کورپاڼه / روغتيا / د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره پنځه اړينې لارښونې!

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره پنځه اړينې لارښونې!

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره اړ نه ياست چې د ګران بيه کريمونو څخه ګټه واخلئ. ډېرى خلک د سترګو د لاندې شين والي، ګونځو، او پړسوب څخه شکايت لري. خو داسې ساده کړنلارې شتون لري چې د دې ستونزې په هوارولو کې مرسته کوي. چې دلته يې پنځه ډوله درته درپېژنو.

لومړى: د مروطوب کونکي څخه ګټه اخيستل

مرطوب پوستکى خپل ارتجاعي خاصيت ساتي. او د سترګو شاوخوا د ګونځو د راپيدا کېدو مخه نيسي. چې د سترګو د شاوخوا لپاره ګټوره کړنلاره ده. کله چې نوموړې ساحه کې وچوالى رامنځته کېږي. نو خپل ارتجاعي خاصيت له لاسه ورکوي چې د ګونځو د راښکاره کېدو سبب کيږي.

دويم مساژ ورکول

سترګو ته مساژ ورکول د ډېرو ستونزو په مخنيوي کې مرسته کوي. لامل يې دادى چې مساژ وينه په حرکت راولي چې د سترګو د شاوخوا تورو حلقو او د ګونځو په کمولو کې مرسته کوي. همدارنګه مساژ ورکول د سترګو شاوخوا اضافي مايعاتو کچه را ټيټوي. چې ورسره د سترګو پړسوب هم کېني. لومړى خپلې ګوتې په مرطوب کوونکو کریمو ککړې بيا يې د ګوتو په سرونو د سترګو شاوخوا ومښئ. خو د ګوتو فشار مو زيات نه وي او دا کړنه هره شپه ترسره کړئ.

دريم: خپل خوب ته پام وکړئ

کافي استراحت نه کول د دې سبب ګرځي چې د سترګو شاوخوا حلقې پړسوب پيدا شي. د دې ستونزې د حل لپاره بايد په کافي اندازه خوب وکړئ لږ تر لږه اته ساعته خوب په شپه ورځ کې اړين دى.

څلورم: خوړنيز رژيم

خواړه د پوستکي په سلامتيا کې مهم رول لوبوي. د سترګو او د سترګو د شاوخوا ناروغيو او ستونزو لپاره بايد خپل خوړنيز رژيم ته ډېره پاملرنه وکړو. او مغذي خواړه لکه E،A او C ويټامين لرونکي خواړه وخورئ همدارنګه غوړ اسيدونه او امينو اسيدونه د حجرو په نوي کېدو کې مرسته کوي. د ښه پوستکي د درلودو لپاره اړينه ده د وچې ميوې، ترکاري، بې غوړه غوښې، ماهي او زيتون څخه ګټه واخلئ.

پنځم: خپل سينګار ژر ژر پاکوئ

د سينګار سره يوځاى ويده کېدل د سترګو شاوخوا ستونزي را پيدا کوي. لکه د سترګو د تورو حلقو د پيدا کېدو لامل کيږي همدارنګه سينګار د پوستکي بېلابيلو برخو ته د اکسېجن د تګ مخه نيسي. نو اړينه ده مخکې د خوب نه خپل سينګار پاک کړئ او د سينګار د پاکولو لپاره د بادام، ناريال او يا د زيتونو د تيلو څخه ګټه واخلئ

ژباړه سرور محمدي

دا هم ولولئ

بواسیر څه ډول ناروغي ده؟ او څنګه ورڅخه ځان وساتو؟

د بولي ناروغيو له ډلې يوه ناروغي ده چې ډېر عمر لرونکې کسان پرې زيات …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *