کورپاڼه / جالب / څه به پېښ شوي وای که میږی د فيل په اندازه غټ وای؟

څه به پېښ شوي وای که میږی د فيل په اندازه غټ وای؟

میږیان کولای شي، د خپل بدن په نسبت 5000 ځله زيات وزن پورته کړي. د دوی لښکرې له زرګونو ميږيانو جوړې دي، او شمېر يې له موږ څخه د یو ميليون په نسبت زيات دی. دوی ډير واړه دي.خو دا کومه ستونزه نه ده.
لوی ميږيان به موږ ته څومره زيان ورسوي؟ آيا موږ به له دوی سره د جنګ کولو توان ولرو؟ او که نه، زموږ په تقدير کې ليکل شوي، چې د دوی خدمت به کوو؟
په دې به يې پيل کړو، چې دوی ډيرې لويې لښکرې لري. د دوی د ځينو چيچونکو ميږيانو شمېر په يو غار کې آن له 200000 څخه زيات وي، او يوازې يوه ملکه پرې پاچاهې کوي. او د جنګ لپاره د هماغې خبرداري ته انتظار وي.
خو اوس د ساينس پواسطه يا د ډاروونکي تکامل پواسطه دغه غيرعادي خزندې تر درې مترو زياتې غټې شوې دي، چې دا د يو افريقايي فيل اندازه ده. موږ په يو جدي مشکل کې يو. تهاجم او حمله شروع شوې ده، زموږ سياره په لويو لويو ميږيانو پوښل شوې، تاسې هم يا بايد ملکې ته تسليم شئ او يا باید ووژل شئ.
خو راځئ، تاسې ووايئ، چې دا ځمکه ده او موږ د نړۍ نظامي ځواک لرو نو ولې ځای پر ځای نه شو او ونه جنګيږو؟
دا لوی ميږيان د انسانانو له دې وړو وسلو څخه نه ويرېږي او دوی د خپل نظر د څرګندولو لپاره له فيرومون (يو ډول کيمياوي ماده ده) څخه د دې لپاره ګټه اخلې، چې خپل ملګري د مرستې لپاره راخبر کړي او ستاسو شمېر به په جدي ډول له کمښت سره مخ شي.
حتی که تاسو خپلې لويې وسلې هم پسې راوړئ. دا لوی ميږيان ډير غټ او محکم بهرنی اسکلیټ لري چې ډېره سزا او جزا تحمل کولای شي. دا لوی ميږيان چې کله ګرځي راګرځي، خوراک کوي او يا خپل نفوس زياتوي؛ کولای شي ډېر زيات زيان ورسوي او ځنګلونه له منځه يوسي. دوی کولای شي دا ټوله لويه وچه د خپلو مستعمرو/ غارونو په بڼه جوړه کړې. هر پټی او خالي ځای به پخپلو کوچنيو غارونو تبديل کړي او کرار کرار به دا پسې لوی کړي او د ځمکې لاندې تونلونو په يوه لويه شبکه به يې بدل کړي.
که د هر ميږي اندازه د څلور متره لوړ فيل په شان وای، د شا راوتلې برخې به یې نورې نه درلوداي.
انسانان به نور اصلي ښکاريان نه وي، ځکه چې اوس به د دې لويو ميږيانو نوبت وي. موږ په دې پوهيږو، چې ميږيان بريدګر موجودات دي او چې هر تهديد يې پر وړاندې وي، حمله پرې کوي. دا لوی ميږيان به د غرونو پر زمریانو او غواګانو او پر هر بل حيوان چې د دوی د‌ لارې خنډ ګرځي؛ حمله کوي.
خو خوشبختانه چې دا صرف یو ساينسي او خیالي فکر دی.
که صادقانه يې ووايم ميږيان به د فيلانو په اندازه او جسامت کې نه وي خوښ او دا ټول به د مربع-مکعب قانون له امله وي؛ که په لنډ ډول يې ووايم نو د ميږيانو حجم د هغوی له سطحې څخه سريع وده کوي.
که يو ميږی د يو فيل اندازې ته غټيدلای شوای نو د مربع-مکعب قاعدې د‌ فعاليت کولو په توانايی یې اغيز کاوه او يا يې د همدې اوسني بدني جوړښت مانع ګرځيده.
که يو ميږی وغواړي خپله اندازه لويه کړي نو بايد د خپل بدن ټول جوړښت بدل کړي، چې وروسته به یو میږی هم پاتې نه وې، ځکه چې شکل به یې بدل وي.

By: KAD
ژباړه :خان آغا دروېش

دا هم ولولئ

د بدن حرکاتونه او دژبي علامې

موږ تاسو کولای شو خبرې ونه کړو او د بدن د غړو په حرکاتو سره …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *