کورپاڼه / روغتيا / د اعصبابو د ارامتيا لپاره لس لاروښوونې

د اعصبابو د ارامتيا لپاره لس لاروښوونې

په ژوند کې موږ ټول د بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګريوان يو ځينې د دغه ستونزو سره مقابله کوي ځينې يې پر وړاندې د ګناه احساس کوي. خو ځينې وخت دا ستونزې دومره سختې وي چې موږ ستړي کوي. دلته ځينې لارښونې دي چې عملي کول يې کولاى شي تاسې ته سکون وبښي.

لومړى په خپل ځان اعتماد ولرئ

د ستونزو پرته ژوند امکان نلري خو د هغه ستونزو په وړاندې چې ژوند يې موږ ته را منځ ته کوي د ستړيا احساس کوو. د تېرو ستونزو په اړه فکر وکړئ چې څه ډول رامنځه ته شوي وو او څه ډول مو هوارې کړې؟
ځان ته داد ورکړئ چې دا له تاسو سره مرسته کوي چې ستونزه مو په ښه شکل مديريت کړئ هيڅکله ستونزې ناديده مه نيسئ نو تاسې کولاى شئ مه ناهيلې کيږئ.

دويم د نه ويل زده کړئ

د رسمونو او رواجونو له مخې نه ويل په اکثرو مواردو کې په بې ادبۍ تعبير کيږي. ډېرى کسان چې نشي کولاى نه ووايي څه چې نه غواړي هغې ته هم هو وايي. ځکه وېره لري چې څوک ترې خفه نشي. خو تاسې تل خپل عقايد باوري وړاندې کوئ کوم کارونه چې نه غواړئ ترسره يې کړئ ورته نه ووايئ.

دريم بدلون ته غاړه کيږدئ

د قوي پاتې کېدو لپاره لومړى شرط انعطاف دى تل هڅه وکړئ بېلابېل کړنلارې تجربه کړئ. د بدلون څخه مه وېرېږئ کله چې تاسې ځان کې يوه وړتيا وينئ تاسې ته د قوت او باور احساس درکوي. او دا هم ومنئ چې کوم انسان چې بدلون ته غاړه نه ږدي هېڅکله به پرمختګ ونکړي.

څلورم مثبت اوسئ

ايا تاسې هم د هغه کسان له ډلې ياست چې تل منفي فکر کوئ خپل ليد لوري ته بدلون ورکړئ. د يوې کړنې منفي اړخ ته مه ګورئ بلکې مثبت لورى يې هم مطالعه کړئ او زده کړه ترې وکړئ.

پنځم د خوب وخت ته مو پام وکړئ

د دې لپاره چې د ورځې په اوږدو کې چارې په بريا سره ترسره کړو ارام فکر او دماغ ته اړتيا لرو چې مهم اصل يې خوب دى نو د خپل خوب وخت وپېژنئ او په کافي اندازه خوب وکړئ که نه د ژوند ټولې چارو ته به په منفي نظر ګورئ.

شپږم بښنه وکړئ او هېر يې کړئ

تاسې ته مناسب نده چې تل له نورو خفه او نفرت کوونکې اوسئ ځکه دا پدې معنى ده چې تاسې هغه شخص په خپل ذهن کې ساتلى نو تاسې هغه شخص د خپل ذهن څخه وباسئ هغه کسان چې ستاسې په ژوند منفي تاثير غورځوي وبښئ او له خپله ژونده يې ليرې کړئ.

اووم له فزيکي اړخه غښتلي اوسئ

د يو قوي بدن درلودل د قوي ذهن درلودل دي. که غواړئ له روحي اړخه قوي اوسئ نو د خپل بدن سلامتيا ته پاملرنه وکړئ سالم خواړه وخورئ، اوبه وڅښئ ورزش وکړئ او خپل بدن ژوندى وساتئ.

اتم شاتګ مکوئ

د ستونزو پر وړاندې کلک ودرېږئ ممکن څوک مو ملاتړ ونکړي خو پر مخ لاړ شئ د غښتلتيا يو راز دا دى چې د قوي خلکو پر وړاندې ځان غښتلى وښايي او شاتګ ونکړي.

نهم د ځان سره ريښتينې اوسئ

کله کله حقيقت زموږ لپاره ډارونکى وي نو د منلو پر ځاى ترې تښتو خو له بده مرغه يوه ورځ د حقيقت سره مخ کيږو نو غوره ده تل ريښتينې اوسو.

لسم ځان ته موخې وټاکئ

ځان ته موخې ټاکل او هغې ته ځان رسول تر ټولو ښه ځواک دى له کوچنيو موخو يې پيل کړئ او ځان ته د قوت يوه انګېزه ورکړئ تاسې ممکن ماته وخورئ خو همت له لاسه مه ورکوئ هيڅکله مه تسليمېږئ خپله لاره ومومئ.

دا هم ولولئ

وېښتان مو ویټامینونو ته اړتیا لري؟

ويټامینونه د بدن د روغتیا لپاره اړین دي. د ويټامینونو کمښت د ناوړه او بې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *