کورپاڼه / ژوند / هنر مو څنګه په ژوند کې درد او رنځ کمولای شي؟

هنر مو څنګه په ژوند کې درد او رنځ کمولای شي؟

دې پوښتنې ته بېلا بېل ځوابونه او د درد و رنځ په کمولو کې د هنر د خدمت په اړه ګڼ فکرونه موجود دي.

لومړی خدمت:
ارسطو عقیده درلوده چې د هنري اثارو کتل د انسانانو رواني فشار کموي. انسان چې کله د ښکلا څخه جذبېږي، رواني فشارونه یې له اوږو سپکېږي. ارسطو د روح د پاکوالي اصطلاح ورته کاروله. په یوناني ژبه هنري اثار انسان کاتارسیس یانې پاکوي. کاتارسیس مانا روحي پاکېدل. د ارسطو له انده د یوه هنري اثر د کتلو پر وخت د انسان روح صافېږي او امکان لري چې د روح دغه پاکېدل د یو څه یا ډېر وخت لپاره په انسان کې پاتې شي. ارسطو باور درلود چې اندېښنې او غم له انسانه د هنري اثارو په کتلو لرې کېږي.
دهنر دغه کړنه چې ارسطو باور پرې لري، بدیل لرونکې ده. انسان د ارام ورکوونکو دواوو په کارولو هم کولای شي چې خپګان او غم له ځانه لرې کړي. رواني متخصص ته تګ هم دا تاثیر لري. په ځینو حالاتو کې د نشه یي توکو کارول هم ښه بدیل کېدلای شي. که څه هم چې د ارسطو له انده د هنر دغه کړنه مرسته کولای شي، خو دې ته باید پام وکړو چې بدیلونه هم لري.

دویم خدمت:
له ارسطو وروسطه نور نظرونه هم وړاندې شول. ځینې په دې عقیده و چې د هنري اثارو کتل دروني اړو دوړ کموي. د انسان په درون کې د عقلي، احساسي او عاطفي اړخونو تر منځ تل یو ډول کشمکش موجود وي. د هنر ډېری ارواپوهان عقیده لري، تر څو چې انسان د یوه هنري اثر د کتلو تر تاثیر لاندې راځي د عقل، احساس او عاطفې تر منځ دغه تضاد بېخي ټیټې درجې ته را رسېږي. د دغه دروني کشمکش ختمول ښه بلل کېږي، له همدې امله د هنر په اړه د اخلاقو رایه مثبت ده.

درېیم خدمت:
د هنري اثارو کتل په خلکو کې د مشاهدې، دقت او ځیرتیا قوت ډېروي. هغه خلک چې له هنري اثارو سره سر و کار لري، تر ټولو دقیق او ژور لیدونکي وي او که د ژوند بلې برخې ته داخلېږي هم د ښه پېژندلو لا ډېر توان لري. د هنري اثارو کتل د انسان د پېژندلو او توپیرولو قوې روزي. مثلا: که یو هنرمند د سیاست برخه ته ځي، د پېژندلو له پیاوړې قوې به برخمن وي. د هنر ځینې ارواپوهان په دې باور دي چې ډېری ازمیښتونه دغه حالت تاییدوي.

څلورم خدمت:
هنري اثار د انسان تخیلي قوه زیاتوي. یانې کله چې یو څوک له هنري اثارو سره مخ کېږي، له خپل اوسني حالته را وځي او د هغو کسانو شکل غوره کوي چې د ده په څېر نه وي. که یو چا هېڅ وخت کاریګري نه وي کړې، د یوه رومان په لوستلو د یوه ښه کاریګر په شکل راوتلای شي. که یو څوک نه وي شکنجه شوی، د یوه فلم په لیدلو متوجه کېږي، چې شکنجې د انسان په سر څه بلاوې راولي. د تخیل زیاتول هغه خدمت دی، چې هنري اثار یې انسان ته کوي.

پینځم خدمت:
پینځم خدمت د څلورم هغې پایله ده، چې په انسان کې له نورو سره همدردي او یووالی روزي. یووالی او همدردي د تخیل سره نېغې اړیکې لري. انسان د تخیلي قوې په پیاوړتیا له نورو سره خپل یووالی او همدردي زیاتوي.
څومره چې د انسان تخیل پیاوړی کېږي، هومره اخلاقي کېږي او دا بیا د منلو وړ نه ده چې د تخیل زیاتوالی د بد اخلاقۍ سبب کېږي.
د انسان د اخلاقي ژوند نه کولو لامل دا دی، چې هغوی په ژوند کې پر نورو د اخلاقو ضد تحمیل شوې ضربې نه شي تصور کولای. کله چې د لیدنې وخت ټاکو، د تخیل په قوه باید د وعده خلافۍ په صورت کې په مقابل لوري د ازار، تکلیف، یخ، ګرمۍ او نورو ناوړه اغیز انځور او حس کړو، تر څو له وعده خلافۍ ځان وساتو.

شپږم خدمت:
د هنري اثارو کتل انسان ته رواني روغتیا ورکوي. په وروستۍ څېړنه کې چې د ارواپوهنې په امریکایي نړیوال مرکز کې تر سره شوې، یوولس لیکنې د رواني روغتیا لپاره فهرست کړل شوې دي. له هنري اثارو سره سرو کار له دې هم زیات اغیز او تاثیر لري.

اووم خدمت:
هنري اثار په انسان کې هیله او ارزو لرل روزي. هنري اثار انسان هڅوي چې ځان په یوه هنري اثر بدل کړي. انسان خپل ژوند په یوه هنري اثر بدلولای شي.
معمولا کله چې انسان له هنري اثارو سره کار پیدا کوي، د یو ډول لوړتیا احساس کوي.
که اروایي ازمیښتونه تایید کړي، چې د هنري اثارو په کتلو له لوړو څرګندونو یې یوه په انسان کې را منځته کېږي، نو د هنري او اخلاقي کړنو سبب یې هم کېږي، ځکه د نورو درد او رنځ له منځه وړي.

مصطفی ملکیان
ژباړن: نوراغا رحماني

دا هم ولولئ

د نکاح نوی ډول چې موقتي نکاح ته ورته دی!

په عربستان کې له تړون پرته ودونه یا مسیار څه‌ ناڅه د لنډمهالي واده په …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *