کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ساینس او خرافات (Science and Pseudo Science)

ساینس او خرافات (Science and Pseudo Science)

موږ د تاریخ په داسې یوه دوره کې ژوند کوو، چې هر خوا د فساد، دروغو، خطا او جعل کاري خبرونه اورو. بدبختانه دا ستونزې تر سیاست او رسنیو محدودې

ندي پاتې شوې؛ آن د ساینس یوې حیاتي او دقیقې ساحې ته یې هم نفوذ کړی دی. پداسې یوه دوره کې، چې ساینس ډېر د باور وړ شمېرل کېږي، ډېری غواړي د ساینس تر عنوان لاندې خپل نادرست او غولونکي مالومات په خلکو ومني، په همدې خاطر دا چې د ساینس او خرافاتو د تفکیک لپاره مو د یوه مقدماتي بحث پیل کړي وي
دا ژباړه مې وکړه او د لا ښه وضاحت لپاره مې ځینې خپلې خبرې هم د پایلي سره ضمیمه کړې.
که ددې بحث علاقه مند یاست راتلونکي پوستونه تعقیب کړئ

کلیدي اصطللاحات:علم ، شبه علم ،خرافات ،کارل پوپر، ابطال قبلونه

ددې لړۍ لمړۍ لیکنه لا پخوا د بڅرکي مجلې په لمړۍ ګڼه کې پدې پوښتنه پیل شوي وه( ساینس څه شی دی؟) هلته موږ ساینس په دقیقه مانا تعریف کړی وو
پدې لیکنه او ژباړه کې هڅه شوي چې ساینس له سوډو ساینس (خرافاتو) څخه جلا کړو.

کارل ریموند پوپر د شلمې پیړۍ مشهور فلیسوف وایي: د ساینسي نظرې څرګنده نښه ابطال قبولونه ده. د باطل کېدلو وړ پدې مانا نده، چې نظریه باطله یا رد شوې ده بلکي دا وایي چې نظریه داسې وړاندوینې کوي چې کولای شو هغه په تجربه کولو سره وازمایو، که چیرته ثابته شي چې هغه وړاندوینې اشتباه دي، نظریه باطله ده. نو بنآ د یوې نظرې د باطل کېدلو وړ پدې مانا ده چې موږ وتوانېږو د هغې نظریې بطلان کشف کړو.

پوپر فکر کاوه، ډېری داسې نظریې شته چې خلک فکر کوي علمي دي، مګر پورتنۍ ځانګړتیا نلري، په همدې بنا د دې وړ نه دي چې ساینس یې وبولو دا هسې ساینس ته ورته او خرافات دي.
د زیګموند فروئیډ د روان څېړنې نظریه د کارل پوپر لپاره د شبه علم (خرافاتو) یو ښه مثال وو. د فروئیډ نظریه د تجربې له هرې نتیجې سره سر خوري، د ناروغ سلوک که هرڅه وي فروئیډیان کولای شي د خپلې نظريي په اساس هغه ته توجیه پیدا کړي.

هیڅکله داسې نه وايي چې ددوی نظریه غلطه ده. پوپر دا نظریه په یو مثال کې انځور کړې ده. یو سړی تصور کړئ، چې یو ماشوم دده د وژلو په نیت ځان سیند ته اچوي او یو بل سړی په نظر کې ونیسئ چې هغه د ماشوم د ژغورلو په نیت ځان سیند ته اچوي

فروئیډیان ددې دواړو سړیو سلوک یو ډول تعبیر کوي: لمړنی افسرده وو او دویم د بزرګۍ لوړې مرتبې ته رسیدلی وو. پوپر وایي د فروئیډ نظریه د بزرګي، افسردګي، غیرشعوري تمایلات او له داسي نورو مفاهیمو څخه په استفادې کولای شو له هرې کلینیکي ډیټا سره په اساني موافقه وښیو.

پوپر وایي دغه ټکی د کارل مارکس د تاریخ نظریې په اړوند هم صدق کوي. مارکس به ویل: په صنعتي هیوادونو کې پانګوالي(کپیټالیزم) خپل ځای سوسیالیزم او بلاخره کمونیزم ته پرېږدي. کله چې داسي ونشول مارکسستانو ددې پر ځای چې ووایې د مارکس نظریه غلطه وه، د بیان یوه بله طریقه یې خپله کړه او ویل به یې: دولتونو رفاهي سیاستونه زیات کړي نو د پرولټاریا(کارګرانو) هغه شوق او جذبه چې له انقلاب سره وه کمه شوې؛ ځکه انقلاب ونشو. په همدې توګه د مارکس نظریات هم دقیقا د فروئیډ د نظریاتو په شان له هر ډول حالاتو او معلوماتو سره جوړ را تلای شي، نو ځکه خو پوپر ته د مارکس او فروئیډ دا نظریې ساینسي نه برېښي.

پوپر د مارکس او فروئیډ دا نظریات د انشټاین د عام نسبیت له تیوري سره مقایسه کوي. د انشټاین تیوري د فروئیډ او مارکس برخلاف مشخصه وړاندوینه کوي: د لمر قوي جاذبې میدان د لرې پرتو ستوریو نور خم کوي. معمولا له لمرنیونې څخه بغیر په نورو حالاتو کې ددې پدیدې مشاهده ناممکنه ده.

په ۱۹۱۹ م کال کې یو انګلیسې ستورپوه سر آټور اډینګټون دوه ډلې د علمي هئیت په توګه یوه ډله برازیل او بله دافریقا ساحل د پرنسیپ جزیرې ته ولیږل، تر څو د انشټاین علمي وړاندوینه و ازمایي.

هئیت وموندله چې لمر په رښتیا د ستورو نور دقیقآ په هماغومره اندازه چې انشټاین وړاندوینه کړې وه خم کوي. دغې موضوع پوپر په شدت سره تر تاثیر لاندې راوست. پوپر وایې انشټاین وړاندوینه کړي وه او دده د فرضیې ازموینې سره معلومیده چې انشټاین سم وایي، که په خطا کې دی؟ په همدې خاطر پوپر وایې چې د انشټاین نظریې د ابطال قبلونې خصوصیت درلود او ورته یوه ساینسي تیوري ویلای شو.

له شهودي نظره د علم او خرافاتو په جلا کولو کې د پوپر هڅه د منلو وړ ده، رښتیا هم هغه نظریه چې له هر ډول ارقامو سره سمه راځي باید ورباندې شک وشي، خو ځینې نور فلیسوفان د پوپر نظر ډېر ساده بولي، پوپر په مارکسیستانو او فروئیډیانو پدې خاطر انتقاد کوي، هر هغه شواهد چې ددوی له تیوري سره په ټکر کې دي ددې په ځای چې ومني نظریه یې غلطه ده په مالوماتو انتقاد کوي او هڅه کوي داسې یې تشریح کړي چې ورسره جوړ راشي. دا خبره رښتیا هم د شک وړ ده، خو په عین حال کې داسې شواهد موجود دي چې یو ساینس پوه چې پوپر نه غوښتل نوم یې واخلي او خلکو ته وښیي چې د ساینس په ځای په شبه علم(pseudo science) لګیا دی او په عین حال کې دده هڅو ښه نتیجه هم ورکړې ده.

د ستور پوهنې بل مثال دا مسله روښانه کوي؛ د نیو ټن نظریه د سیاراتو هغه مسیرونه چې هغه ورباندې د لمر په شاوخوا کې څرخېږي پېشبیني کړي وو. اکثره دې پېشبیني وو له مشاهداتو سره سر خوړ، خو د اورانوس مدار لکه څنګه چې نیوټن پېشبیني کړی وو په منظمه توګه له مشاهداتو سره سر نخوړ. دوو ساینس پوهانو چې یو یې (آدامز) له انګلستانه او بل (لوریه) له فرانسي څخه چې په جلا-جلا توګه یې کار کاوو په ۱۸۴۶ م کال همز مان دا معما حل کړه. هغوی ویل یوه بله سیاره هم شته چې تر اوسه نده کشف شوې او هغه په اورانوس د جاذبې قوه واردوي، آدامز او لوریه په حقیقت کې د همدې فرض په بنا ( یوه بله سیاره هم شته چې په اورانوس قوه واردوي او د اورانوس د رفتار د بدلو ن سبب کېږي ) د هماغې سیارې کتله او موقعیت محاسبه کړ، چې وروسته په همغو خصوصیاتو او هماغه موقعیت کې د نپتون سیاره وموندله.

مالومه خبره ده، چې د آدامز او لوریه کارونه باید غیر علمي ونه بولوو او نقد یې نه کړو، ځکه ددوی دا کړنې د یوې نوې سیارې د کشف لامل شوې، خو پوپر دوی دقیقا هغه کار کاوه د کوم له وجې چې پوپر په مارکسیستانو انتقاد کاوه. دوی د نیوټن د نظرې په اړوند چې د اورانوس د نظریې په اړه یې غلطه پېشبيني کوله په کار پیل وکړ او ددې پر ځای چې داسې نتیجه واخلي چې د نیوټن نظریه غلطه ده، هڅه یې وکړه چې د مخالفو مشاهداتو لپاره د بلې سیاريې د شتون فرضیه و ړاندي کړي، په همدې شکل کله چې پانګه والي نظام زوال پیدا نکړ او خپل ځای یې مارکسیزم ته پرینښود، مارکسییستانو داسې نتیجه وانخستله چې ماکسیزم دې اشتباه وي نو ځکه خو مارکسیزم ته وفاداره پاتې شول او هڅه یې وکړه چې مخالفې مشاهدې په یو بل شکل تشریح کړي. نوبنا که چیرته موږ د آدامز او لوریه کار ښه ساینس بولوو او ستایو یې، ناعادلانه ده چې مارکسستان په خرافاتو متهم کړو.(البته دا لیکوال نظر دی)

پدې توګه دپوپر نظریه په پیل کې که څه هم چې د ساینس او خرافاتو دد تفکیک لپاره د قبول وړ برېښې اما په کامله توګه ستونزه نشي حل کولای.
په حقیقت کې کله چې ساینس پوهان ګوري نظریه یې له ورکړل شویو مشاهداتو سره سر نه خوري ددې پر ځای چې له خپلې نظریې تیر شي نوې حل لارې لټوي تر څو دا تناقضات رفع کړي.

دداسې یوې نظریې پیدا کول چې هغه دې له ټولو احصایوي ارقامو سره سمون ولري سخته ده، معلومه خبره ده، که چېرته کومه نظریه په دوامداره توګه له احصایوي ارقامو سره د تناقض په حالت کې وي او د تناقضاتو د رفعې لپاره کومه حل لاره هم ونه مومي باید رد او ایسته وغورځول شي، خو که همیشه ساینس پوهانو خپلې نظریې همداسي د کوچنې مشکل په را ښکاره کولو سره پریښې وای نن به ساینس دومره پیشرف نه وو کړی.

د علم( science) او شبه علم(pseudo science) تر منځ د تفکیک په اړه د پوپر تر هڅو ورسته جدي پوښتنه را مطررح کېږي چې (آیا عملا ممکنه ده دا سې ځانګړنې ومومو چې واقعا ساینس یې ولري او خرافات یې ونلري او وتوانېږو دا دواړه په کامله توګه له یو بل څخه تفکیک کړو؟) دې پوښتنې ته د پوپر ځواب مثبت دی. هغه وایي د فروئید او مارکس نظریات کاملا غیر علمي دي او کولای شو ددې نظریاتو مشابه ټکي ومومو، چې هغه په نورو علمي نظریاتو کې نه وي. دا چې پوپر د مارکس او فروئيد په اړه څه وایي خیر خو داچې مطمین دی علم ذاتي ماهیت لري د شک وړ خبره ده، بلاخره علم نا هم جنسه(Heterogeneous) فعالیت ده چې پراخه لمن، مختلفې څانګې اومختلفې نظریې په بر کې لري. دداسې ځانګړنې چې ټولو ساینسي څانکو ته شاملېږي شاید شتون ولري یا یې هم ونلري. فیلسوف لودویک ویتکنشټاین ادعا کوي چې «د داسي ثابتو ځانګړونو مجموعه شتون نلري چې وښیي څه شی لوبه ده بلکې سته داسې سسته مجموعه د ځانګړنو چې تر ډېره له موږ سره د لوبو په تشخیص کې مرسته کوي، خو هره لوبه ممکن داسې ځینې خصوصیات ولري چې د لوبې د خصوصیاتو له مجموعې سره سر نه خوري، د ساینس په اړه هم همداسي ده» که داسې وي بیا لرې ده چې د ساینس او خرافاتو د تشخیص لپاره دې واضح سر حد ومومو.

ساینس د مشاهدې او تجربې په واسطه د پوهې لاسته راوړل دي، داسې چې مشاهده باید له مخکې څخه پېش فرض ونلري او تجربه د تکرار وړ وي. تر ټولو مهمه دا چې یوه علمي خبره باید د اثبات او ابطال قبلونې(Refutability) خصوصیت ولري.

ابطال قبلونه دې ته وایي چې مخاطب ته اجازه ورکړې، ستا د بیان رد اثبات کړي. د مثال په توګه لاندې دوه بیانې سره مقایسه کړئ.

رحمت الله : د اکسیجن او هایدروجن له کیمیاوي تعامل څخه اوبه لاسته راځي.

رحمت الله پدې بیانیه کې مخاطب ته اجازه ورکوي لابراتوار ته لاړ شي او دا موضوع ځانته واضح کړي چې رښتیا هم دده ادعا سمه ده که باطله . پورتنی بیان یو ساینسي بیان دی.

آیت الله :که چیرته تاسو واقعا باور ولرئ چې په ښار کې به له لار بندي سره مخ نشئ نو نه مخ کیږئ.

دلته آیت الله داسې یوه ادعا کوي چې مخاطب یې نشي کولای د هغه رد ثابت کړي ، مثلا که چیرته مخاطب یې باور ولري چې لار بندي سره به نه مخ کیږي او بیا مخ شي، که له آیت الله څخه وپوښتي چې ماخو باور هم درلود بیا ولې له لار بندي سره مخ شوم؟ آیت الله به ځواب ور کړي چې تا عمیقا باور نه درلود. پدې توګه موږ په هیڅ صورت سره د پورتني بیان رد نشو ثابتولای. دې ته کارل پوپر سوډو ساینس یا خرافات وایي.

الکوزی: که چیرته تاسو باور ولرئ چې زما له دې دوا سره تاسو د کرونا له مرض څخه خلاصیږئ نو تاسو به واقعا خلاص شئ
د الکوزي ادعا هم لکه د آیت الله ادعا د ابطال قبلوني وړ نده او موږ ورته ساینس نشو ویلی.
فرض کړئ که الکوزی موږ ته د خپلي ادعا د اثبات او رد فرصت هم راکړي او د اثبات وړ هم شي تر څو چې ټول بیروني تاثیر ګذاره عوامل کنټرول نکړو او بار بار یی و نه ازمایو تر هغو یې منل غیر عقلاني دي
حتي که د الکوزي درمل تجربې هم ثابتی کړي چې کارا دي بیا هم ورته ساینس نشو ویلی

د الکوزي خبري هغه وخت علمي کیدای شي کله چې
اول: کرونا ویروس سم تشخیص کړی
دویم: د خپلي دوا د تاثیر میکانیرم بیان کړی
دریم: فرضیه جوړه کړي چې دا دوا ددې علت او معلول او میکانیزم په اساس دا نتیجه ورکوي

څلورم: نور ساینس پوهان دده دا فرضیه په سلګونو ځله و ازمایی او تائید یی کړي چې ادعا یی سمه ده.

پنځم: په عمل کې هم دده دوا نتیجه ورکړي

لدې ورسته به الکوزی یو عالم وي او خبري او ادعا ګاني به یی علمي او د اعتبار وړ وي.

نوټ: دا ډول کیسې موږ یواځي له حکمانو او مداریانړ څخه نه بلکی له سیاسیونو، روانشناسانو ،رسنیو او نورو منابعو څخه هم اورو هڅه کوم پدې اړوند وخت په وخت لیکني او ژباړي وکړم

جانداد جهاني

دا هم ولولئ

ایفون

بازار ته وړاندي شوي د څلورو نویو ایفونونو بيه څو ده؟

د امریکا تکنالوژي شرکت اپل د ایفون ټیلفون نوی څلور ماډلونونه بازار ته وړاندې کړ. …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *