کورپاڼه / روغتيا / !هغه خوراکونه چې ستاسو روحیه ښه کوي.

!هغه خوراکونه چې ستاسو روحیه ښه کوي.

په غذا د روحیې لوړتیا ممکن درته ناسمه او حیرانوونکې وي. کله مو چې خوی و خاصیت او روحیه ټیټه وي، په غذا لوړتیا یې شاید وسوسه در پیدا کړي. د یادولو وړ ده چې د ډېرو خوږو استعمال د زیاتې کالوري په در لودلو، د انسان بدن ته زیان رسوي؛ مګر په دې هم باید پوه شئ، چې غوره غذاوې د روحیې د لوړتیا او ښه کېدو سبب کېږي.
په وروستیو کې د تغذیې او رواني روغتیا د اړیکو په اړه څېړنې شوې دي. له دې سره دې ټکي ته هم پام په کار دی، چې خوی و خاصیت ممکن د ډېرو عواملو، لکه: ذهني فشار، چاپېریال، ناوړه خوب، جنټیک، بدني نیمګړتیا او د تغذیې د کمښت تر فشار لاندې راشي. نو په دې اساس د روحیې په لوړتیا کې د غذایي موادو د رول څرګندول سخت دي. پر دې سر بېره ځینې غذاوې د مغزي روغتیا او بدني نیمګړتیاوو د سمون لپاره ډېرې مهمې دي.

د روحیې لوړولو نهه غذاوې:

۱- غوړ کبان
غوړ کبان د اومیګا درې اسیدونو په درلودلو د غم او ستړیا خطر کمولای شي.

۲- ترخه چاکلیټ
ترخه چاکلیټ د هغو ترکیباتو لرونکي دي، چې د ښه احساس مسؤل کیمیایي مواد په مغز کې زیاتولای شي. لکه؛ کافین، توبرومین او Nacetlethanolamine، چې له کیمیایي نظره کانابینویدها ته ورته دي.

۳- خمیره شوي خوراکونه
لږ تر لږه د بدن نوي سلنه سروتونین په کولمو کې تولیدېږي، نو له دې امله د روغو کولمو لرل د ښې روحیې سره نېغې اړیکې لري. خمیره شوي خوراکونه، لکه؛ مستې، کفیر، کیمجی، کامبوجیا، تروه بادرنګ او نور د پروبیوتیک په درلودلو د کولمو د روغتیا ساتنه کوي.

۴- کېلې
کېلې د طبیعي قند، B6 ویټامینو او فیبرپربیوتیک ښه سرچینه دي، چې په ګډه مو د وینې قند او خوی و خاصیت ثابت ساتي.

۵- وربشې
وربشې د بدن له اړتیا سره سم فیبر تیاروي، چې د وینې قند ثابت ساتي او روحیه مو پیاوړې کوي. دغه راز د اوسپنې په درلودلو، هغو افرادو ته چې د وینې او اوسپنې له کمښت سره مخ وي، روغتیا ورکولای شي.

۶- د توت ډولونه
د توت ډولونه له آنتوسیانین څخه مالامال دي، چې په بدن کې مو د ستړیا او غم خطر کموي.

۷- وچه مېوه(پسته، بادام، چارمغز او…)
د مېوې دانې ځینې ډولونه لکه؛ بادام، ممپلۍ، پسته او چارمغز، دغه راز د کدو زړي، کنجد او د لمر مخي دانې د تریپتوفان، روی او سلنیوم په درلودلو د مغز کړنې پیاوړې او د ستړیا خطر کمولای شي.

۸- قهوه
قهوه د کافین او اسید کلروژنیک بې شمېره ترکیبات لري، چې د روحیې د پیاوړتیا سبب کېږي. څېړنو ښودلو چې قهوه بې له کافین څخه هم بې اغیزې نه ده.

۹- لوبیا او نخود
لوبیا او نخود د غذایي موادو شتمنه سرچینه ده، چې خوی و خاصیت پیاوړی کوي، په ځانګړي ډول د B ګروپو ویټامینونو غوره سرچینه دي.

ژباړه : نور اغا رحماني

دا هم ولولئ

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره پنځه اړينې لارښونې!

د سترګو د شاوخوا پوستکي د ساتنې لپاره اړ نه ياست چې د ګران بيه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *