کورپاڼه / جالب / آم که د ميوو پاچا!؟

آم که د ميوو پاچا!؟

آم د زيات خوند او ذايقي له مخې د ميوو د پاچا په نوم هم يادېږي د زياتو مغذي او انټي اوکسيډنټس موادو درلودونکی دی. آم معافیت پياوړی کوي، د سترګو اړوند ستونزې له منځه وړي، پوستکی او ويښتان روښانه او ځلانده ساتي.
په دې ليکنه کې درته د آم په زړه پورې روغتيايي ګټې درپېژنو!

لومړی: د سرطان ضد اغېزه لري
آم په خپل ترکيب انټي اوکسيډنټس مواد لکه(Quercetin,Fisetin,isoquercitrin,astragalin, Gallic acid and methyl gallate) لري. همدا انټي اوکسيډنټس مواد وجود له هر ډول سرطان لکه د کولون،پروسټاټ، د سینې او وينې سرطان څخه مخنیوی کوي.

دوهم: په وينه کې د کولیسټرول اندازه نورماله ساتي.
آم په خپل ترکيب کې (Vitamin C) فايبرونه او پيکټين ډوله مواد لري چې د همدې موادو په درلودو سره په وجود کې د کوليسټرولو اندازه نورمال ساتي.

درېيم: پوستکی روښانه ساتي
آم د نورو په زړه پورې روغتيايي ګټو سربېره د پوستکي اړوند هم يو شمېر ګټې لري. که پوستکی مو خړ او وچ وي هره ورځ آم وخورئ. آم پوستکي ته ځلا او روښانتیا ورکوي او خړوالی يې له منځه وړي.

څلورم: د شکرې ناروغي نورماله ساتي.
د آم پاڼې د شکر د منظمولو لپاره ډېرې ګټورې دي. هغه کسان چې د شکرې له ناروغۍ څخه ځوریږي، هره شپه د پنځه او يا شپږ د آم پاڼې په اوبو کې پستې کړي او سهار د يې وڅښي.

پنځم: د وزن بايللو لپاره
آم په خپل ترکيب کې زيات ويټامينونه او نور مغذي مواد لري. هره ورځ د يو آم خوړل انسان د ورځې په جریان کې له نهاره کيدو ساتي. همدا رنګه په آم کې د فيبروس محتويات لري، د هضمي سیستم وظايف پياوړي کوي او په وجود کې اضافي کالوري له منځه وړي چې په پايله کې د وزن د کموالي باعث ګرځي.

شپږم: د سترګو د روغتيا لپاره
آم په خپل ترکيب کې (vitamin A) لري. همدا ويټامين د سترګو د روغتيا لپاره ډېر مهم او ګټور دی. هغه کسان چې د سترګو اړوند ستونزې لري د ورځې لخوا د آم څخه استفاده وکړي.

اووم: قبضيت له منځه وړي
مطالعاتو ښودلي هغه کسان چې ځنډنی قبضيت لري او له قبضيت څخه ځوريږي، د درملو په ځای د له آم څخه استفاده وکړي. همدارنګه ددې سربېره آم په خپل ترکيب کې ډېری انزايمونه لري، چې پروټين او فايبرونه تجزيه کوي او د هضمي سیستم اړوند نور وظايف پياوړي کوي.

اتم: د وينې د کموالي لپاره
په بدن کې د وينې د اندازې د زياتوالي لپاره د اوسپنې د مقدار نورمال حالت ته اړتيا ده. آم په خپل ترکيب کې په زياته اندازه اوسپنه لري. هغه کسان چې د وينې کمښت ورسره ملګری وي، هره ورځ د په کافي اندازه د آم څخه استفاده وکړي.

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

دا هم ولولئ

ځوانکۍ او داغونه یې څنګه له منځه ځي؟

د ځوانکیو له منځه وړل!ډېری خلک د ځواني دانو د له منځه وړلو لپاره له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *