کورپاڼه / روغتيا / د هغو ودونو نښې چې په طلاق پای ته رسېږي!

د هغو ودونو نښې چې په طلاق پای ته رسېږي!

ځینې وخت خلک په مشترک ژوند کې د طلاق نښې عادي ګڼي او دا ډول نښې چې پایله یې طلاق وي سرپرایز ورته ښکاري، نو که تاسو هم دا لاندې نښې په خپل ژوند کې حس کړئ نو کوښښ وکړئ د خپلې اړیکې د ساتنې لپاره متخصص سره مشوره وکړئ.

لومړۍ نښه: یو له بل سره خبرې کوئ خو اړیکه نه ساتئ:
که هر وخت د ژوند له ملګري سره په ژورو موضوعاتو بحث نه کوئ او یوازې په سطحي او ورځنیو چارو بحث کوئ نو باید خپلې اړیکې ته متوجه شئ ځکه یوازې په سطحي مسائلو بحث کول د طلاق علامه ده، که هره ورځ د ژوند له شریک سره په ورځنیو مسائلو بحث وکړئ او د ژوند له شریکه خپل احساسات پټ کړئ د وخت په تېرېدو خپل منځ کې د فاصلې پیدا کېدو سبب کېږي چې پایله یې جلا کېدل یا طلاق دی.
دا کار ددې سبب کېږي چې د ژوند له شریک سره مو ورو ورو مینه او علاقه کمه شي، که زوجینو کې یو یې یوازې خبرې وکړي او بل یې یوازې غوږ ونیسي هم د اړیکو د خرابېدو او طلاق سبب کېدای شي، په یاد مو وي چې مینه او علاقه د مقابل لور ته یوازې خبرې کول او یا غوږ نیول نه دي.

دویمه نښه: آیا د اولاد پیدا کېدو په اړه موافق نظر نلرئ:
تاسو کېدای شي مخکي له واده کولو د ماشوم پیدا کېدو په اړه خبرې او مشوره کړې وي، خو کېدای شي په دې برخه کې مو احساسات تغیر وکړي، کېدای شي احساس کړئ چې ماشوم به مو په کسب او کار منفي اغېز وکړي او یا د ماشوم پیدا کېدو مخنیوي کې ستړي شوي یاست او لاس ترې واخلئ نو په دې حالاتو کې ښه دا ده چې ځان د ژوند د ملګري په ځای فرض کړئ او شرایطو ته په کتلو له ځانه وپوښتئ چې ولي ماشوم نه غواړي؟ دې تصمیم ته یې دلیل څه دی؟، په دې اړه له ګومان کولو ډډه وکړئ او خپل منځ کې خبرې ورباندې وکړئ، د پلار یا مور کېدو لپاره د دواړو توافق سخت دی خو یو او بل باید مجبور نه کړل شي.

درېیمه نښه: کوم وخت چې یو له بل سره تېروئ ورو ورو کمېږي:
ضرور نه ده چې د ژوند له ملګري سره 24 ساعته تېر کړئ ترڅو ګډ ژوند له طلاقه وژغورئ، یوازې دا کافي ده چې فارغ وختونو کې نسبت له نورو خلکو یو د بل په څنګ کې اوسېدو څخه خوند واخلئ او خوښ اوسئ، دا چې پرته له ښځې یا میړه له نورو خلکو سره مجلس کوئ، یا مطالعه کوئ او یا په انټرنیټ کې ځان مصروف کوئ دا یوه عادي چاره ده، خو که دا ډول کارونه د ملګري ښځه یا خاوند څخه د خلاصون او یا د جنسي اړیکو څخه د خلاصون په موخه کوئ نو ددې پایله په طلاق تمامېږي، د یو پایدار او بریالي واده لپاره د یو او بل سره د وخت تېرولو ته باید کافي وخت ولرئ او د یو بل د خوښ ساتلو لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخیستل شي.

څلورمه نښه: آیا د خپل منځې اړیکو د لا ښه کولو لپاره هڅه نه کوئ؟
د یو بریالي واده لپاره باید دواړه لوري کوښښ وکړي یو له بل سره ښې اړیکې جوړې کړي او یو نفر نه شي کولای دې موخې ته ځان ورسوي، که تاسو کې دا انګېزه نه وي چې اړیکې مو ښې کړئ نو کوښښ وکړئ ددې انګېزې د نه موجودیت علت پیدا کړئ، غالباً د انګېزې نه موجودیت د یو څه د له منځه تللو له امله منځ ته راځي، دا ددې مانا نه لري چې تاسو نه شئ کولای بلکه کوښښ وکړئ ځان او وخت ورته وقف کړئ چې ولي تاسو دغسې د ناامیدي احساس لرئ؟ یعنې علت یې پیدا کړئ.

پنځمه نښه: یو بل ته په احترام قایل نه یاست:
لومړی په یو بې ځایه شکایت شروع کېږي، لکه: ولي دې ظرفونه نه دي مینځلي، بیا په یو کُلي انتقاد بدلېږي لکه: ته هیڅکله د کور په کارونو کې مرسته نه کوې، وروسته په یو شخصیتي قضاوت بدلېږي لکه: ته ډېر ټمبل او ځان غوښتونکی انسان یې، دا ټول په یو ځل نه واقع کېږي بلکه دا په تدریج او یو په بل پسې واقع کېږي چې ستاسو واده او ګډ ژوند ته زیان رسوي.
که تاسو هم یو بل ښکته کشوئ او یو په بل دوامداره انتقادونه وکړئ دا کار کولای شي ستاسو ګډ ژوند خراب او ستاسو د جدایي سبب شي.
که تاسو چاته احترام ونه لرئ نو مشکل ده چې په هغه ګران شئ، کوښښ وکړئ خپلو کړو وړو ته متوجه اوسئ تر څو احترام له لاسه ورنکړئ، دواړه لوري باید د له منځه تللي احترام د ترمیم لپاره هڅه وکړي، که د احترام ترمیم امکان ونه لري او یا مو زیات زیان رسولی یا لیدلی وي نو بیا د واده پایله خرابه ده او په طلاق تمامېږي.

شپږمه نښه: آیا د ژوند ملګری یا ملګرې مو د سریالونو په څېر خیانت کاره دی؟
ځینې جوړې کولای شي له خیانتکارې لاس واخلي او یو د بل په څنګ کې خوشحاله ژوند ولري، یعنې زوج کولای شي خپلې اړیکې له دې ډول مشکلاتو وساتي، خو هغو جوړو چې څو ځله یې خیانت کړی وي ځانته یې د حل لاره سخته کړې، له احساسي یا جسمي خیانت د جبران یوازنۍ لار په مکرر ډول د خیانت نه ترسره کول دي تر څو له لاسه تللی باور او اعتماد تر لاسه شي.
ځینې کسان د واده اړیکو ته متعهد نه شي پاته کېدای نو دا ډول کسان باید د واده لپاره انتخاب نه شي.

اوومه نښه: نور یو له بل سره صمیمي نه یاست:
دې ته په تمه نه یو چې هر وخت دې د واده د لومړیو میاشتو په څېر حتمي یو د بل په بغل او عشق او عشقبازي وي خو د صمیمیت نه موجودیت مو واده له خطر او جدایي سره مخ کوي، په یو واده کې دا یو معمول کار دی چې یوه دوره کې داسې وخت راځې چې د ژوند ملګري یا ملګرې ته له پخوا تمایل کمېږي، حتی د عمر په لوړېدو، د ناروغیو له امله یا هم د ماشوموانو په زیاتېدو سره کېدای شي ستاسو جنسي تمایل کم شي.
که چېري د پخوا په څېر مو په منځ کې صمیمیت نه وي او یا کم شوی وي نو له ځانه وپوښتئ او اصلي لامل یې پیدا کړئ، د دې ستونزې عمده علت دا دی چې کله یو لوری د جنسي اړیکو غوښتنه وکړي او بل لوری ورته اماده نه وي، د ښځې او میړه تر منځ چې صمیمیت کم او یا له منځه لاړ شي دې وخت کې په کور کې کور جوړېږي او دوی په تجارتي بزنسي پارټنرانو بدلېږي.

اتمه نښه: په یوې موضوع څو ځله بحث کول:
طبیعي ده چې ښځه او میړه به خپل منځ کې د یوې مسئلې په اړه څوڅو ځله بحث کوي خو که چېرته د یوې مسئلې په اړه بحث جدي او تُند وي او یا د بحث په جریان کې یو لوری بیخې خاموش او چُپ پاتې شي پایلې یې خطرناکې دي.
تاسو یو له بل سره سازش او جوړجاړي ته اړتیا لرئ، په ځینې مسائلو کې باید له خپلې خبرې تېر شئ تر څو یو له بل سره صمیمي اړیکې پاتې شي، ځینې کسان په ډراماتیک شکل جنجال کې ګير پاتې وي چې نه شي کولای یو له بل سره صمیمي اړیکې وساتي.

محمد راشد ناشر

دا هم ولولئ

د کوروالي نه کولو او بې‌ ميلي لاملونه او حل لاري.

روحي او جسمي همدارنګه روانې ناروغۍ د دې سبب ګرځي چې ښځه او خاوند يو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *