کورپاڼه / روغتيا / لس خوراکونه چې د خوښۍ سبب مو ګرځي

لس خوراکونه چې د خوښۍ سبب مو ګرځي

په ښار کې ژوند کول، اسټرېس او د ژوند ستونزې د ناراميو او خفګان سبب ګرځي. د دغه وضعيت څخه د مخنيوي لپاره، هغه خواړه چې تاسې خورئ زيات قدرت لري. ځينې خوراکي مواد چې د سروتونين د افراز سبب ګرځي کولاى شي ستاسې پر مخ د خوښۍ دريڅې پرانيزې. ځينې خواړه د خوښۍ سبب کېږي، خو د وزن د زياتوالي په خاطر بايد په اندازه وخوړل شي. نو موږ هم په ليکنه کې د خوښۍ ضد طبيعي درملو او د خوښۍ هورمونه تاسې ته درپېژنو.

تريخ خونده ککاو

دا خواږه په مغزو کې د وينې د جريان د ښه والي لامل کېږي او سمدلاسه ستاسې خلق او خوى ښه کوي. نو له تاسې سره مرسته کوي زياته انرژي ولرئ او د خوښۍ او نېکمرغۍ احساس وکړٸ. د تريخ خونده خواږو د نور څخه توپير شيدې نه دي. دا ډول خواړه د هغو خوړو له ډلې دي چې له زړښت مخنيوى کوي او د خوښۍ سبب ګرځي.

سره روميان

ټول سره روميان د ليکوېن په نامه ماده لري. ليکوېن يو انتي اکسېدانت دى، چې د مغز د التهاب سره مبارزه کوي او معمولا له مغزو ساتنه کوي. د غوره پاېلې لپاره سره روميان او زېتون له غوړو سره نوشجان کړٸ. د زېتون غوړي د ليکوېن مادې د زيات جذب سره مرسته کوي.

کوپره یا ناريال

ناريال تراى ګلېسرايد لري. تراى ګلېسرايد ځانګړي غوړي دي، چې د خوى او عادت د ښه والي سبب کېږي او له مغزو څخه ساتنه کوي. ناريال د زياتو درملو غوړيو او انتي اوکسېدان لرونکي دي. دا د هضم او د ليد د ښه والي سبب کېږي او تاسې سره مرسته کوي، ښه والي او د انرژۍ احساس وکړٸ.

شات
دا ماده په زياته اندازه د قند، مدني موادو، وېټامينونو او انتي اوکسېدان لرونکې ده. دا مواد په مغزو کې د التهاب د کمښت سره له ژور خفګان په مخنيوي کې مرسته کوي. شات د ډېرى داخلي غړو فعاليت سموي، د وينې محتوا غني کوي او د بدن دفاعي سيسټم زياتوي.

د چرګې هګۍ
د چرګې هګۍ په زياته اندازه، مس، وېټامين بي، د اومېګا٣ غوړ اسيدونه او پروټين لري. د “چاغښت نړيوال ژورنال” له لوري په ٢٠١٨م کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړه، هغه کسان چې په سهارنۍ کې د چرګې هګۍ خوري، نسبت هغوى ته چې خوږه خوري، کم وزن لري.

يوناني مستې

په يوناني مستو کې زيات کلسيم شته. همدارنګه د معمولي مستو په پرتله زيات پروټين لري چې د وزن د کمښت سبب کېږي او يو کم کالوري محصول او خوړنيز رژيم دى. همدارنګه د دفاعي سيسټم د ښه والي او ژور خفګان درملنې سره مرسته کوي.

د چغندر پاڼې

د خوښۍ بل محصول د چغندر پاڼې دي. د چغندر پاڼې زياته اندازه مګنيزيم لري چې له ژور خفګان مخنيوى کوي.

سمندري صدف

صدف زياته اندازه وېټامين B12، يد، پروټين، سلېنيوم او مس لري. همدارنګه کمه کالوري او غوړ لري. يد د خوى او عادت له ښه والي سره مرسته کوي. همدارنګه د تايرايد غدې کړنه ښه کوي.

ژباړه: سرور محمدي

دا هم ولولئ

وېښتان مو ویټامینونو ته اړتیا لري؟

ويټامینونه د بدن د روغتیا لپاره اړین دي. د ويټامینونو کمښت د ناوړه او بې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *