کورپاڼه / ورځنۍ چارې / تمرکز څنګه په بریا کې مرسته کوي؟

تمرکز څنګه په بریا کې مرسته کوي؟

دتمرکز دزیاتېدو لپاره څه وکړو؟
څنکه تمرکز زیات کړو؟
دتمرکز دزیاتېدو لارې کومې دې؟
زموږ حواس له باندينې چاپېریال سره اړېکه لري دلیدلو،اوریدل،خوند، کتلو،بویولو او لمس کولو له لارې کولای شو له خپل چاپېریال سره اړيکه ټېنګه کړو.
او موږ باید دحواسو له لارې په هغو شیانو تمرکز وکړو چې زموږ خوښیږي.
خو په خواشینۍ سره باید ووایم چی موږ ډیری وخت نه توانیږو چې په دې چاره کې بریالي شو
او نشو کولای چی دخپلې خوښی وړ کار،درس او یا داسی نورو… شیانو باندی تمرکز وکړو
خو څنکه کولای شو تمرکز زیات کړو؟

۱:.خپل لومړيتوبونه وټاکئ!
ډیری کارونه دي چې موږ غواړو سرته یې ورسوو خو وخت محدود دی
ایا کله له داسې پېښې سره مخ شوي یاست چی غواړئ په ورځ یا اونۍ کې ډېر کارونه ترسره کړئ.خو په اخر داونۍ کې ګورئ چې هیڅ کار مو سرته نه ده رسولی؟
دا ځکه چې کارونه ډېر وو او تاسي نه پوهیدئ چې کوم کار ترسره کړئ
ددې ستونزې دحل لپاره لومړی لېست جوړ کړئ. وروسته پنځه چارې انتخاب او ترتیب کړئ.
په همدې اساس تاسې کولای شی دخپل ورځني پلان له مخې خپلې چارې ترسره کړئ.

۲:.خپله ساه(تنفس)اداره کړئ!
ساه دوجود مهم عمل دی موږ نه پوهيږو چې څنکه دورځي په اوږدو کې تنفس وکړو.
هیجان،ذهني فشار،خوراک،کاري فشار او نور عاملونه زموږ په ساه(تنفس) اغېز لري.
که چيرته په یوې موضوع د تمرکز اراده لرئ لومړی خپله ساه اداره کړئ.
ځکه داکار ددې لامل کيږي په موضوع ښه تمرکز وکړئ.

۳: یواځې یوه چاره ترسره کړئ!
یو دباسکیټبال لوبغاړی په نظر کی ونیسئ نوموړی لوبغاړی دتوپ غورځولو په وخت کې خپل ټول تمرکز په توپ راغونډوي.
تاسې هم باید همداسې واوسئ؛که چیرته دکوم کار ترسره کول غواړی یواځې همدا کار ترسره کړئ.
لکه تاسي دیو کار په ترسره کولو بوخت یاست دملګري پیغام مو مه ځوابوئ یا چې کله ورزش کوئ تلویزون مو بند کړئ او داسی نور… .
په سمه توګه دیو کار ترسره کول زده کړئ او ټینګار کوم چې په يو وخت کې یواځې یو کار تر سره کړئ.
۴:.ناسم (منفی)معلومات لرې کړئ!
دهغه کار په اړه چې غواړئ تر سره یې کړئ ذهن مو له ناسمو معلوماتو پاک کړئ
کله چې غواړئ یو کار شروع یا سرته ورسوئ هر ډول منفی خبري چې په ذهن کی لرئ لرې کړئ.
په خپل هدف باندی تمرکز وکړئ او له ناسمو(منفي)معلوماتو مو ذهن پاک وساتئ
۵:.خپل شاوخوا چاپېریال ترتیب کړئ!
چاپېریال مو د خپل ذوق برابر جوړ کړئ
او له هغو شیانو استفاده وکړی چی دانګېزی دزیاتوالې باعث مو ګرځي، دا ترتیب په تمرکز ښکاره اغیز لري
۶: سالم خواړه استفاده کړئ!
سم خواړه په تمرکز اغيز لري
موږ ټول پوهېږو چې خواړه دذهن په کار ډېر تاثير لري.
کوشش وکړئ چې درست خواړه وکاروئ او داوبو څخه زیاته استفاده وکړئ، او همدارنګه دسبزیجاتو څخه زیات کار واخلئ.

۷:. کاري وخت مو وټاکئ!
دیو کار له شروع څخه دمخه مو دکار وخت معلوم کړئ او په خپل کاري وخت کی دتفریح وخت هم معلوم کړئ
لکه ددرس لپاره دوه ساعته وټاکئ چې دا کار مو د تمرکز په زیاتوالي کې مرسته کوې

ژباړه : صافی

دا هم ولولئ

کورنی سياست!

څو ټکي چې هره مېرمنه يې بايد زده کړي ــکوښښ وکړئ چې ورزش مو هېر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *