کورپاڼه / روغتيا / هېڅکله داسې وخت کې کوروالی ونه کړئ !

هېڅکله داسې وخت کې کوروالی ونه کړئ !

ثابته شوې ده، چې جن سي اړیکه د روح او بدن د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري، خو په هر ډول شرایطو کې نه، کلینیکي ارواپوهان په دې برخه کې سړیو ته خبرداری ورکوي تر څو لاندې ټکې په نظر کې ونیسي.

د ستړیا پر وخت کوروالی هېڅکله ونه کړئ
تاسو به ډیر کله پر روح او بدن باندې د کوروالي د مبثتو اغېزو په اړه مطالب لوستي وي، خو باید په دې هم پوه شئ چې کوروالی په ځانګړو شرایطو کې سرې کرښې لري او غوره ده په هغو شرایطو کې ورڅخه ځان وساتل شي، ځکه چې له ګټو څخه به یې منفي اغېزې او زیانونه ډېر وي. له دغو څخه یوه سره کرښه د ستړیا وخت دی. په واقعیت کې کله چې بدن له ورځنیو چارو ستړی وي، کوروالی باید هېڅکله ونه شي.

کله چې ستړي یئ، کوروالی تاواني دی
د میرر د راپور له مخې متخصصانو د جسمي او رواني روغتیا څو ساحو کې د دقیقو معلوماتو لاسته راوړلو لپاره مطالعې او ارزونې وکړې، چې ښځې د ستړیا پر وخت کوروالي ته هېڅ میل نه لري او همدا نارضایتي بد جسمي او رواني حالت درته جوړولی شي. لکه څنګه چې ذهنیت یې د کوروالي په اړه بدلېږي او دا په تدریج سره دوی په دې برخه کې کمزوري کوي.


ارواپوه مایکل ارون وایي: په ښځو او سړیو له اوږدو ارزونو وروسته مې پیداکړه، چې کله په ستړیا کې کوروالی وشي، منفي اغېزې به ولري، چې د هغو له ډلې مهمې یې د ښځو جن سي بې‌میلي او د خپل خاوند پر وړاندې د عاطفي اړیکې کم‌ رنګه کېدل دي.
هغه ښځې چې د ستړیا پر وخت د خاوند په غوښتنه کوروالي ته اماده شوې ده، په دې باور دي چې هغو تر یو ډول فشار لاندې وې او له دې اړیکې یې هېڅ خوند نه دی اخیستی. له همدې امله یې د وخت په تېرېدو یې جن سي ژوند منفي خوا ته تللی دی.
کلینیکي ارواپوه الکسسي کانازون په دې اړه ویلي: د هغه ارزونو په اساس چې ما په نیویارک کې ترسره کړي دي، د ستړیا پر وخت کوروالی د جوړو د اړیکو او د جن سي اړیکو د دوام میل د سستېدلو یو عمده لامل دی. هغه زیاته کړې، هېره نه کړئ، چې ستړي یئ، بدن تر پایه دغه اړیکه په ښه کیفیت نه شي ساتلی او ستاسو حالت د ښه‌والي پرځای مخالف لوري ته ځي.

دا هم ولولئ

بواسیر څه ډول ناروغي ده؟ او څنګه ورڅخه ځان وساتو؟

د بولي ناروغيو له ډلې يوه ناروغي ده چې ډېر عمر لرونکې کسان پرې زيات …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *