کورپاڼه / روغتيا / د دماغو پياوړتيا او ارامتيا لپاره لس لارې چارې

د دماغو پياوړتيا او ارامتيا لپاره لس لارې چارې

ټول انسانان په خپل شخصي او کاري ژوند کې له ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي. ځينې انسانان د دې ستونزو په وړاندې خپلې ټولې لارې چارې ازمويي، خو ځينې د دې ستونزو سره د مبارزې توانايي له لاسه ورکوي او دغه ستونزې يې خواشينۍ او ناهيلۍ زياتوي، چې ورسره يې ټول ژوند پيکه کېږي.
په دې ليکنه کې مو د دماغو د پياوړتيا او ارامتيا لپاره لس غوره لارې چارې درته راخيستي، چې په عملي کولو سره به يې د ژوند په ډېرو ستونزو برلاسې وئ:
۱- په ځان باور ولرئ
ژوند همېشه له ستونزو سره تړلی دی. د دې ستونزو په وړاندې د مبارزې لپاره بايد همېشه په خپلې وړتيا باوري واوسئ. په ياد يې راوړئ چې مخکينې ستونزې چې تاسو ورسره مخ شوي وئ، څنګه مو په برياليتوب حل کړې وې. د تېرو برياليو تجربو په رايادولو سره اوسنيو ستونزو سره د مبارزې لپاره په ښه توګه تشويقېږئ.

۲- «نه» ويل زده کړئ
زياتره کسان «نه» ويل يو ډول بې ادبي او بې نزاکتي بولي او مجبور دي چې ټولو هغه اوامرو ته هم «هو» ووايي، چې د ده د ناراضايتۍ سبب کېږي. دوی ويرېږي که «نه» ووايي، مقابل شخص به ترې خپه شي، يا به ورته د بې ادبه او بې نزاکته فکر وکړي. که تاسو په هر حالت کې ځان د نورو غوښتنو ته تسليموئ، خوشالي به هم ونه وينئ.
۳- بدلونونه ومنئ
د پياوړتيا له لومړنيو شرطونو څخه يو هم په انسان کې د انعطاف منلو ځانګړتيا ده. همېشه هڅه وکړئ چې مختلفې کړنلارې وازمويئ. له بدلونونو مه ويرېږئ. هر کله چې په يو بدلون پيل کوئ او له هغه بدلون سره ستاسې د شخصيت يوه عالي ځانګړنه هم مل وي، په دې صورت کې به د لا زياتې پياوړتيا او ډاډ احساس وکړئ. په ياد ولرئ هغه انسان چې بدلونونه نه مني، هغه يو وروسته پاتې انسان دی.
۴- مثبت اوسئ
ايا تاسې هم د هغه کسانو څخه ياست، چې يوازې د ستونزې منفي اړخ ګورئ؟ هرې ستونزې ته د منفي زاويې څخه مه ګورئ، بلکې همدا ستونزې دي چې تاسې برياليتوبونو ته رسوي او تاسې برياليتوبونو ته رهنمايي کوي، د ستونزو رهنمايي کوونکي اړخونه هم درسره په ياد ولرئ.
۵- خوب مو منظم کړئ
د يوې ښې ورځې د پيلولو لپاره بايد تازه او باانرژي واوسو. د همدې په خاطر ستاسو خوب بايد منظم او پوره وي، ګنې ورځنۍ چارې به مو په منفي توګه اغېزمنې شوي وي.

۶- بخښنه وکړئ او هېر يې کړئ
ښه نده چې همېشه له يو شخص څخه کرکه ولرئ او همېشه ورسره په کشمکش کې واوسئ. هغه کسان چې ستاسې په ژوند باندې منفي اغېزه لرلي وي، هغوی ته بخښنه وکړئ؛ او هېر يې کړئ. په دې توګه د خپل ژوند څخه يو خنډ او تشويش ايسته کړئ.
۷- په فزيکي توګه پياوړي اوسئ
پياوړی بدن په حقيقت کې د پياوړي ذهن په مانا دی. که غواړئ چې په روحي توګه ځان پياوړی احساس کړئ، لومړی د خپل بدن روغتيا ته پاملرنه وکړئ. روغتيايي خواړه وخورئ او پاکې اوبه وڅښئ. تاسې بايد هره ورځ سپورت وکړئ او بدن مو فعال او پياوړی وساتئ.
۸- په شاتګ مه کوئ
خپلو نظرياتو باندې ولاړ او ورته وفادار پاتې شئ. هغه څوک چې ستاسو د نظرياتو پلوي نه کوي، مه ورته تسليمېږئ. د پياوړتيا يو راز دا هم دی چې د پياوړو کسانو په وړاندې ځان پياوړی وښيو او په شاتګ ونه کړو.
۹- تل ځان ته ريښتينې اوسئ
ځينې وختونه موږ ته حقيقت ويروونکی وي او د منلو پرځای ترې تېښته کوو. خو په دې سره بريالي کيدلی نشو او نه هم حقيقت په تېښته بدلولی شو. غوره لاره دا ده چې حقيقت څخه تېښته مکوئ او په يوې غوره ستراتيژۍ سره د حقيقت په وړاندې راڅرګند شئ.
۱۰- موخې مو مشخصې کړئ
د يوې موخې ټاکل، لاسته راوړلو لپاره يې هلې ځلې او ورته رسيدل هغه بريالی سفر دی، چې تاسو ته د پياوړتيا او قدرت احساس درکوي. دلته منظور هغه لويې موخې ندي چې ورته رسيدل مو ناممکن وي؛ بلکې هغه موخې دي چې ورته رسيدل مو ممکن دي. هر کله چې خپلو موخو ته ورسيدلئ، همدا بريالی سفر تاسو ته روحيه درکوي چې نورو موخو ته هم په برياليتوب سره ورسېږئ. ان که بريالي هم نشئ، له بې موخې ناستي خو به درته غوره وي. هيڅکله مه تسليمېږئ. د يوې موخې د لاسته راوړلو او پرمختګ لپاره مختلفې لارې چارې وپنځوئ.

ژباړه: احسان الله لمر

دا هم ولولئ

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره پنځه اړينې لارښونې!

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره اړ نه ياست چې د ګران بيه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *