کورپاڼه / روغتيا / له کرونا څخه وېره د کومو نارغيو لامل کېږي؟

له کرونا څخه وېره د کومو نارغيو لامل کېږي؟

د کرونا ناروغي په دې وروستيو کې په تودو بحثونو بدله شوې ده. نن سبا چې د کرونا اړوند خبرونه خپرېږي موږ ته يو ډول وېره او استرس په زړه کې اچوي. بعضې ټولنيزي رسنې چې شهرت لپاره هر ډول غلط او صحيح خبرونه خپروي زموږ خفګان او استرس يو په دوه کوي چې د دې لامل کيږي چې زموږ صحت ته زيان ورسوي او د نورو ستونزو د رامنځته کېدو سبب شي.

لومړى: ژور خفګان
د پيښو په زياتېدو او د خواشينوونکو خبرونو اورېدل په ژور خفګان اخته کېدل مو لا ډېروي. چې پرلپسې زياتوالي په صورت کې خطرناک کېداى هم شي.

دوهم: د خوب ستونزې
د ستونزو په لړۍ کې چې د کرونا د وجې رامنځ ته کيږي يو د خوب ستونزې دي چې د خفګان او وېرې له وجې پکې اختلالات رامنځ ته کېږي. دا ستونزه کېداى شي لږه اويا هم شديده چې تداوي ته ضرورت ولري وي. نو غوره د خوب تر مخه د کرونا اړوند خبرونو د اورېدو څخه ډډه وکړئ.

دريم: د اخته کېدو احساس
کله کله چې مو ستونى اويا سر درد کوي داسې احساس کوو چې ګواکې په کرونا اخته شوي يو. که څه هم دا اخته کېدا د واقېعت نه ليرې وي خو د استرس او خفګان په ډېرېدو کې رول لري.

څلورم: فوبيا يا وسواسي افکار

که يو شخص سره په دوامداره توګه وسوسې او خيالات موجود وي که دا وسوسې يې په سلامتيا کې رول هم ولري. خو کېداى شي د کرونا د خبرونو سره دا هر څه برعکس شي دا وسوسې يې يو ناوړه حالت ځان ته غوره کوي شخص ګمان کوي هر څه په کرونا ککړ دي يا د ويروس لېږدونکي دي. نظافت ته بې اندازې ډيره پاملرنه کوي. خو د دې سره سره بيا هم داسې ګمان کوي چې هر څه په ويروس اخته دي. چې دا کړنې رواني حالت ته زيان رسوي.
پنځم: له اندازې زيات ځان ساتنه او محدويتونه

د ويروس له وېرې وسواسي شخص هڅه کوي خپل خواړه په کراتو د پاکوالى له وجې چک کړي او يا بعضې خواړو د خوړلو نه ډډه وکړي. او يا هغه خواړه چې د دفاعي سيستم د غښتلي کېدو سبب ګرځي بې اندازې زيات خوړل يا د بعضو مقوي دواګانو په خپل سر استعمال دا هرڅه د منفي تاثيراتو نه خالي نه وي.

شپږم: د وېرې او اضطراب اختلالات
کرونا وېره ممکن په شخص کې د سختې وېرې او اضطراب باعث شي. چې شخص ورسره تل د وېرې، مشوش او د منفي افکارو درلودونکى وي. چې دا پخپله ناروغي ده چې ژوند ورته سختېږي د دې افکارو په نتيجه کې شخص د زړه ضربان، تنفسي ستونزې، لرزه او خوله ډېره تجربه کوي.
کرونا هغه ناروغي ده چې اتيا سلنه ناروغان يې پرته له تداوۍ پخپله ښه کيږي يوازې د وقايې په مرسته کولاى شو ځان او ټولنه ترې وساتو چې مهم ټکى يې ماسک اغوستل دي.

ژباړه: سرور محمدي

دا هم ولولئ

د کوروالي نه کولو او بې‌ ميلي لاملونه او حل لاري.

روحي او جسمي همدارنګه روانې ناروغۍ د دې سبب ګرځي چې ښځه او خاوند يو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *