کورپاڼه / روغتيا / د الوچو روغتیایي ګټې!

د الوچو روغتیایي ګټې!

الوچې چې د خوند او رنګ له پلوه ډېره ه زړه پورې ميوه ده. ډېری خلک يې شنې/خامې هم خوري، خو د روغتیا له پلوه يې د پخو الوچو خوړل د وجود لپاره ډېرې ګټورې دي.
الوچې په خپل ترکيب کې ډېر مهم مغذي مواد،ويټامينونه او منرالونه لري.
روغتيا پوهانو د الوچو يو شمېر روغتيايي ګټې ښودلي دي، او په دې ليکنه کې يې درته ځينې ګټې درمعرفي کوو.

لومړی: قبضيت له منځه وړي
قبضيت چې د هضمي سیستم يوه عامه ناروغي ده، ډېری کسان ترې ځوريږي. د همدې قبضيت څخه ورته ګنګسيت، ستوماني او دماغي ستړيا پيدا کيږي. د قبضيت د ماتولو لپاره الوچې او يا هم د الوچو تازه جوس وڅښئ.

دوهم: الوچې له انټي اوکسيډنټس موادو څخه غني دي
انټي اوکسيډنټس مواد د روغتيا لپاره حياتي ارزښت لري. نوموړي مواد په وجود کې مضرې وړانګې او ميکروبونه له منځه وړي. همداراز نوموړي مواد په وجود کې سرطاني حجرې له منځه وړي او د سرطان رامنځته کيدو مخنيوی کوي.

درېيم: د وينې شګر نورماله کوي
الوچې په خپل ترکيب کې خوږوالی لري، خو بدون له شکه د وينې شګر نورماله کوي. د الوچو خوړل د شکر ناروغانو لپاره غوره توصيه ده.

څلورم: د هډوکو د روغتيا لپاره
په الوچه کې شته مغذي مواد د هډوکو د جوړښت او پياوړتيا لپاره ډېر اغېزمن دي. لکه څنګه چې کلسيم د هډوکو لپاره موثر دي، همدرانګه پوتاشيم او مس(copper)هم د هډوکو د جوړښت او پياوړتيا لپاره موثر دي. همدارنګه د الوچو خوړل د هډوکو له ناروغيو څخه مخنيوی کوي.

پنځم: د زړه د روغتيا لپاره
الوچې د زړه او د وينې لپاره ډېرې ګټورې دي. الوچې د وينې د پمپ کولو دنده اغېزمنه کوي. او د وينې جريان نورمال کوي. هره ورځ الوچې وخورئ او د زړه اړوند ستونزو څخه مخنیوی وکړئ.

شپږم: د معافيتي سيستم پياوړی کوي
الوچې معافيتي سيستم پياوړی کوي او وجود د موسمي ناروغيو څخه ساتي.

اووم: د وينې غواړ کنټرولوي
د انسان وجود دوه کوليسټرول لري، يو يې ښه او بل يې بد ګوليسټرول دي. هره ورځ الوچې وخورئ او د وينې غواړ مو کنټرول کړئ.

اتم: د وينې لوړ فشار ټیټوي
په نړۍ کې اکثريت خلک د وينې لوړ فشار څخه ځوريږي. الوچې په خپل ترکيب کې پوتاشيم لري. د الوچو خوراک د وينې لوړ فشار منظموي. او همدارنګه د وينې دوران هم پياوړی کوي

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

دا هم ولولئ

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره پنځه اړينې لارښونې!

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره اړ نه ياست چې د ګران بيه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *