کورپاڼه / جالب / هېڅکله دا خواړه سره یو ځای مه خورئ! چې بدن ته مو زيان رسوي

هېڅکله دا خواړه سره یو ځای مه خورئ! چې بدن ته مو زيان رسوي

ځينې داسې خواړه شته، چې کله يې سره ګډ يا يو ځاى وخورئ، نو ډېر خوندور او په زړه پورې وي. لکه: بادرنګ او روميان، شيدې او کيله، غوښه او کچالو (الوګان) او نور ډېر، چې ځينې یې له دوى څخه داسې ترکيبي مواد لري، چې زموږ او ستاسو بدن ته زيان رسوي. ځينې يې د داسې جوړښت درلودونکي دي، چې کولاى شي په هضمي سيستم کې مو ستونزې را منځته او کولاى شي ناروغ مو کړي، خو دا کوم ډول خواړه دي؟

1- بادرنګ او رومي (ټماټر):
دا هغه ترکاري ده، چې موږ يې د خوړلو سره ډيره مينه لرو. خو څېړنې ښايي دا دوه ډوله سبزې کولاى شي د بدن ميتابوليزم کې خنډ رامنځته کړي او په خاص ډول کله چې دواړه سره يو ځاى وخوړل شي په بدن کې د بادو د جوړښت لامل ګرځي. په دوی کې شته د ويټامينونو هضم له خنډ سره مخ کېږي، نو اړينه ده دواړه په جلا جلا ډول وخوړل شي.

2- قهوه او پنېر لرونکى ساندويچ:
که تاسو د هغه کسانو له ډلې ياست، چې ورځ مو د پنېر لرونکي ساندويچ او قهوې په څښلو پيلېږي، نو بيا په پنېر کې د شته ګټو سره مخه ښه وکړئ. په ډوډۍ کې شته ساده کاربوهايدريت د کلسيمو د هضم مخه نيسې او په دې ډول د اعصابو او زړه په رګونو کې ستونزې رامنځته کوي. که قهوه هم ورسره اضافه کړو، نو په يوه ناسالمه خوړو بدلېږي. که ساندويچ او پنېر مو خوښېږي، نو د قهوې پر ځاى د چاى نه ګټه واخلئ.

3- کچالو او غوښه:
د سرې کړې غوښې او کچالو يوځاى خوړل د يوې دروند خوراکي رژيم ټاکنه ده. کله چې په کچالو کې شته نشايسته د غوښې له پروټينو سره يو ځاى کېږي. ورسره سم په هضمي سيستم ګډوډي را پیدا کوي، چې د زړه سوي او بادو د جوړښت لامل ګرځي. ترکاري لکه فاصليه، شين کدو، کرم او کاهو کولاى شي، د غوښې سره ښه ترکيب رامنځته کړي.

4- مکروني او سره کړې غوښه:
همدا سوچ او فکر د سرې کړې غوښې او مکروني لپاره کفایت کوي، چې ترشح کوونکې غدې د پتالين او آميلاز په نامه تيزاب توليدوي، چې د نشايسته قندونه په ساده قندونو اړوي ساده قندونه چې کله د پروټين سره يوځاى شي يو خطرناکه کيمياوي غبرګون رامنځته کوي، چې کولاى شي، د شکرې او د زړه ناروغيو سبب شي. نو مکروني په جلا ډول د مختلفو ترکاريو سره وخورئ او خوند ترې واخلئ.

5- لبني توکي او آناناس:
آناناس د برملين په نامه ماده لري، چې د لبنياتو سره د ترکيب په پايله کې کولاى شي، د بدن د انزايمونو د ګډوډېدو لامل شي. د آناناس پر ځاى زردآلو يا وچ آلو ډېر استمعال کړئ.

6- شيدې او کيله:
د دې جوړې استعمال ډېر مشهور دی، ځکه يو مغذي ماده ده په آسانۍ سره تيارېږي، خو د دواړو يو ځاى جوړښت زموږ بدن ته زيان رسوي. کله چې دواړه په ګډه استعمال شي په آسانۍ له بدن څخه وځي، خو ورسره په هضمي سيستم کې خنډ را پیدا کوي.


ژباړه : سرور محمدي
ماخذ : MILLIYET

دا هم ولولئ

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره پنځه اړينې لارښونې!

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره اړ نه ياست چې د ګران بيه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *