کورپاڼه / روغتيا / د ښو وېښتانو او نوکانو درلودلو لپاره کوم خواړو وخورو؟

د ښو وېښتانو او نوکانو درلودلو لپاره کوم خواړو وخورو؟

موږ ټول خوښوو چې ښکلي وېښتان او نوکان ولرو. خو ځینې په دې باور دې چې ښه وېښتان او نوکان درلودل یوازي د ښو شامپوګانو او یا نورو قیمته درملو په واسطه درلودلای شو. داسې نده. د وېښتانو څرنګوالی د انسان په ذات پورې هم اړه لري. خو د بېلابېلو رنګونو او پالشو په واسطه کوولای شو، د موقت وخت لپاره خپل نوکان او وېښتان ښکلي او ځلاداره کړو.
هغه څه چې ستاسې د وېښتان او نوکانو په سلامتیا باندې ځانګړی اغېز لري، هغه ستاسې غدایي رژیم دی. دا په دې مانا چې، د سالمو او مشتملو خوړو،خوړل ستاسې د وېښتانو او نوکانو په ښکلا، تقویه او سلامتیا کې مهم لرول لري. خوهغه کوم خواړه دي؟ راځئ لاندې یې ولولو!

۱-هګۍ : هګۍ یو له صحي خوړو له جملې څخه ده. آیا په دې پوهېدئ چې، ستاسې وېښتان او نوکان په زیاته کچه له پروټین څخه جوړشوي دي؟ هګۍ له پروټین او بایوتین څخه تشکیل شوې دي . د هګیو خوړل ستاسو وېښتان قوي ، ځلاداره ، او ښایسته کوي. نو هګۍ وخورئ چې پروټین ترلاسه کړئ ، بیامو په ښلکو وېښتانو او نوکانو دخلکو نظر ځانته جلب کړئ.

۲- ماهیان: باوري یم چې تاسې به د ماهي د غوښې د خوراک د کټو په اړه ډېر څه اورېدلي وي. د ماهیانو له دلې څخه اومېګا۳ او اومېګا۶ د وېښتانو د سلامتیا لپاره مهم او ګټور دي. دا په ثبوت رسېدلې ده چې د ماهیانو بیلابیل ډولونه له انسان سره کمک کوي تر څو ښکلي او جذابه وېښتان ولري. مزي ماهیان د ګڼ شمېر ویټامینونو لرونکي وي ، کوم چې خوراک یې د انسان د وېښتانو او پوستکي لپاره خورا ګټور دي.

۳-آلوکاټ: آولوکاټ نه یوازي دا چې موږ یې له پخوا څخه د یوې مېوې او د ناشتې کولو د خوراک په توګه پېژنو؛بلکه په یاده مېوه کې د ګڼ شمېر چربي او غوړیو شتون د وېښتانو د سالمو او ځلادارو لویېدو لامل کېږي. آلوکاټ د ويټامین اِ درلوونکي دي ، او هغو خلکو ته، څوک چې د نوکانو یا وېښتانو د ماتېدو په ناروغۍ اخته وي، د ویټامین اِ د اخستلو توصیه ورته کېږي. نو له دې معلومېږي چې آلوکاټ هم د وېښتو او نوکانو د ودې او پایښت او سلامتیا لپاره اساسي دوا ده .

۴- دانې : ډېری خلک د دانو له ګټو ناخبره دي ، او دوی فکر نکوي چې په دومره کمه جسم لرونکو حبوباتو کې به په دومره زیاته اندازه مواد موجود وي. چې دوی یې کله ناکله په خپل سلاد او یا هم د سهار په ناري کې استفاده کوي. لیکن دا د یادولو ده، چې دانې د ویټامین بي ، زینک ، او نورو ګټورو غوړیو له حیرانووکو دخایرو له جملې څخه دي؛ کوم چې د وېښتانو او نوکانو د سلامتیا لپاره د یادولو دي. نو کوښښ وکړئ چې د سهار په د ناشتې پروخت ، پر غذا کې په دانو څخه استفاده وکړئ.

۵-خواږه کچالو: خواږه کچالو د بېټاکاروټین یوه ښه زېرمه ده . دا هغه ماده ده چې وروسته له خوړلو د انسان په بدن کې په ویټامین اې بدلېږي ، کوم چې د انسان د وېښتو او د سر دپوستوکې یا جمجمې لپاره ګټور دي. یو خوږ کچالو کوولای شي چې ستاسې د بدن لپاره داړتیا وړ ویټامین اې څلور ځله لوړه کړي. نو ښکاره ده چې باید د خوړو پر وخت له خوږو کچالانو څخه هم استفاده وشي.

۶-د توتانو ډولونه: د توتانو ټول ډولونه د انټي اکسایدونو شتون له ځان سره لري. کوم چې وېښتان له زیان څخه ساتي. د توتانو ټول ډولونه ویټامین سي هم لري ، د کوم ویټامین په واسطه چې بدن د اوسپنې اړتیا پوره کوي. چې دا ټول د وېښتاتو لپاره مهم او ګټور دي.

ژباړه : عتیق الله شفق

دا هم ولولئ

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره پنځه اړينې لارښونې!

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره اړ نه ياست چې د ګران بيه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *