کورپاڼه / روغتيا / څنګه کولای شو، د ځيګر د سرطان مخنيوى وکړو؟

څنګه کولای شو، د ځيګر د سرطان مخنيوى وکړو؟

دغه لیکنه کې به پوه شئ، چې څنګه د ځيګر د کړونکې ناروغۍ څخه ځان وساتو.
د ځيګر سرطان بشر ته د ځوروونکو ناروغيو له ډلې یوه ده. دا سرطان په عملي توګه د بدن ټول انزايمونه ګډوډوي. د ځيګر سرطان څخه مخنيوى کولاى شي، ستاسو له روغتيا سره په بې سارې ډول مرسته وکړي.

ځيګر د سرطان کچه له 1980م کال را پدېخوا درې برابره زياته شوې ده، چې دغه زیاتوالی یې يو لړ لاملونه له ځان سره لری. لکه: چاغښت او په دوهم ډول د شکرې ناروغۍ زياتوالى، د دې ناوړه ناروغۍ په ډېرېدو کې بې ونډې نه ده. څېړونکو په موږکانو باندې ډيرې لابراتواري څېړنې ترسره کړي، چې د څېړنو په پايله کې دا ثابته شوې، چې ورزش کولاى شي، چې ددې ډول سرطان د اخته کېدو خطر را کم کړي. په خاص ډول هغه کسان چې په ناروغۍ د اخته کېدو کچه يې تر نورو لوړه وي.

موږ ټول د منظم او دومداره ورزش په ګټو خبر يو او پوهيږو، چې زموږ په سلامتيا کې څومره رول لوبوي. خو اوس څېړنو دا ثابته کړې، چې دوامداره ورزش د سرطان ضد خاصيت لري. حتی ويلی شو، چې ورزش کول د ځيګر د سرطان سره د جنګ په مانا دی. استراليا د پوهنتون څېړونکو په دې اړه ډېرې څېړنې کړې دي، تر څو معلومه کړي، چې آيا ورزش رښتیا هم په هغه کسانو کې چې د ځيګر د سرطان خطر پکې ډېر دى، ګټور دی؟
هغه خلک چې د ځيګر په سرطان د اخته کېدو لوړې کچې خطر له ځانه سره لري هغه ناروغان دي، چې د شکر دوهم ډول او يا هپتايت C (تور زېړى) لري.

ورزش څنګه کولای شي، چې د سرطان دغه کړۍ ماته کړي؟
څېړونکو د موږکانو غذايي رژيم لوړ کړ، تر څو له حده ډېر چاغ شي او ځيګر يې هم غوړ شي، وروسته يې ورته په ځيګر کې سرطاني حجرې زرق کړې. نيمايي له دغه موږکانو څخه يې په يوه متحرکې کړۍ کې کېښودل تر څو موږکان د منډې په حالت کې وي او نيمايي نور يې په يو ځانګړو ساکت قفسونو کې کېښودل. هغه موږکان چې په ګراړۍ کې وو، په ورځنې ډول 40 کيلو متره منډه وهله، چې د موږکانو د وزن د ډېرېدو مخه يې نيوله. د دې موږکانو روغتيايي وضيعت په قفس کې د شته موږکانو په پرتله ښه وو په داسې حال کې چې دواړو ډلو يو ډول او يوه اندازه خوراک څخه استفاده کوله.
هغه موږکانو چې منډه یې نه وهله د شپږو مياشتو په ترڅ کې د ځيګر په سرطان اخته شول. په داسې حال کې چې د موږکانو هغه ډله چې منډه وهله، په دې ناروغۍ اخته نه شول نو په دې سره دې پايلې ته رسېږو، چې ورزش د ځيګر د سرطان نه مخنيوى کوي.


او دا هم بايد ووايو هغه ډله موږکانو کې چې په منظم ډول يې منډه وهله د ځيګر غوړ يې د وخت په تېرېدو سره راکمېده او په وينه کې يې استرس توليدونکې ماليکولونه هم کم ليدل کيدل. یاد ماليکولونه د ځيګر حجرې په سرطاني حجرو بدلوي. چې د ورزش کولو سره د نوموړو حجرو کچه په حيرانونکې توګه ټيټېږي. نو د لاس ته راغلو شواهدو په اساس دې پايلې ته رسېږو چې، هو! ورزش د هغه ناروغانو سره مرسته کوي، چې د چاغښت او د شکرې په وجه يې د اخته کېدو کچه ډېره وي کنترول کړو. د دې څېړنې په ترسره کېدو د استرس ماليکولونو رول هم څرګند شو.
هیله شته، راتلونکې کې داسې درمل جوړ شي چې د نوموړو ماليکولونو کچه راټيټه کړي، چې د بشر د پوهې په مرسته به يوه ورځ دا ناروغې راکمه شي.

ژباړه: سرور محمدي

دا هم ولولئ

وېښتان مو ویټامینونو ته اړتیا لري؟

ويټامینونه د بدن د روغتیا لپاره اړین دي. د ويټامینونو کمښت د ناوړه او بې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *