوک د یو چا د خبرو له اغېز لاندې راځي، څوک د اخلاقو د له لارې د نورو د پام وړ ګرځي، څوک د مرستې له امله د نورو خوښېږي او څوک په نورو کارونو د خلکو په زړه کې ځای نیسي.

خو؛ یوه ښځه له کومو لارو او د څه په کولو سره د خاوند د پام وړ ګرځي، خوښېږي یې او زړه یې ورسره لا ډېر لږېږي؟ او همدارنګه د مېړه کوم عادتونه او کارونه ښځه جذبولی شي، هغه خوشالولی شي او په پای کې له مېړه نه ډېره راضي کېدلی شي؟

خپل خاوند ته لیدل‌کېدونکی پیغام او خپلې ښځې ته اورېدونکی پیغام ولېږئ.

له هغه ځایه چې سړي د سترګو له لارې عاشقېږي، د خپلې ښځې روغتیا او ښایسته ته ارزښت ورکوي. نو ښځې باید هڅه وکړي، چې د روغتیا او خپل ښایسته لپاره ډېر کارونه وکړي، ځان روغ وساتي، ځان پاک وساتي، وخت پر وخت سینګار وکړي، له جذبوونکو حرکتونو او کړنو کار واخلي، چې د مېړه د ډېر پام وړ وګرځي.

برعکس ښځې اورېدل‌کېدونکي پیغامونه ډېر خوښوي. د ځینو جملو او کلمو په اورېدلو نه یوازې چې خسته کېږي نه، بلکې د ډېرې خوښۍ سبب یې ګرځي، له هرې ورځې بلې ته یې مینه زیاتېږي، باور یې زیاتېږي او اړیکه یې لا ټینګېږي. لکه: مینه درسره لرم، ډېره راباندې ګرانه یې، خوښېږې مې، ډېره خوږه یې او … .

نو سړي باید هڅه وکړي، چې د خپلو خوږو او خوشالوونکو خبرو له لارې د ژوند ملګرې خوشاله وساتي، زړه‌تنګون ته یې پرې‌نه‌ږدي او ګډ ژوند ورته څو چنده خوندور او له مینې ډک کړي. همدارنګه ښځې باید هڅه وکړي، چې په بدني ښکلا او ښایست سره خپل مېړونه جذب کړي، د بدن روغتیا او ښینګار ته پام وکړي او تل د سینګار له لارې د مېړه خوشالولو او جذبولو په هڅه کې وي.

دا هم ولولئ

د نکاح نوی ډول چې موقتي نکاح ته ورته دی!

په عربستان کې له تړون پرته ودونه یا مسیار څه‌ ناڅه د لنډمهالي واده په …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *