کورپاڼه / روغتيا / ايا د جنسي اړيکو له لارې کرونا د انتقال وړ ده او که نه؟د کرونا په وخت کې څنګه اړیکه ونیسو

ايا د جنسي اړيکو له لارې کرونا د انتقال وړ ده او که نه؟د کرونا په وخت کې څنګه اړیکه ونیسو

جن سي اړيکي د انساني ژوند سره تړلې خبره ده په داسې حال چې د طبي برخې کارپوهان لارښوونه کوي چې د ټولنيز واټن مرعات کړئ خو ايا د جن سي اړيکې له لارې کرونا انتقالېږي؟ کوم تدابير په پام کې ونيول شي؟ د کارپوهانو لارښونې څه دي؟ پدې لينکه کې پرې بحث کوو.
د کرونا د مخنيوي لپاره د لاسو، خولې، او پزې پاک ساتنه اړينه ګڼل کېږي. خو ايا په جن سي اړيکو کې د کرونا ريسک يا خطر شته؟
د کارپوهانو د ګډې نظريې پر اساس که په داسې يوه منطقه کې ژوند کوئ چې د کرونا د خپرېدو خطر پکې زيات وي يا د زوجينو نه يو تن مشکوک وي غوره ده تر څوارلسو ورځو د جنسي اړيکو نيولو ډډه وشي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې کرونا په بشپړ ډول د جن سي مقاربت يا کوروالي له لارې نه انتقالېږي. اما د يو بل ښکلول د ويروس د انتقال خطر زياتوي.

خو د روغتيا نړيوال سازمان وايي د نوي ډول کرونا په اړه تجارب نشته او په اړه يې فيصله کول له وخت مخکې خبره ده.
بله موضوع چې ډېره تر بحث لاندې ده چې ايا د کوروالي وړاندې تناسلې غړي د ضد عفوني کول به د ويروس د انتقال مخه ونيسي که نه؟
کارپوهان وايي چې د دې ډول محصولاتو څخه استفاده کول ممکن د تناسلي غړو د تحريک او خطر سبب شي.
د کرونا ويروس په مستقيم ډول د جنسي اړيکې له لارې نه انتقالېږي خو لکه څنکه چې تنفسي تماس د نزدي والي موجودوي له کبله يې د ويروس انتقال خطر څو برابره زياد دى. چې غوره د مشکوک حالت کې د څوارلس ورځيني قرنطين وروسته جن سي اړيکه ونيول شي.

ژباړه سرور محمدي

دا هم ولولئ

د کوروالي نه کولو او بې‌ ميلي لاملونه او حل لاري.

روحي او جسمي همدارنګه روانې ناروغۍ د دې سبب ګرځي چې ښځه او خاوند يو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *