د توتانو روغتيايي ګټې!

توتان چې د مختلفو مغذي موادو او ویټامينونو درلودونکي دي د خوند او روغتيايي ګټو له پلوه خورا په زړه پورې او ارزښتناکه ميوه ده. توتان د مختلفو ويټامينونو او مغذي موادو په درلودو سره د وزن په بايللو، د وينې د کولېسټرول په نورماله کولو،د هضمي سیستم په پياوړي کولو، د معافيتي سيستم په قوي کولو، د وينې لوړ فشار په ټيټولو…کې مرسته کوي. په دې ليکنه کې درته د توتانو د روغتيايي ګټو سربېره د هغوی يو شمېر جانبي عوارض هم معرفي کوو.

لومړی: د سرطان مخنيوی کوي
توتان په خپل ترکيب کې انټي اوکسيډنټس مواد لري. نوموړي مواد په وجود کې د اضافي وړانګو مخنيوی کوي، کوم چې د سرطان د رامنځته کيدو باعث کېږي.

دوهم: د سترګو د روغتيا لپاره
توتان د سترګو د روغتيا او د سترګو د ديد د تيزوالي لپاره خورا ګټور دي. همدارنګه توتان د شب کوری څخه مخنیوی کوي او د کټرکټ او يو شمېر نورو ناروغيو مخنيوی کوي.

درېيم: معافیتي سیستم پياوړی کوي
توتان په خپل ترکيب کې په زياته اندازه ويټامين سي لري. همدا ويټامين سي معافيتي سيستم پياوړی کوي او د ناروغيو د رامنځته کيدو مخنيوی کوي.

څلورم: د هډوکو د پياوړتيا لپاره
توتان يو شمېر ويټامينونه منرالونه او مغذي مواد لکه مګنیزیم، فاسفورس،اوسپنه، کلسيم او ويټامين کا لري. نوموړي مواد د هډوکو انساجو په جوړولو کې مرسته کوي.
همدارنګه توتان هډوکي پياوړي کوي، د ماتيدو يې ساتي او د هډوکو اړوند يو شمېر ناروغۍ لکه Osteoporosis څخه مخنیوی کوي.

پنځم: د هضمي سیستم پياوړی کوي
توتان په خپل ترکيب کې يو شمېر غذايي فايبرونه لري. نوموړي فايبرونه د هضم پروسه پياوړي کوي، د کولمو او معدې دردونه له منځه وړي او د کولمو حرکات پياوړي کوي.

شپږم: د زړه او رګونو اړوند ستونزو مخنيوی کوي
توتان د وينې د لوړ فشار او د زړه د روغتيا لپاره ډېر موثر او اغېزمن دي. په آم کې يو ډول انټي اوکسيډنټ چې (Resveratrol)نومیږې شتون لري. نوموړی انټي اوکسيډنټ د نيټريک اسيد افراز غښتلی کوي او وينه د ټينګيدو څخه ساتي او د زړه د حملې رامنځته کیدو مخنیوی کوي.

اووم: د وينې دوران پياوړی کوي
توتان په خپل ترکيب کې په لوړ مقدار اوسپنه يا ironلري. همدا مواد په وجود کې د RBC جوړښت غښتلی کوي، چې په پايله کې د وينې او اکسيجن جريان په ټول بدن کې په ښه شکل سره صورت نيسي او د بدن د داخلي سيستمونو وظايف تازه او فعاله ساتي.

اتم: د پوستکي او ويښتانو د روغتيا لپاره
توتان په خپل ترکيب کې يو شمېر هغه ويټامينونه،منرالونه او انټي اوکسيډنټس مواد لري چې د پوستکي او ويښتانو د روغتيا او روښانتیا لپاره پکاريږې. ويټامينA او E هغه ويټامينونه دي چې د پوستکي او ويښتانو د روغتيا لپاره ډېر اړين دي. همدارنګه توتان په خپل ترکيب کې انټي اوکسيډنټس مواد هم لري چې پوستکی او ويښتان د مضرو وړانګو څخه ساتي.

نوټ: د توتانو يو شمېر هغه جانبي عوارض چې د هغوی د خوراک له امله په وجود کې رامنځته کېږي په لاندې ډول يې درته خلاصه کوو.

  • د معدې درد
  • زړه‌بدوالی
  • د کولمو ګيس
  • قبضيت يا نس ناستی
  • د اشتها زياتوالی
  • ګنګسيت

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

دا هم ولولئ

د کوروالي نه کولو او بې‌ ميلي لاملونه او حل لاري.

روحي او جسمي همدارنګه روانې ناروغۍ د دې سبب ګرځي چې ښځه او خاوند يو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *