کورپاڼه / ورځنۍ چارې / د غوسې د کنټرول لس لارې چارې!

د غوسې د کنټرول لس لارې چارې!

په ورځني ژوند کې له ډېرو داسې پېښو سره مخ کېږو چې زموږ غوسه راپارولی شي، که څه هم په انسانانو کې غوسه يو طبيعي پديده ده، خو هر کله چې د غوسې شدت زيات وي، له انسان څخه ځينې داسې غير ارادي او غېر طبيعي کارونه کېږي چې له غوسې وروسته يې د لويې پښيمانۍ سبب کېږي، چې جبرانيدل به يې ستونزمن وي. سربېره پر دې د غوسې په پايله کې ځينې بدني او رواني ستونزې، لکه د وينې فشار لوړېدل او اضطراب هم رامنځته کېږي.
د غوسې کنترولولو لپاره ځينې اغېزمنې لارې چارې شته دي. په 2010م کال کې د يوې معتبرې سرچينې له لورې په ترسره شوې څېړنه کې په ډاګه شوه چې خلک د ځينو لارو چارو په عملي کولو سره خپله غوسه په سالمه توګه کنترولولی شي، چې ورسره د زړه په ناروغۍ باندې د اخته کيدو امکان هم ډېر راکمېږي.
لاندې مو درته د غوسې کنترولولو لس لارې چارې راخيستي دي:

اول: ژوره ساه واخلئ
د غوسې پر مهال مو ساه اخیستنه هم بې کنتروله وي، د ژورې ساه په اخيستو سره يو ډول د ارامتيا احساس کوئ.
ارام بخښونکي عبارتونه
ځينې عبارتونه او متنونه کولی شي چې د غوسې او هم د ناهيلۍ پرمهال ستاسو په روان باندې مثبته اغېزه وکړي. ځينې مينه ناکې او هيله منې جملې او ويناوې درسره مرسته کوي چې د غوسې پرمهال ځان په غوره توګه کنترول کړئ. هڅه وکړئ چې ځينې غوره هيله بخښونکې او مينه ناکې جملې په خپل ځيرک تليفون يا جيبي کتابچه کې له ځان سره ولرئ.

دویم: ښه تصور وکړئ
د غوسې پرمهال په خپل ذهن کې داسې يو انځور درته جوړ کړئ چې د ارامۍ او خوشالۍ سبب مو کيدای شي. د بېلګې په توګه ذهني انځور کې هغه څه/څوک/ځای راولئ چې تاسو ته خوشالي او ارامي درکولی شي.
بدن ته مو په دقت سره خوځښت ورکړئ
ځينې وختونه د غوسې پرمهال يوازې په کيناستلو او ولاړيدلو هم ستاسو غوسه نه راکمېږي. د يوګا يا ورته نورو ارام بخښونکو حرکاتو او خوځښتونو په ترسره کولو سره خپل مغز ته ارامتيا وبخښئ. ځينې وختونه د غوسې پرمهال په پلي تګ يا نورو اغېزمنو حرکاتو سره هم خپله غوسه کنترولولی شئ.

دریم: ليدلوری مو وارزوئ
د زيات سترس او ذهني فشار پر مهال مو په حقيقتونو باندې د درک قوه کمزورې کېږي او داسې احساس کوئ چې د نړۍ هر څه مو له لاسه وتلي. هر ځل چې غوسه يا ناارامه کېږئ خپل دغه منفي ليدلورئ مو وارزوئ او دا حقيقت ومنئ چې په هر چا باندې ښې او بدې ورځې راځي، او سبا به د يوې نوې او بريالۍ ورځې پيل وي.

څلورم: ناهيلي مو بيان کړئ
خپلې ناهيلۍ مو د کورنۍ نږدئ غړي يا يوه نږدې ملګري ته بيان کړئ. په دې سره به مو په زړه باندې دروند بوج سپک شوی وي او ښايي د خپلو ناهيلو د حل لار هم ومومئ.

پنځم: غوسه مو په ټوکه ختمه کړئ
د غوسې پرمهال د يوې خندوونکې ټوکې لوستل يا اوریدل، درسره مرسته کوي چې متعادل ليدلوری ولرئ. دا په دې مانا نده چې ګواکې تاسو په خپلو ستونزو پورې خاندئ، بلکې درسره مرسته کوي چې د عصبايت له حالته راووزئ او په ارامو دماغو د حل لارې ولټوئ.

شپږم: خپله شاوخوا مو بدله کړئ
د بېلګې په توګه که د غوسې پرمهال مو کور ګډوډ وي او غوسه مو نشئ کنترولولی، له کوره ووځئ او د څو ساعتونو لپاره ډرايوري يا پلی تګ وکړئ او کله مو چې ذهن ارام شو‎ بيا کور ته راشئ او خپل کور مو هم منظم کړئ.
د غوسې موارد وپېژنئ او پرځای يې نور بديلونه پيدا کړئ
که ورځنۍ چارې مو په داسې ډول وي چې تاسو ته غوسه او ناهيلي درکوي، هڅه وکړئ چې د دې چارو پرځای نور بديلونه پيدا کړئ او له دې چارو ځان بېغمه کړئ. که هر څومره مو د غوسې ټکي او موارد وپيژندل او پرځای مو يې بديل موارد ځای کړل، نو د غوسې کنترولولو لپاره به مو د پام وړ کار کړي وي.

اووم: په ښو ورځو او ښکليو شيبو باندې تمرکز وکړئ
په ژوند کې ښکلې او ترخې ورځې شته، د دې پرځای چې په بدو او ترخو ورځو او شيبو باندې فکر وکړئ، د ژوند په ښکليو او ښو ورځو او شيبو باندې فکر او تمرکز وکړئ.

اتم:مرسته اخيستل
کله چې د ژوند په ورځنيو چارو کې په عادي مسايلو سخت غوسه کېږئ او غوسه هم زياتره مواردو کې ستاسو له کنترول څخه وځي او د ژوند اړيکې مو ورسره پيکه کېږي، په دې صورت کې اړينه ده چې يوه متخصص ته مراجعه وکړئ؛ تر څو درسره مرسته وکړي چې په خپلې غوسې باندې کنترول او برلاسی ولرئ.

ژباړه: احسان لمر

دا هم ولولئ

تمرکز څنګه په بریا کې مرسته کوي؟

دتمرکز دزیاتېدو لپاره څه وکړو؟څنکه تمرکز زیات کړو؟دتمرکز دزیاتېدو لارې کومې دې؟زموږ حواس له باندينې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *