کورپاڼه / روغتيا / بواسیر څه ډول ناروغي ده؟ او څنګه ورڅخه ځان وساتو؟

بواسیر څه ډول ناروغي ده؟ او څنګه ورڅخه ځان وساتو؟

د بولي ناروغيو له ډلې يوه ناروغي ده چې ډېر عمر لرونکې کسان پرې زيات اخته کيږي. خو ځوانان او ماشومان هم ترې ډېر په امن کې ندي بواسیر ورته وایی.

بواسیر د مقعد یا د لوېې کولمې د وروستۍ برخې اړوند د وینې د وریدونو پړسوب، لوېيدل او کله کله سوري کېدل دي چې د وینې د بهیدو لامل ګرځي، په عام ډول دغه رگونه د فاضله موادو د اطراح دنده پر غاړه لري، خو که چېرې دغه رگونه د فشار یا بل کوم لامل له وجې وپړسېږي او یا وینه غونډه شي نو انسان له جدي ستونزو سره مخ کوي.

دا ناروغۍ په دوه ډوله دي چې یوه ته یې خارجي بواسیر وایې او بل ته
داخلی بواسیر

که د مقعد په داخل کې رګونو کې وينه غوټه شوې وي او معمولاً بهر نه راوځي داخلي بواسیر ورته وایی
او که د مقعد په وروستۍ برخه کې وي او حس کېدو وړ وي نو خارجي بواسیر ورته ویل کیږي. چې درد هم ورسره مل وي.
داخلي بواسیر درد کم لري او په سترګو هم نه لېدل کیږي. خو خارجي یا خوني بواسیر بیا دردونه هم لري او د فاضله موادو د د اطراح پر مهال وینه هم اطراح کيږي.

په داسې وخت کې ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه کول پکار دي.ځکه چې دا د پټ بواسیر نه ډېر خطرناک دی.
په دغه ناروغۍ ښځې او نارینه دواړه اخته کېدای شي، خو د ۴۵ نه تر ۵۰ یا تر دې زیات عمره کسان پرې ډیر اخته کیږي.

د ناروغۍ درجې او نښې په لاندې ډول دي
اول: تشناب ته له تلو وروسته د مقعد په وروستۍ برخه کې درد او سوځېدنه موجوده وي
بواسیر د وړې پوکاڼۍ په شکل د مقعد په داخل کې وي.
تشناب ته د تلو پر مهال د ضرورت پوره کولو نه وروسته د مقعد څخه بهر راوځي، په دې کې غونډه شوې وینه موجوده وي خو بیرته خپل ځای ته پخپله ځي.
یا د ضرورت پوره کولو په وخت کی راوځي او په غایطه موادو کی وینه مو جوده وي

دویم: په مقعد کې د یوې کتلې یا دانې را منځته کېدل دا درجه یا نښه دویمه درجه بواسير بلل کيږي. خو هغه پوکاڼۍ ډوله کتله چې د مقعد څخه بهر راوځي، د ګوتې په واسطه ننویستلو ته اړتیا لري، خو که مونږ په دغه وخت کې د لاس استعمال ونکړو، پوکاڼۍ د مقعد څخه بهر پاتې کیږي.

دریم: د مقعد تورم پړسیدنه او التهاب، دا تر ټولو خطرناکه درجه یا نښه ده، او اکثره د مقعد دننه عملیاتو ته اړتیا لري، کوم چې د مقعد دننه یې ستونزه پیدا کړې وي.

د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه
بواسیر مختلف لاملونه لري د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه د فاضله موادو د اطراح پر وخت زور یا فشار راوستل دي. په تېره چې بیا انسان چاغ هم وي نو د مقعد په رګونو یې فشار زیاتیږي او د بواسیر لامل جوړیږي.

دویم: روزانه د اوږدې مودې لپاره کېناستل (په ځانګړي ډول د پښو په سر کېناستل پر رګونو فشار راولي) یا ودرېدل د اوږدې مودې لپاره د بواسير لامل کيږي.

دریم: د ښځو امیدواري او د مقعد ځای سوزېدل دغه نښه یې تر ټولو چټکه او ښکاره نښه ده چې ژر ترې د بواسیر ناروغي هم څرګنديږي.

څلورم: سربېره پر دې داسې ناروغۍ چې د بواسیر لامل جوړیږي او یا هم ددې ناروغۍ رامنځته کېدو کې مرسته کوي، اوږدمهاله ټوخی، اوږدمهاله نس ناستې ناروغي او یا هم داسې میراثي ناروغي چې د بدن په داخل کې وي شاملې دي.

د بواسیر ناروغۍ درملنه:
باید داسې کارونه وکړل شي چې د ناروغۍ مخنیوي کې مرسته وکړي،

اول: تشناب کې د ډکو متیازو لپاره په ارامه کښینئ، او هڅه مه کوئ چې زور ووهئ، همدا ډول ډېر وخت مه تېروئ، تشناب ته د ژر ژر تلو لپاره زړه ښه کړئ خو په یو وار ډېر وخت مه تېروئ.

دویم: په خوراکونو کې د فایبر لروونکو خوړو څخه زیاته استفاده کړئ، یعنی تازه میوو او شنه سابو څخه زیاته استفاده و کړئ.

درییم: همدا ډول د ګرم خوراکونو څخه ځان وساتئ (خو باید وویل شي چې ګرم خوراکونه پر هر چا بد اغیز نه کوي.

څلورم: په مناسبه اندازه پلى تګ وکړئ (د ورځې په اږدو کې د نیم ساعت په اندازه) له اندازې ډېر پیاده تګ هم د بواسیر لامل جوړیږي.

پنځم: اوبه وڅښئ ډیرې اوبه څکل هیڅ ډول تاوان نه نلري نو د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه دوولس ګيلاسه اوبه وڅکئ.

شپږم: همدا ډول د سګریټو له څکلو څخه هم ځان وساتئ. همدا راز ددې ناروغۍ په وخت د درد کمولو لپاره باید لاندې لارې غوره کړل
د درد کمولو لپاره باید استراحت وکړی
د درد ضد درمل استعمال کړی
او د رګونو یو ډول (منقبضوونکي) کریمونه استعمال کړئ.

استرس مو کنټرول کړئ ځکه په معده باندې بده اغېز کوي چې ورسره د بواسير ناروغي نوره هم زياتېږي.

ليکنه سرور محمدي
موخذ تناسلي پټالوژي

دا هم ولولئ

هغه کومې ناروغۍ دي چې نارينه پرې ډېر اخته کيږي؟

دلته درته ځينې هغه ناروغۍ درپېژنو چې د ښځينه وو په پرتله نارينه پرې ډېر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *