کورپاڼه / روغتيا / هغه کومې ناروغۍ دي چې نارينه پرې ډېر اخته کيږي؟

هغه کومې ناروغۍ دي چې نارينه پرې ډېر اخته کيږي؟

دلته درته ځينې هغه ناروغۍ درپېژنو چې د ښځينه وو په پرتله نارينه پرې ډېر اخته کيږي او د ښځينه وو په پرتله نارينه وو ته خطرناک هم تماميداى شي.

د زړه ناروغي

د سينې درد او په سينه کې دننه د فشار احساس د زړه د ناروغۍ نښه ده. خو د غاړې درد، داوږې درد، بې حسي، بې هوشي او د تنفس کمزوري ډير کم د زړه د ناروغۍ سره اړيکه لري.
خو که پورته نښې د يو کار د ترسره کولو پرمهال وليدل شي بايد جدي ونيول شي.

زېړى

د پوستکي او د سترګو د سپينو زېړوالى د زېړي نښه ده چې بايد ژر تشخيص شي د زېړي عوامل ډېر دي خو عمده دليل يې د پانقرانس سرطان ښودل شوى.

د پاپيلوماى ويروس

نوموړى ويروس د نارينه وو د بيضې د سرطان او د ښځو د تناسلي الې د سرطان لامل ګرځي. پنځوس سلنه نارينه خبر نه وي چې په ياد ويروس اخته دي چې ميرمن يې هم پرې هم اخته کيږي. دا ويروس واکسين هم لري.

شين والى
که د بدن کومه برخه مو شين والى پيدا کوي پرته له دې چې ضربه يې ليدلي وي لکه ګوتې لاسونه داکټر ته ولاړ شئ ځکه د دې شين والي يو لامل لوسمي هم دى چې جدي ناروغي ده.

د ادرارو په دفع کې ستونزه

که تل د دفع په وخت کې د ستونزو سره مخ کيږئ او يا په ادرارو کې مو وينه وي ممکن د پروستات په سرطان اخته اوسئ بايد داکټر ته ولاړ شئ.

خارښت

که شديد خارښت سره مخ ياست ممکن د پوستکي حساسيت وي خو ځيني وخت دا د يو جدي ستونزې لامل هم کېداى شي چې ممکن د مغزو سرطان، د هډوکو سرطان، يا هم د شکرې ناروغۍ وي.

د خوب ستونزې

که په خوب کولو کې ستونزه لرئ لکه زيات خوب يا بې خوبي بايد داکټر سره مشوره وکړئ ځکه کېداى شي د ځينو ناروغيو له وجې وي. لکه ژور خفګان يا د تنفس ناڅاپي دريدا چې د قلبي او مغزي سکتې لامل کيږي او يا د شکرې د ناروغۍ خطر زياتوي. چې بايد اړوند داکټر سره ستونزه شريکه شي.

دا هم ولولئ

وېښتان مو ویټامینونو ته اړتیا لري؟

ويټامینونه د بدن د روغتیا لپاره اړین دي. د ويټامینونو کمښت د ناوړه او بې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *