کورپاڼه / ورځنۍ چارې / د مچو او ښکلولو له جالبو ګټو خبر شئ!

د مچو او ښکلولو له جالبو ګټو خبر شئ!

انسان په رواني لحاظ داسې جوړ شوی، چې ځینې وخت که د دوی مخې ته ټوله دنیا هم کېښوول شي، خو دوی نه شي راضي کولی، خفګان او زړه‌تنګون یې نه شي ختمولی او د نورو پر وړاندې یې رویه نه شي ښه کولی.

خو ځینې وخت ډېر معمولي او عادي کارونه د هغوی ټول غمونه لرې کولی شي، هر ډول خفګان او فشار ترې لرې کوي او دوی راضي کولی شي. د دغو کارونو له ډلې یوه هم مینه‌ناکه او د زړه له تله مچو ده، چې د ژوند ملګري د راضي کولو او خوشالولو ډېره اغېزناکه لاره ده. دا چې مینه‌ناکه مچو نورې کومې معجزې ګټې لري، په دې لیکنه کې مو د مچو نادرو ګټو نه خبروو.

ښکلول د ارامه کېدو او د ستړیا د له منځه وړلو یوه تر ټوله ښه لاره ګڼل کېږي. رواني سلاکار مایکل کی مکناب په دې باور دی، چې: «کله چې شونډې د ښکلولو په حالت کې وي، خوله کابو د خندا کولو حالت خپلوي، نو تر کومه چې د انسان د بدن حرکات او احساسات یو بل سره نږدې اړیکې لري، نو دا ناشونې ده، چې انسان دې هم خندا وکړي او هم دې سټریس ولري.

ښکلول نه یوازې خوله په خوله دومره ګټه لري، بلکې د بدن د هر غړي او هر ځای ښکلول نادرې ګټې لري، خو د بدن ځینې ځایونه دي، چې د ښکلولو پر وخت ډېر حساس دي او د انسان په ارامولو کې ډېر اغېزناک رول لري. د هغو له ډلې د خولې او شونډو ښکلول دي، چې تر ټولو لومړی ځای لري. ورپسې د غاړې ښکلول ډېر حساس دي، همدارنګه د سینو، خېټې، ملا او حتی د تناسلي غړو شاوخوا ښکلولو ډېر تحریک رامنځته کوي.

دې ټکي ته هم باید پام وکړو، چې د ښکلولو پر وخت کې ساه ژوره ژوره اخیستل کېږي، د سترګو عضلې سستېږي او تر ټولو ارامه حالت کې وي. دا کار د بهرنۍ نړۍ سره د اړیکې د پرې کولو او ارامه کېدلو تر ټولو غوره تخینک دی.

نو مینه‌ناک او د زړه له تله د خپل ملګري/ملګرې په ښکلولو سره هغوی ته دهني ارام او خوښي وروبښئ، د هغوې زړه‌تنګون او خفګان له منځه یوسئ او ګډ ژوند مو له خوښیو ډک کړئ.

دا هم ولولئ

د نکاح نوی ډول چې موقتي نکاح ته ورته دی!

په عربستان کې له تړون پرته ودونه یا مسیار څه‌ ناڅه د لنډمهالي واده په …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *