کورپاڼه / روغتيا / څنګه پوه شو نجلۍ بالغه شوې ده که نه؟

څنګه پوه شو نجلۍ بالغه شوې ده که نه؟

په نجونو او هلکانو کې بلوغ ته رسېدل یوه ځانګړې مرحله ده، چې د دغې مرحلې په رارسېدو سره دوی ته ځانګړي مسوولیتونه ورپه غاړه کېږي. ډېری نجونې بلوغ ته د رسېدو په نښو سمې نه پوهېږي او یا په دې نه پوهېږي چې اوس باید دوی څه وکړي او څه مسوولیتونه ورته راجع دي.
په دغه صورت کې د نجونې میندې باید د خپلو لورګانو څارونکې اوسي، په هغوی کې د بلوغ نښو راښکاره کېدو سره هغوی ته لارښوونې وکړي او هغوی له خپلو نویو مسوولیتونو سره بلدې کړي، ورته وښایي چې اوس څه او څنګه وکړي.

که په خپلو لورګانو کې مو له دې نښو څخه هرې یوې ته پام شو، باید هغوی ته اړینې زده کړې ورکړئ. همدارنګه هغوی له دې نښو خبرې کړئ او پوه یې کړئ، چې د دې نښو په لیدو باید حیرانې یا اندېښمنې نه‌شي.

لومړۍ: د سینو غټېدل
د نجونو سینې بلوغ ته په نږدې‌کېدو او رسېدو سره له خپل عادي حالت نه بدلون کوي او په غټوالي پیل کوي. دغه غټوالی په ځینو نجونې کې زیات او له بلوغ ډېر مخکې غټېږي او د ځینو نجونو سینې پر خپل وخت او مناسبې غټېږي.

دویمه: په بدن اضافي وېښتان راختل
د نجونو بلوغ ته په رسېدو سره په ځينو ځانګړي ځایونو کې وېښتان راخېژي، چې مخکې تر هغې هلته وېښتان نه وي. د هغو ځایونو له ډلې د جنسي پر مخ د وېښتانو راختل دي، همدارنګه د ځینو نجونو په پښو او تخرګونو کې وېښتان راخېژي.

درېیمه: د قد لوړېدل
بلوغ ته په رسېدو سره د نجونو قد له عادي حالت نه بدلون کوي، په لوړېدلو پیل کوي او حتی داسې ویل کېدلی شي، چې د نجلۍ د قد لوړېدو مهم وخت همدغه دی. هغه نجونې چې عموما یې قد ټیټ دی، هغه ممکن د پام وړ لوړې نه‌شي، خو هرومرو له عادي حالت نه لوړېږي.

څلورمه: د پوستکي ساتنه
نجونې بلوغ ته په رسېدو سره د خپل پوستکي د خیال ساتلو په فکر کې کېږي، دې ته یې پام کېږي چې د پوستي روغتیا او ښایسته ته پام وکړي.

پینځمه: د ترشحاتو ډېرېدل
بلوغ ته په رسېدو سره د نجونو په بدن کې ترشحات زیاتېږي، چې مخکې په دغه اندازه نه وي.

شپږمه: میاشتینۍ ناروغي
بلوغ ته په رسېدو سره په نجونو باندې میاشتنۍ ناروغي راځي، چې هره میاشت له درې‌وو تر لسو ورځو میاشتنۍ ناروغي تېروي، چې په دغه لړ کې یې جنسي غړي نه په ځانګړو رنګونو کې وینه بهېږي.

اوومه: ډېر خولې کېدل
د نجونو په بدن کې ځانګړي ځایونه او یا ټول بدن بلوغ ته په رسېدو سره خولې زیاتوي، چې مخکې تر دومره خوله نه کوي.

اتمه: د وزن ناڅاپه زیاتوالی
ځینې نجونې بلوغ ته په رسېدو سره په ناڅاپي ډول وزن زیاتوي.

ټولې میندې باید لورګانې په دغو نښو او د بلوغ مسوولیتونو باندې پوه کړي او خپلې روغتیا او سلامتیا ته یې ورپام کړي.

دا هم ولولئ

هېڅکله داسې وخت کې کوروالی ونه کړئ !

ثابته شوې ده، چې جن سي اړیکه د روح او بدن د روغتیا لپاره ډېرې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *