کورپاڼه / جالب / د نکاح نوی ډول چې موقتي نکاح ته ورته دی!

د نکاح نوی ډول چې موقتي نکاح ته ورته دی!

په عربستان کې له تړون پرته ودونه یا مسیار څه‌ ناڅه د لنډمهالي واده په څېر دی.
د فرانسې خبري اژانس لیکي چې دا ډول واده نه یوازې په عربستان بلکې د فارس خلیج ټولو عربي هېوادونو کې ډېر هرکلي سره مخ شوی دی او کال په کال زیاتېږي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس مسیار نږدې څو لسیزې پخوا په عربستان کې دود و، خو اقتصادي شرایط د دې لامل شول چې په وروستیو څو کلونو کې ډېر مینوال پیداکړي.

په دغه ډول نکاح کې ښځه حتی خاوند سره د ګډ اوسېدو ځای حق نه لري او سړي د ښځې د لګښتونو پوره کولو باندې مجبور نه دی.
ویکیپیډیا د مسیار د تعریف په اړه لیکي: «د مسیار واده داسې واده دی، چې د اهل سنتو په فقه کې شته، چې په هغه کې ښځه او خاوند د نکاح تړون کې شرایط ټاکي او ښځه ځینې حقوقو څخه تېرېږي؛ لکه: نفقه، ګډ ژوند، د خاوند لخوا د اوسېدو ځای ټاکل او د قسم حق( له خپلو ټولو ښځو سره مساوي کوروالی)
نږدې درې کاله وړاندې یو اسلامي سایټ لیکلي وو «د مسیار واده د وهابي مفتیانو په بې‌اساسه فتوا باندې د سعودي کورنیو لپاره په یوې ستونزې او د کورنۍ محکمې تر ټولو عامه قضیه باندې بدل شوی دی». همدا سایټ زیاتوي چې په وروستیو کلونو کې د مسیار واده نه یوازې په عربستان بلکې د فارس خلیج په ټولو عربي هېوادونو کې ډېر پراخ شوی دی. د مسیار واده له امله یوه لویه ستونزه د پلار لخوا د اولادونو نه منل دي. همدارنګه په ډېرو لیدل شویو قضیو کې قانوني ښځو د خپلو خاوندانو د پلار کېدلو له امله له بلې ښځې څخه محکمې ته شکایت کړی دی.
خو د فرانسې خبري اژانس په وینا مسیار د هغو جوړو لپاره د حل‌لاره ده چې د رښتیني واده غوښتونکي نه دي او یوازې خپلو اړیکو ته روا او مذهبي رنګ ورکول غواړي.

یوه څلوېښت کلن کارکوونکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي «مسیار یو ډول اساني او په ورته وخت کې ازادي او روا اړیکې له ځان سره لري». هغه چې له خپل رښتیي واده څخه درې اولادونه لري، وایي؛ دوه کاله وړاندې یې یوه دیرش کلنې کونډې سره د مسیار تړون وکړ او هر وخت چې وغواړي، لیدلو ته یې ورځي.

یو څلوېښت کلن مصری درمل جوړوونکی چې په ریاض کې اوسي، وایي: «مسیار ډېر ارزانه تمامېږي. نه مهر شته او نه تړون». دغه سړی چې د کرونا د خپرېدو او په عربستان کې د ژوند سختېدو له امله یې ښځه او پینځه کلن زوی مصر ته لېږلي وو، د یوازېتوب ختمولو لپاره یې شبکې سره اړیکه نیولې وه، چې د زر یورو ورکولو په بدل کې د مسیار یو واده ورته پیداکړي.
هغه وایي: «خپل ټول شرایط او غوښتنې مې ورته تشریح کړې: وزن، ونه، د پوستکي رنګ او … خو تر اوسه په دې شرایطو برابر څوک نه دي پیداشوي».
یوه سوریایي ښځه چې په ریاض کې له خپل خاوند بېله شوې، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي، چې د مسیار اړیکه له خپل مخکني خاوند نه پټوي، ځکه چې سړی پوه شي او د اولادونو د سرپرستۍ حق له هغه واخلي.
په عربستان کې د مسیار د شمېر ارزونه اسانه نه ده، ځکه چې په اکثرو ځایونو کې د تړون لیکلی اسناد نه پاتې کېږي. خو د فرانسې خبري اژانس د سعودي روحانیونو په حواله وایي چې د ښځې او سړي دا ډول تړون له (۱۹۹۶م) کال را پدېخوا د عربستان لوی مفتي په فتوا سره پراخ شو.

معلومه نه ده چې مطلب کوم مفتي دی، خو نږدې څلور کاله وړاندې د عربستان د علماوو شورا غړي عبدالله المنیع هم مسیار روا ګڼلی و.

دیارلس کاله وړاندې ایراني څېړونکي محمد صادقي د «ښځو ستراتیژیکو مطالعاتو» په موسمي ژورنال کې وضاحت ورکړی و، دا چې سنیان لنډمهالی واده روا نه ګڼي، په پایله کې د پېچلو فقهي دلایلو په رڼا کې مسیار توجیح کېږي او په واقعیت کې یو ډول دایمي واده ګڼل کېږي، چې په هغه کې د نفقې په څېر حقوق غورځول کېږي او سړو مسولیتونه کمیږي.

؟تاسو ددې ډول نکاح په اړه څه نظر لرئ

دا هم ولولئ

د ارایشي وسایلو د لګښت کمولو لارې

د نوو سینګار توکو اخیستل تل په زړه پورې وي، خو له بلې خوا یې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *