کورپاڼه / ورځنۍ چارې / مجردان ددې شلو جملو له اوریدلو څخه کرکه لري !

مجردان ددې شلو جملو له اوریدلو څخه کرکه لري !

یوازې والی یا مجردي د بې ځایه نظرونو او سپارښتنو د اورېدلو په مانا نه دی. مجردي خپلې ځانګړتیاوې او خوندونه لري، که عمر مو ډېر هم وي، خو د ځان او خپلو ذوقونو لپاره ډېر وخت لرئ. دا په دې مانا هم نه ده، چې مجردي هېڅ ستونزه نه لري، ممکن ډېرې ستړیاوې هم تجربه کړئ،له غټو ستړیاوو یو هم د خلکو خبرې دي.
لازمه ده پوه شو، چې مجردان د لاندې جملو له اورېدلو کرکه لري!

۱- ولې تر اوسه یوازې یې؟
دا تر ټولو بده پوښتنه ده، چې مجرد ته د یوې ستونزې درلودلو احساس ورکوي.

۲- ښه، له چا سره نه یې ملګری شوی؟
که له چا سره ملګری وي، یا مینه ورسره ولري، حتماً یې در پېژني؛ نو دا پوښتنه یو مخ بې مانا ده.

۳- ټول خلکو ودونه وکړو!
په پوره باور هغه پوهېږي، او په دې هم پوهیږي چې مجرد هلکان او نجونې کم نه دي؛ دې موضوع ته ستاسې اشاره کوم شی نه بدلوي.

۴- له لومړیو مې د پلانۍ( ستا مخکینۍ ملګرې یا مینې) ښه نه راتلل!
هېڅوک د مخکینۍ اړیکې د بدیو اورېدلو ته تیار نه دي، ځکه هغوی خامخا ښه وختونه هم در لودل او امکان لري بیا سره یو ځای شي، خو ستاسې نفرت څرګندول به یې تل په ذهن کې پاتې شي.

۵- غواړې تل یوازې پاتې شې؟
کېدای شي وغواړي یا نه؛ مګر دا اټکل څوک کولای شي، چې هغه به تل یوازې وي؟

۶- بالاخره یوه ورځ دې نوبت را رسېږي!
ژوند یوازې واده کول نه دي؛ په دې خبرو د یو چا راتلونکې بریاوې او فرصتونه بې مانا شمېرئ!

۷- ولې دې څوک نه خوښوي؟
په دې خبره انسان د وسایلو حد ته را ټیټېږي، چې د بل چا ژغورلو ته اړ وي، هر څوک ځانته یو ارزښت لري او د خلکو خبرې جلا دي.

۸- نه غواړې یوه ورځ د اولاد څښتن شې؟
اولاد راوړل شخصي تصمیم دی او څوک چې اوس یوازې دی، مانا یې دا نه ده چې تل دې بې اولاده پاتې شي. له بلې خوا ټول باید اولاد ونه لري، ځکه ډېری یې وړتیا او تیاری نه لري.

۹- زه دې ښه غواړم!
یوازې خپله شخص دی چې پر خپلو ښو پوهېږي، نو د بې ځایه نظرونو له ښکاره کولو ډډه وکړئ!

۱۰- ستونزه دې څه ده؟
دا د ژبې بد ټپ دی، حتماً باید ستونزه وي؟ دا پوښتنه مقابل لوري ته د غټې ستونزې احساس ورکوي، چې د نورو د لرېوالي فکر یې پیاوړی کوي.

۱۱- واده کول غوره تصمیم دی! یا هېڅ وخت واده مه کوه!
باور وکړئ چې خپله د ځان د مهمو تصمیمونو نېول غوره دي او نور پرېږدئ چې د ځان لپاره خپله تصمیم ونیسي.

۱۲- اندېښنه مه کوه، اخر به خپله ورکه جوړه پیدا کړې!
دغه خبره مو د هغوی د لا اندېښمن کېدلو سبب کېږي او فکر کوي، که داسې ونه شي ژوند یې تباه کېږي.

۱۳- زما خیال ته یوازې یې ځکه….
که خبره همدلته پرېږدئ، د یوازې والي تشخیص یې دومره اسانه نه دی، څومره چې فکر کوئ او تاسې په هر شي پوهېږئ، چې دغه یوازې والی ورته روښانه کړئ؟

۱۴- زه چې ستا پر سن وم، واده مې کړی و!
اوس اصلاً څوک واده ته بیړه نه لري او د مجرد لپاره دا کومه غټه ستونزه نه ده.

۱۵- یو بل چانس ورکړه!
دا خبره مو یو څوک یوازې له مجردۍ او تنهایي نه د خلاصون په موخه مجبوروي، چې ناسمې اړیکې ته بیا پناه یوسي او بیا ازار وویني.

۱۶- باید ځان بهتره کړې، تر څو یو څوک پیدا کړې!
د غوره والي فکر ډېر بې ځایه دی، ځکه مینه یوازې پیاوړي ټکي او ځانګړتیاوې نه ویني. هغه څوک مینه درسره لري چې کمزوري ټکي او نیمګړتیاوې دې ومني او په روزنه کې دې مرسته وکړي. د مینې لپاره دې په بهتره ځای کې شتون اړین نه دی.

۱۷- باید کار وکړې، چې د خلکو در پام شي!
دا بیا بېخي بل ډول سپکوونکی نظر دی.

۱۸- شاید په ټاکنه کې جدي یې!
د واده یا دوستي لپاره د مناسب شخص ټاکل اسانه نه دي، ځکه د اړیکې موخه ژوره او انساني ده، نه یوازې د تنهایي څخه د خلاصون او د متاهیلینو له ټولي سره د یو ځای والي.

۱۹- پلانۍ یوازې ده یا یې واده نه دی کړی، غوره ده یو له بل سره اشنا شئ!
کېدای شي له دې خبرې ښه نیت ولرئ، خو په دې پوه شئ چې د دوی دواړو تر منځ یوازینۍ ګډه نقطه جره والی دی او نور هېڅ د ویلو لپاره نه لري.

۲۰- که زه ستا پر ځای وی، له تنهایي لېونی کېدم!
تنهایي پر ځان د تمرکز، د مختلفو قوتونو د لوړتیا او بېلا بېلو خوندونو د تر لاسه کولو ښه فرصت دی. مګر نه پوهېږو چې د دې خلکو له خبرو موخه څه ده؟ دوی هیله لري چې مجرد زر لېونی شي؟ یا تنهایي هغه دوزخ ده، چې د خلاصون لپاره یې د هر چا غېږې ته ځان وغورځوي؟ له دې پرته یې منظور څه کېدلای شي؟

نو لازمه ده له مجردانو سره د خبرو په وخت کې دې ټکو ته پام وساتئ.

پریسا سیاه منصوري
ژباړه : نور آغا رحماني

دا هم ولولئ

هېڅکله داسې وخت کې کوروالی ونه کړئ !

ثابته شوې ده، چې جن سي اړیکه د روح او بدن د روغتیا لپاره ډېرې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *