کورپاڼه / روغتيا / ولې د ښځو په پرتله نارينه ډير په کرونا اخته کيږي؟

ولې د ښځو په پرتله نارينه ډير په کرونا اخته کيږي؟

کرونا هغه ويروس دى چې منشاء يې د چين له ووهان څخه شوى دى او تر واسه د د نړۍ پر مخ د خپرېدو په حال کې ده چې مرګونې بڼه يې ځانته نيولې چې زاړه پاخه عمر لرونکي کسان پرې زيات اخته کيږي او مري.

پدې وروستيو کې يو چينايي مرکز چې د کرونا درملنې په برخه کې کار کوي يو راپور نشر کړى چې پکې ويل شوي په ښځو او نارينه کې د کرونا خپرېدل تقريباً يوه اندازه ده خو د مرګ کچه بيا په سړو کې 2,8 سلنه او په ښځو کې 1,7 سلنه ښودل شوې.
په سارس ويروس د ښځو او سړو اخته کېدل يو شان وو. په 2003 کال کې چې کومې ښځې په هانکانګ کې په سارس ويروس اخته شوي وو دسړو په پرتله زيات وو خو د مړيني کچه بيا په سړو کې د ښځو دوه برابره وه.

په 1918 کال کې چې کوم د انفلونزا ويروس خور شوى وو دوه ديرش سلنه قربانيان يې سړي او اته ويشت سلنه قربانيان يې ښځې وې.
د کارپوهانو په وينا د جنتيکي فکتور او د ژوند کولو سبک د دې سبب شوى چې د سړو د مړيني کچه د ښځو په پرتله لوړه وي.

په ښځو او نارينه وو کې د بدن دفاعي سيستم

کله چې د دفاعي سيستم بحث کيږي نارينه د ښځو په پرتله ضعيف جنس بلل کيږي. څېړنو ښودلې چې د سړو دفاعي ځواک د ښځو په پرتله کمزورى عمل کوي.
دا پايله يوازې د سارى او ميرسي په اړه نه بلکې د ټولو ناروغيو په وړاندې نارينه د ښځو په پرتله ضعيفه دي.
همدارنګه بايد ووايو چې ښځې د واکسين کولو څخه وروسته شديد غبرګون ښايي نو ويلى شو چې ښځې د قوي دفاعي سيستم درلودونکي دي.

په ښځو کې د دفاعي سيستم د پياوړتيا لامل

کارپوهان وايي چې ماشوم ته د شيدو ورکولو په ترڅ کې د مور انتي باډي د ماشوم بدن ته ننوځي او د ماشوم څخه ساتنه کوي. چې يو عامل يې د استروجن هورمون ښودل شوى. او همدارنګه هېر مو نشي چې ښځې د نارينه وو په خلاف دوه کرموزومونه لري چې د ايکس کوروموزوم يې د فاعي سيستم اړوند جينونه انتقالوي.

په نارينه او ښځينه موږکانو باندې څېړنه

په يوه څېړنه کې چې په نارينه او ښځينه موږکانو باندې ترسره شوې وه په ډاګه شوې ده چې نارينه موږکان د ښځو په پرتله زيات په سارس ويروس اخته شوي وو.
خو کله چې کارپوهانو د ښځينه موږکانو څخه استروجن هورمون قطع کړ نو د مړينې کچه يې هم لوړه شوه.
په بله څېړنه کې يې د نارينه موږکانو څخه تستوسترون هورمون قطع کړ چې کوم خاص بدلون را نغى نو معلومه شوه چې استروژن په ښځو کې د فاعي ځواک لامل دى.

د کرونا په وړاندې د سګرټو رول
چېن چې د نړۍ تر ټولو زيات سګرټ څکوونکي لري تقريبا د نړۍ يو پر دريمه برخه سګرټيان په چين کې دي. او د نړۍ څلوېښت سلنه تنباکو په چين کې استعمالېږي. چې دوه سلنه سګرټيان پکې ښځې دي.
د چين ډېرى وګړي د شکرې ناروغي لري چې ورسره لوړ فشار هم هم لري. چې دواړه ناروغۍ د کرونا خطر نور هم زياتوي.
په امريکا کې بيا ښځې د نارينه وو په پرتله زيات صحت ته پاملرنه کوي ان امريکا کې اوسېدونکې چينايي ښځې هم دا عادت لري.
له بلې خو د کرونا په وړاندې د تشويش نه درلودل په نارينه وو کې د اخته کېدو ګراف لوړ ساتلى او د ښځو په پرتله نارينه نظافت لږ مراعاتوي چې دا هم د اخته کېدو چانس ډېروي.

ژباړه سرور محمدي

دا هم ولولئ

د کوروالي نه کولو او بې‌ ميلي لاملونه او حل لاري.

روحي او جسمي همدارنګه روانې ناروغۍ د دې سبب ګرځي چې ښځه او خاوند يو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *