کورپاڼه / روغتيا / ايا ويټامين سي (C) کارول د کرونا لپاره ګټه لري که زيان؟

ايا ويټامين سي (C) کارول د کرونا لپاره ګټه لري که زيان؟

ډېرى خلک هڅه کوي چې د کرونا پر وړاندې خپل د بدن دفاعي سيستم پياوړى کړي. چې د دې کار لپاره د C ويټامين مصرف ته زياته پاملرنه کوي خو دا کړنه ګټه لري که زيان؟
د کرونا له خپرېدو وروسته په نړۍ کې د ويټامين سي او ويټامين ډي کارول تر بل هر وخت زيات شوي. خو د طب برخې کارپوهان وايي تر هغه پورې چې د ژوند کولو سيستم مو سالم وي اړتيا نشته چې د ويټامينونو کارولو ته زياته پاملرنه وکړو نو په زياته اندازه د سي ويټامين کارول به د کرونا په وړاندې دومره اغېزمن نه وي. او همدارنګه داکټران وايي چې د ويټامين ډي مصرف هم بايد په کوچني دوز کې وي.
همدارنګه نوموړي ډاکتران وايي په لوړ دوز سره د سي ويټامين کارول يوازې د سرطان په وړاندې ګټور تمامېداى شي.
نن سبا د سي ويټامين څخه د کرونا په وړاندې زياته ګټه اخيستل کيږي پداسې حال کې چې متخصصين يوازې په شديدو حالاتو کې د دې ويټامين د لوړ دوز توسعه کوي.

کوم خواړه د سي ويټامين درلودونکي دي؟
ويټامين سي په مختلفو سبزيجاتو کې شتون لري ميوې لکه د ستروسو کورنۍ مکمله د سي ويټامين خزانه ګڼل کيږي. خو د سي ويټامين له استعمال سربېره يو ښه خوب، استراحت او د نورو خوړو يو بشپړ خوړنيز رژيم د کرونا په وړاندې د مقابلې يوه ښه وسله ده.
په ورځيني ډول ويټامين سي ته د بدن اړتيا
زموږ بدن په ورځيني ډول دوه سوه ميلي ګرامو ويټامين سي ته اړتيا لري چې کولاى شو د سبزيجاتو، مېوو او نورو خواړو څخه يې ترلاسه کړو.

ژباړه سرور محمدي

دا هم ولولئ

بواسیر څه ډول ناروغي ده؟ او څنګه ورڅخه ځان وساتو؟

د بولي ناروغيو له ډلې يوه ناروغي ده چې ډېر عمر لرونکې کسان پرې زيات …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *