کورپاڼه / روغتيا / نباتي پروتین د انسان عمر زیاتوي

نباتي پروتین د انسان عمر زیاتوي

پروټين چې د بدن د عضلاتو په جوړښت او وده کې رول لري د بدن لپاره حياتي ماده ګڼل کيږي. دا ماده هم په حيواناتو لکه: غوا، پسه، چرګه او نورو غوښو کې په پراخه کچه موجود دي. همدارنګه داسې نباتات هم شته چې په زياته پيمانه پروټين لري لکه لوبيا، نخود، دال، نسک او داسې نور خو حيواني پروټين ګټه لري که نباتي؟

یوه نوې څېړنه ښيي هغه انسانان چې خپل پروتین له نباتاتو ترلاسه کوي تر هغوی ډېر عمر کوي چې د پروټین اخیستلو لپاره له غوښو څخه ګټه اخلي.

دا څېړنه د دوو کلونو په موده کې په جاپان کې تر سره شوې ده. په دغې څېړنې کې ۷۱زره کسان پوښتل شوي.

د څېړنې په اساس هغو کسانو چې له نباتي خوړو څخه یې پروتین ترلاسه کړي د هغو کسانو په پرتله کم د زړه او رګونو په ناروغۍ اخته کیږي چې دا کار نه کوي.

تر دې مخکې په نورو طبي او علمي څېړنو کې هم دا ثابته شوې وه چې د نباتاتو پروتین د زړه او رګونو په ناروغیو د انسان د اخته کېدو مخه نیسي او بر عکس د حیواناتو پروتین په یادو شویو ناروغیو د انسانانو اخته کېدو ته لار پرانیزي.

دغه نوې څېړنه وايي که حیواني پروتین درې فیصده کم استعمال او پر ځای يې نباتي پروتین استعمال شي، په سرطان د انسان د اخته کېدو چانس ۳۹سلنه او د زړه او رګونو په ناروغیو د اخته کېدو چانس ۴۲ سلنه کموي.

څېړونکي وايي د سویا، عدس، لوبیا او نخودو خوړل د وازګو او وینې د فشار په کمولو کې مهم رول لري او همدغه راز وزن هم کنترولوي.

خو د حیواني پروتینو او غوښو ډېر خوړل د شکرې، زړه، سرطان او رګونو د ناروغیو سبب کیږي.

دا هم ولولئ

هغه کومې ناروغۍ دي چې نارينه پرې ډېر اخته کيږي؟

دلته درته ځينې هغه ناروغۍ درپېژنو چې د ښځينه وو په پرتله نارينه پرې ډېر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *