کورپاڼه / روغتيا / په سهار کې د کوروالي له روغتیایي ګټو خبر یاست؟

په سهار کې د کوروالي له روغتیایي ګټو خبر یاست؟

په سهار کې نارینه له کوروالي سره علاقه لري او ښځو ته ډېره په زړه پورې نه وي. په لاندې مطلب کې د سهار د کوروالي ځینې روغتیایي او رواني ګټې بیانوو. کېدای شي په زړه مو پرېوزي.

په سهار کې د کوروالي نهه ګټې:

۱- بدن مو ورته تیار وي!
د کوروالي لپاره مناسب وخت د سهار وخت دی، ځکه بدن مو په پوره ډول ورته تیار وي. دلیل یې دا دی چې د سهاره استروجن او تستوسترون لوړې اندازې ته رسېږي. دغه موضوع ولې مهمه ده؟ یوې مطالعې ښودلې چې جنسي میل د هورمونو د اندازې تر تاثیر لاندې وي؛ په دې مانا چې څومره مو د هورمونو اندازه لوړه وي، هومره مو جنسي میل هم زیاتېږي.

۲- نارینه ښه عمل کوي!
څومره چې تستوسترون زیات وي، هومره کوروالي غوره وي. د یوې مطالعې پر بنسټ د تستوسترون زیاتوالی د جنسي میل او عمل د ښه والي سبب کېږي. دغه راز یوې پخوانۍ څېړنې روښانه کړې، چې د تستوسترون لوړوالی د شوق د زیاتوالی لامل هم کېږي.

۳- اکسيتوسین ازادوي!
د سهار کوروالي مو په خپل منځ کې نژدې کوي. څنګه؟ په سهار کې اړیکه د اکسيتوسین د ازادېدلو سبب کېږي، چې د “مهرباني هورمون” په نامه هم پېژندل کېږي.
اکسيتوسین په مغز کې شیمایي ماده ده، چې مینه او پیوند کنټرولوي او کله چې په اړیکه کې ازادېږي، له مقابل لوري سره د نورو اړیکو احساس پیاوړی کوي.

۴- فشار کموي!
غواړئ چې له فشاره خلاص شئ؟ نو د سهار کورواله وکړئ. یوې مطالعې روښانه کړې چې خوند بښونکي کارونه د فشار هورمون یانې کروتیزول کمولای شي. کار ته له تګ مخکې مینه او سکون مو ټوله ورځ روحیه ښه کوي.

۵- د اندروفین د ازادۍ سبب کېږي!
د سهار کورواله د اندورفینو او د درد د جادویي تسکین لرونکو شیمایي موادو د ازادېدو سبب کېږي، چې د روحیې په پیاوړتیا کې مو مرسته کوي. همدا دلیل دی چې له اړیکې وروسته د خوشالي احساس کوئ. نو ولې مو ورځ نه پرې پیل کوئ؟

۶- یو ډول ورزش هم ګڼل کېږي!
په پوره باور د سهار اړیکه د نیم ساعت منډې معادل نه ده، خو یو ښه تمرین شمېرل کېږي. د هاروارډ د روغتیایي برخې د څېړنې په اساس، کوروالي په دقیقه کې پینځه کالوري انرژي سوزوي، چې له پلي تګ سره تقریباً معادل ده.

۷- مغز ته مو ګټوره ده!
غواړئ مغز مو پیاوړی کړئ؟ د سهار اړیکه یې ښه لاره ده. ګڼو څېړنو ښودلې، چې کورواله عصبي هورمونونه په ځانګړي ډول دوپامین او د خوشالي هورمون ازادوي، چې د مغز له پیاوړتیا سره مرسته کولای شي.

۸- د بدن امینتي سیستم پیاوړی کوي!
څېړونکو څرګنده کړې چې کوروالي د بدن طبیعي دفاعي قوت د باکتریاوو، ویروسونو او میکروبونو پر وړاندې پیاوړی کولای شي.

۹- له ځوان ښکاره کېدلو سره مو مرسته کوي!
سهارني کوروالي د ځوانۍ سرچینه بلل کېږي. ځینې څېړونکي باور لري چې کوروالي د ځوان پاتې کېدلو لپاره ګټور دي، ځکه د اکسيتوسین، بتا اندروفین او نورو التهابي مالیکولونو د ازادېدلو سبب کېږي. بي بي سي نیوز د پخوانیو څېړنو پر بنسټ ثابته کړې، چې په اونۍ کې لږ تر لږه درې ځله کورواله کوونکي، د هغو پر نسبت چې کمه اړیکه ولري، څو کاله ځوان ښکاري. ارګاسم ته رسېدل له څو لارو د بدن پوست ته هم ګټور دي.

ژباړه: نوراغا رحماني

دا هم ولولئ

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره پنځه اړينې لارښونې!

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره اړ نه ياست چې د ګران بيه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *