کورپاڼه / روغتيا / د پوستکي د ساتنې ارزانبيه لارې چارې

د پوستکي د ساتنې ارزانبيه لارې چارې

آيا تاسې انګېرئ چې د پوستکي څخه ساتنه د زيات لګښت سره کېږي؟ او پرته له زيات لګښت نشو کولى چې ښکلى پوستکى ولرو که تاسې هم همداسې فکر کوٸ، بايد ووايو چې تېروتنه کوٸ! تاسې په کور کې د موجودو موادو سره کولى شٸ له خپل پوستکي ساتنه وکړٸ. خو څنګه؟

لومړى خپل پوستکى پاک کړٸ
د تازه او ښه پوستکي لرلو لپاره لومړى بايد خپل پوستکى په سم ډول پاک کړو. حتا که سينګار هم نه کوٸ بايد خپل پوستکى هره شپه پاک کړٸ.
طريقه: حتمي نه ده د پا کولو لپاره د پوستکي له وينځونکو شامپوګانو کار واخلٸ، د ليمو اوبو سره(ليمو په منځ کې نيم او اوبه يې واخلٸ) هم پوستکي پاکولو لپاره ګټه واخلٸ. که حساس پوستکى لرٸ، د ليمو اوبو سره شات ګډ کړٸ. دا مخلوط د مالوچو سره په پوستکي وموښٸ. دا درملنيزه کړنه به ستاسې د پوستکي د رغېدو سبب شي.

طبيعي سکراب
د مخ سکراب کولو څخه موخه د پوستکي مړو حجرو لرې کولو سره، روښانه جلد لرل دي. په بازار کې د ګرانبيه محصولاتو برخلاف، په اسانۍ او د بورې په مرسته کولى شٸ، دا چاره په کور کې ترسره کړٸ.
طريقه: د چاى خوړلو دوه قاشغې بوره د لږې اندازې زېتونو غوړو سره ګډ او د لاس په پوستکي يې وموښٸ. د دغې طريقې په اوږدو کې، بايد زيات پوستکى ونه موښل شي. بوره ستاسې پوستکى ژوندى کوي په داسې حال کې چې زېتون يې له منځه تللى رطوبت بېرته ورکوي. که ډېر وچ پوستکى لرٸ، سپارښتنه کوو چې زيات يې سکراب نه کړٸ.

د بادرنګ کارول
بادرنګ چې زياتې اوبه لري، د ښه بوى او خوند سربېره د پوستکي په روغتيا کې ډېر اغېز هم لري. په بادرنګ کې د شته وېټامينونو له برکته، تازه ظاهر تاسې ته بښي او اړين رطوبت يې پوره کوي.
طريقه: د بادرنګ په زبېښلو او پر اوبو د مالوچ لندولو سره، خپل پوستکى مرطوب لوند کړٸ. پر دې سربېره يې له تراشک هم ايستلى او د ماسک په ډول کارول شٸ. تراش شوي بادرنګ د ١٠ دقيقو لپاره پر پوستکي وموښٸ او وروسته يې د ګرمو اوبو سره ووينځٸ.

د دارچين او شاتو کارول
کله چې دارچين او شات سره يو ځاى شي، نو د پوستکي د ساتنې لپاره حيرانوونکى محصول ترې لاسته راځي. دا ماده د ځوانکو لرونکو پوستکو لپاره تر ټولو غوره درملنه ده.
طريقه: د چاى خوړلو دوه قاشغو شاتو سره يوه اندازه دارچين ګډ کړئ. ښه يې سره ګډ او په پوستکي ووهٸ. د لس دقيقو وروسته يې د تړمو اوبو سره ووينځئ. حتا د لومړي ځل لپاره به ووينٸ، چې ستاسې پوستکى د مالوچو په څېر نرمېږي نو کله چې په منطم ډول له دې مخلوط ګټه اخلٸ، ستاسې د پوستکي ځوانکې به ورغېږي.

ژباړه: سرور محمدي

دا هم ولولئ

بواسیر څه ډول ناروغي ده؟ او څنګه ورڅخه ځان وساتو؟

د بولي ناروغيو له ډلې يوه ناروغي ده چې ډېر عمر لرونکې کسان پرې زيات …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *